نادریه لېسه

تاند- په یوه نادره پېښه کې د کابل د یوې لېسې زده کوونکی د خپل همټولګي له لوري په چاړه ووژل شو.

پېښه پرون /دوشنبه/ په نادریه لېسه کې د دوو زده کوونکو ترمنځ له لفظي شخړې پیل شوه او په نتیجه کې یې له چاړې کار واخیستل شو.

د پوهنې وزارت وايي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د ورځې په لس نیمې بجې وشوه.

دغه وزارت د وژل شوی زده کوونکي نوم شجاع الدین ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی د یوولسم ټولګي زده کوونکی و.

د ده قاتل محبوب الله د ظهیرالدین زوی له ښوونځي په تېښته بریالی شو خو مخکې تر دې چې خپل اصلي ټاټوبي پنجشېر ته ورسېږي او ځان پټ کړي، ونیول شو.

2 thoughts on “د کابل په یوه لېسه کې یو زده کوونکی په چاړه ووژل شو”
  1. دا پیښی او دیته ورته پیښی تل د پنجشیر د خلکو لخوا صورت نیسی، نو پدی ډول ددوی انسانیت او شرافت ښه جوتیدی شی. دا چی تل دوی د کورنیو چارو وزارت د اشغال په فکر کی وی یوه وجه یی همدا ده

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *