دا خبر بیا بیا تازه کېږي – (ویدیو)

تاند- د عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې د طالبانو د نن ورځې د برید په نتیجه کې ۳۲۷ تنه ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

یو شمېر ټپیان، چې ټپونه یې برسېرن ول، رخصت شوي خو ډېر نور وینو ته اړتیا لري او ګڼ کګابل ښاریان د روغتونونو مخته حاضر شوي چې وینه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی اسماعیل کاووسي رسنیو ته وویل چې روغتونونو ته د وروړل شویو مړو شمېر ۲۸ تنه دی خو کېدای شي تر دې ډېر وژل شوي وي.

2کاووسي وویل، اکثره مړي د ملکیانو دي.

دا برید په کابل کې د پُل محمود خان د سیمې د بوش بازار ترڅنګ د سهار په ۹ بجې، چې د ګڼې ګوڼې وخت دی، وشوه.

د حملې هدف په دغه ځای کې د جګپوړو دولتي چارواکو د ساتونکو هستوګنځای و خو د دې لپاره چې په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد زیات او قوي ول، او له بلې خوا د د ځای په شاوخوا کې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه، زیات زیان یې ملکیانو ته اړولی دی.

امنیتي ځواکونو په ۲ ساعتونو کې وسله وال حمله کوونکي له منځه یووړل او نښته پای ته ورسېده. افغان امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو دا برید وروسته له دې وکړ چې په کندوز، هلمند او نورو سیمو کې یې د جګړې په میدانونو کې سختې ماتې وکړې.

پاکستان خواخوږي څرګنده کړه  

پاکستان مخکې تر دې چې د طالبانو د مشرانو پر ساتنې او د انتحاریانو په تمویل او تجهیز یو وار بیا محکوم شي، د کابل حمله وغندله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل:«موږ له هغو کسانو سره چې وژل شوي د زړه له کومي خواخوږي او غمرازي څرګندوو او د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا کوو.»

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار تېر ژمی ویلي و چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول له خپلې خاورې څخه به یې وباسي خو دغه هیواد تراوسه پوري هیڅ اقدام نه دی کړی او دا په داسي حال کې ده چې په خپله خاوره کې یې د طالبانو د مشرانو او د هغوی د کورنیو پر هستوګنې اعتراف کړی دی.

2د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰ واوښت

تاند- د روغتیا وزارت وايي چې لږترلږه ۷ تنه وژل شوي خو نور راپورونه وايي چې لږترلږه ۳۲۷ تنه وژل شوي دي.

2خو د ټپیانو شمېر تر ۳۰۰ اوړي. اکثره ټپیان ملکي کسان دي. ډېر کسان د دولتي چارواکو د ساتونکو د مرکز تر څنګ په بوش بازار کې ژوبل شوي دي.

ویل شوي چې حتي د حملې له ځایه یو نیم کیلومتر لېري په نادرپښتون واټ او نورو سیمو کې هم د موټر بم په ټوټو خلک ټپیان شوي دي.

2اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د پېښې سیمې ته لاړ او ویې ویل چې په دې برید کې شاوخوا ۲۰۰ تنه ژوبل شوي یا وژل شوي دي.

عبدالله وویل چې د دغه مرکز یو شمېر ځواکونه یې پېژندل ځکه چې ځیني یې د ده ساتونکي ول.

خو ویل کېږي چې په دغه مرکز کې هغه ساتونکي ځای پر ځای دي چې د ولسمشر، اجرايپي رييس او وزیرانو ساتنه په غاړه لري.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري د ډزو ږغ لا اورېدل کېږي او ګومان کېږي چې دوه طالب حمله کوونکي به مقاومت ته دوام ورکوي.

کابل ښاریان وايي چاودنه دومره زوروره وه چې د شاه شهید له چاودنې پرته یې دومره لویه چاودنه نه ده اورېدلې.

د کابل په ډله ییز برید کې تر ۲۰۰ زیات کسان ژوبل شوي

تاند- وسله والو طالبانو نن د کابل په مرکزي برخه کې په یوه هممهاله ډله ییز برید کې تر ۲۰۰ زیات افغانان ژوبل کړي او نامعلوم شمېر نور وژلي دي.

دا برید چې د پُل محمود خان په سیمه کې د دولتي چارواکو د ساتونکي ځواک پر قطعې وشوه، په موټر بمي چاودنې پیل شوه.

د عامې روغتیا د وزارت ویندوی اسماعیل کاووسي وايي چې روغتونونو ته تر ۲۰۰ زیات ټپیان رسول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې له انتحاري موټر بمي حملې وروسته نورو وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړل. د حملې ځای نورو افغان امنیتي ځواکونو محاصره کړی او په لسګونو امبولانسونه ورلېږل شوي دي.

یوه پولیس افسر محمد افضل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي. د هغوی شمېر معلوم نه دی.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی یو شمېر حمله کوونکي ودانۍ ته ننوتي او په جګړه بوخت دي.

تراوسه پوري حرګنده نه ده چې په دې برید کې څومره کسان وژل شوي. دا هم څرګنده نه ده چې څومره ټپیان ملکیان او څومره پوځیان دي.

ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه کې دا حمله غندلې او ویلي یې دي، له دې په ډاګه ثابتېږي چې دښمن له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماته کړې ده.

د دې برید جزییات همدلته بیا بیا تازه کېږي

12 thoughts on “د کابل په ډله ییز برید کې لږترزلږه ۲۸ تنه وژل شوي او۳۲۷ ژوبل دي”
  1. اې لویه خدایه ! دا څه ظلم په افغان ولس باندې روان دي اې د هستي او نیستي مالکهْ! آیا دا افغانان د مرګ لپاره دې پیدا شوی اې لویه پالونکیه ! دا نړۍ ډېره لویه ده ته امریکا او د هغه ملګرو ته داسې ځان وښایه لکه چې فرعون د په رود نیل کې غرق کړو، قارون دې په زمکه کې خښ کړو او نمرود دی د غوماشي خوراک کړو ای لویه خدایه بس دی تاته مو دې تباه وي زموږ ګناه څه ده آی د لویه خدایه آخر زموږ ګناه څه ده

  2. زه د آی ایس آی دی منحوسه ګوډاګیانو ته وایم چی د چا د خوشحالی لپاره مو د سلګونه بیګناه وګړو وینی تویی کړی آیا دا ټول نظامی خلک وو؟ نه الله به خامخا تاسی ته جزا درکړی. ځکه تاسو او ستاسی باداران پنجابیان ټول دی یهودو ا نصارواوو له جیبه ډوډی خوری. او بل داچی په جرمنی کښی ناست د کمونستانو یو مستنطق په نامه د بسمل ستاسی طرفداری په ډیرو ښو الفاظو کوی زه هغه ته وایم چی ته له نطفی ګډاګی وی هغه وخت د روسانو اوس د پنجابیانو او زه فکر کوم چی ستا دزړه سر ندی پری شوی او نه د چا په غیږ کښی ساه ورکړی که نر او پښتون وی افغانستان ته راشه او دا خبری وکړه او بل دده لیکنی د پښتنو د بی پته کولو لپاره دی پښتانه تروریستان ندی دا جګړ ه پر موږ د ستا په څیر خلکو له خواه تحمیل شوی ده یو اجنټ د بل اجڼت طرفداری کوی والله که دی خپل لمونځ زده وی بسمله! او له خدایه می همداسی غوښتی یی لکه نن چی د خلکو غوښی د پل محمود خانه پښتونستان واټ ته پاش سوی.

  3. دا خو د مسلمان کار ندی مسلمان هغه چاته ویل کیژی چی دهغه د ژبی او لاس نه خلک په امن وی . خو افسوس چی تولو علماوو خولی بندی نیولی دی او د وحشی او حیوان صفتوطالبانو د ویری د خدای ج حق احکام نه سی بیانولای. لعنت د خدای ج دی وی پر طالبانو او د هغوی پر طرفدارانو. الله ج دی په سخت غضب گرفتار کی.
    آمین ثم آمین

  4. دکابل د غمیزی د پاکو شهیدانو روح دی شاد او الله ج دی جنت فردوس ور نصیب کا. زخمیانو ته دی الله ج عاجله شفا ورکی. او کورنی ته دی الله ج صبر جمیل ورکی. طالبانو او د هغوی بادارانو ته دی الله ج جهنم ور نصیب کی. ددی جواب به په اخیرت کی منحوس ملا عمر ورکی او که منا فق ملا منصور. د لیکوالانو او افغانی شاعرانو نه هیله لرم چی دا شیطانی اعمال تر خپله قدرته وغندی لیکنی پر وکی. لاس تر زنه مه کشینی. دا ورخ که نن په کابل سبا پر ما او تا ده.

  5. په اخیرت به ددی شهیدانو لاسونه او د امیرالمنافقین گریوان وی. الله ج دی طالبان د عادیانو او ثمودیانو په عذابونو اخته کی

  6. قد جاالحق و ذهق الباطل ان الباطل کان ذهوقا.
    طالبان باطل دی او مفسدون فی الارض دی. هیحکله به یی کامیابی په نصیب نه شی

  7. پورته زخمی ماشوم وینی ددی کومه گناه. د ملا عمر. ملا منصور. ملا حقانی. ملا ذاکر. ملا یعقوب او ملا منان او د دوی تولو پلندر یعنی ای ایس ای د میرمنو………………pp.

  8. الله تعالی دې خو دې زموږ قسم خوړلي دښمنان تبا او برباد وګرځوي، الله تعالی دې نور دغه ناسور چې هر وخت زموږ وروڼه او خوېندي په شهادت رسوي، ته يې تبا او برباد وګرخوې.

  9. الله د هغوی ته هم داسی سزا ورګړی چی زمونږ خوندی او میندی یی د غم په تغر سره کینولی ، او محترمو چارواکو ته می توصیه ده چی هسی ډوډی خواره غله مه ساتی ، ټول خائنان دی یوازی د شپی لخوا یی ارګ ته لاری بندی کړی وی او عام خلک نه پریږدی چی که مریض هم ورسره وی خو که رشوت ورکړی بیا ټولو ته اجازه شته د ارګ سره نږدی غلو پوستی جوړی کړیدی او د موټروانانو څخه پیسی اخلی که یی ورنکړی بیا یی نه پریږدی ، خدایه ستا تر پاک ذات قربان شم کاش دا غله ټول مردار شوی وی، کابل به هلته آرام شیچی دا ټول غله لري د جنګ ځایو ته ولیږی چی پوه شی چی دا اوړه څو پتیری کیږی

    کله چی دوی په امنیت کی ناکام شی با وایی چی دوی زمونږ سره د مقابلی وړتیا نلری ، هسی خلک مه تیرباسی ستا د دروازی د څنګ سره یی ځان ته چاودنه ورکړی که دې غلو ته سمه محکمه جوړه نشی بله ورځ به په ارګ کی دننه ستاسی کورني ،ستاسی د غم په تغر کینی

  10. اسلام علیکم

    زما په اند هغه څوک چی داسی بریدونه کوي مسلمانان ندي او په کفر کی یی شک دی. څوک چی دوی حمایه کوي هغه خو کافران دي ځکه چی دوی صرف د مسلمانانو سره جګره اعلان کړیده او هغه څوک چی عملا په جګړه لاس پوری کوي له خره سره مشابه دي ځکه چی هیڅ عقل نلری خو دا به هم بده وی چی د خرا خطاب ورته کوو ځکه چی د خره توهین کیږي. نو دومره ویلی شم چی دشمن ماتی خوړلي ده او په جګړه کی بریالی کیدای نشي

    مننه
    منصور شرافت

  11. د مورا بچی غلی دی. اوس به بیا انکار کوی چی دا کارنامه زموژ نده. مرگ د افغانانو په دشمنانو.

ځواب ورکول Dilawar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *