تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې چاودنې له کبله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي، د چاودنې له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی. ده دا چاودنه د ځای پر ځای شوي بم یا ماین له کبله وبلله.

خو شاهدان وايي چې امبولانسونه یې لیدلي چې د پېښې د ځای لور ته روان ول. ډېر ځلي امبولانسونه د احتیاط لپاره هم هغه لور ته ځي چې چاودنه پکې وشي.

په کابل کې چاودنې او حملې وروسته له دې زور اخلي چې د پاکستان له لوري په تورخم کې د دروازې د جوړولو پر سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.

د ثور د میاشتې په پیل کې د کابل له حملې وروسته، چې تر ۶۰ تنو زیات پکې ووژل شول او د افغانستان حکومت د سخت عکس العمل د څرګندولو په ترڅ کې له پاکستانه وغوښتل چې یا طالبان له خپلې خاورې وباسي او یا دې د هغو پر ضد اقدام وکړي، په کابل کې بریدونه ودرول شول.

تر دې پخوا هم هر کله چې د افغانستان اوپاکستان اړیکې زیاتې خرابې شوي بمي چاودنو زور اخیستی دی.

One thought on “د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې چاودنه شوې”
  1. د امنیتی ارګانونو نیمګړتیاوی لاندی دی
    اول : په هیڅ ځای کی د شپی لخوا ګزمه شتون نه لری
    دوم: زیات خلک په کابل کی اوسیږی مربوطه حوزه یا ناحیه د هغی منطقی ټول خلک نه پیژنی چی دلته کوم ډول خلک اوسیږی زیات ددولت د مخالفینو استخباراتی غړی دلته فعالیت لری خو څوک یی نشی کشف کولی او په هره منطقه کی امنیتی خلک هم شتون لری مګر دوی د خپل دولت د کشفی ادارو سره مرسته نه کوی
    دریم : تراوسه پوری د هیچا څخه داسی پوښتنه نده شوی چی دشپی لخوا ځینی خلک په کوڅو کی ګرځی چی تاسی د کوم هدف لپاره په ناوختی کی ګرځی که شک پری وشی باید پوښتنی او ګرویږنی تر وشی
    څلورم : د ورځی لخوا باید هره امنیتی اداره هم فعاله وی او مشکوک کسان د وپلټی ، مثال یی په کوڅو کی دست پروشان او آیسکریم والا او نور دی چی کېدای شی زیاتره یی د ترهګرو لپاره کار وکړې دا یو حقیقت دی ځکه لاس خرڅونکی په کوڅو کی هیڅ عاید نلری که لری یی هم خو تر ښهر کم دی ، هره د ایسکریم کمپنی باید دا تضمین کړی چی
    شکمن خلک ددوی داسیکریمو په نوم خو فعالیتونه نه کوی
    پنځم : امنیتی کارکوونکی باید خپله وظیفه هر وخت او په هرځای که سرته ورسوی که دوی د وظیفی په ساحه کی نه وی هم مسؤل دی چی فعالیت وکړی او د خپلو وطنوالو په خدمت کی و اوسی یانی شکمنی کړنی دخلکو وڅاری
    شپږم : هیڅ یو امنیتی مسؤل تر اوسه پوری د وظیفوی غفلت له وجی ندی محاکمه شوی او له دندی هم ندی ګوښه شوی که دودوی په خلاف کار شوی وی تبدیل شوی دی بل ځای ته چی هغه خلک یی ونه وینی چی دا مجرم خو تر اوسه دنده کوی ، ونیول شی او بیا یی مربوطه غټه ګړی چی ورته کار کوی راخوشی کوی

    دا پورتنی تجویزونه وو خو دوی دغلو ملګری او د کسه بورانو ملګری او غریب کراچی وا لا رانسی او پیسی تری شکوی چی دا هم ته لمر روښانه ده د پول خوشتی دمسجد مخامخ د خلکو ګنه ګونه او د کوټه سنګی د پله لاندی دا او نور د غلو مرکزونه ، دی او مربوطه اداری تری خپل حق اخلی ، خرابی ټوله په امنیتی ارګانونو کی ده ، کولی شم ټولی خالیګاوی حکومتدارانو ته په ګوته کړم

    مننه

ځواب ورکول Ahmad Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *