ارشیف

تاند- د کابل ښار د اوومې ناحیې د سرکارېز مارکېټ ته نژدې د نن /جمعې/ په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي دي.

په دې پېښه کې ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

تراوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نشته چې ایا مخکې تر مخکې اېښودل شوی بم و که انتحاري حمله.

ځیني شاهدان وايي چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له کبله شوې ده.

په دې چاودنه کې ۱۶ تنو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو ترڅنګ ۳ موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

د چاودنې د مرګ ژوبلو د هویت په اړه هم لا معلومات نه دي ترلاسه شوي خو د پېښې ځای د اجرايي رييس د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نژدې دی.

One thought on “د کابل په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي”
  1. حتما به کوم اسراییلي یهود دا کار کړی وي، زموږ مسلمانان خو نن د بیت المقدس په ننګه مصروف وو

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *