د کابل حربي پوهنتون د مارشال قسیم فهیم په نوم ونومول شو،  له دې مخکې د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون د استاد رباني په نوم شوی و. کرزي صاحب ممکن د کابل تاریخي پوهنتون نوم خپل ځانته ساتلی وي، چي که دی مړ شي د کابل پوهنتون دې د ده په نوم ونومول شي.

د طالبانو او اسلامي حزب وار لا پاتي دی، اوسنی دولت کوشش کوي چي د هغوی تر راتګ پوري د علمي او تاریخي ځایونو نومونه ژر ژر تبدیل کړي،  تر څو د ملا دادالله ، ملا عبیدالله او ملا بورجان دا ډول د ښاغلي حکمتیار، استاد فرید او نورو له پاره ځایونه پاتي نه شي.

د کمونسټانو د وخت هم ډیر کسان مړه او ځيني یې مرګ ته انتظار دي،  هغوی به هم د ببرک کارمل ، ډاکټر نجیب الله او نورمحمد ترکي په نومونو پوهنتونونه وغواړي، دا ډول د ګلابزوۍ، شاهنواز تڼي، مزدک، کاویاني له پاره هم سر له اوسه باید حکومت او دهغوی خواخوږي فکر وکړي، چي علمي ځایونه ورڅخه خلاص نه شي،  داسي نه چي د دوی له پاره بیا تاریخي ځایونه پاتي نه وي تر څو د دوی په نومونو ونومول شي.

حضرت صبغت الله مجددي هم د مرګ په بستر پروت دی، ارګ ته يې ځای ناستي آمين جان آغا په یخ ژمي کې د اسلام آباد څخه کابل ته راغلی دی، پیرسید احمد ګيلاني، استاد سياف او د کابل حزب غړي هم تر اوسه ژوندي دي، دوی به هم يوه نه يوه ورځ مړه کيږي، د دوی له پاره هم د علمي او تاريخې ځايونو لټه په کار ده، تر څو د دوی تر مرګ وروسته يې په رسمي ډول په نومونو ونومول شي.

دکمونسټانو حکومت ، د مجاهدینو د حکومت په  لومړۍ دوره او دا ډول طالبانو د تاریخي او علمي ځایونو احترام وکړ هر څه یې په خپلو نومونو او حالت پریښودل.

ښاغلي کرزي د نورو تاریخي ویاړونو لکه لویه جرګه، قومي اربکيان او  قومي مشرانو تر سپکاوي وروسته دعلمي ځایونو سپکاوي ته هم ملا تړلي ده.

څومره به ښه وای چي د مارشال زامنو او خواخوږو د قسیم فهیم له شتمني څخه د زړه او شکرې د ناروغیو د تداوي مجهز روغتون د هیواد مرکز کابل کي د مارشال په نوم جوړ کړی وای، چي دهغو ناروغانو درملنه به پکي کیدله د کومي ناروغي څخه چي د دوی پلار ومړ.

د ډیر شرم خبره خو دا ده چې د ولسمشر میرمن د ماشوم د زيږيدو له پاره د ډاکټرانو په مشوره هند ته ليږل کيږي، او هلته د ولسمشر لور په هندې روغتون کې پيداکيږي، او د هندې روغتون سره يې د پيدایښت نيټه او ځای ثبت کيږي.

د هيواد نورې ميرمنې چې بهرنيو هيوادوو ته د تګ له پاره لګښت نه لري، ډیری يې د ماشومانو د زيږون په وخت کې مري، آیا شرم نه دی چې دهيواد لومړۍ میرمن دي په خپل هيواد کې د تداوي له پاره ډاکټر او روغتون ونه لري.
د علمي او تاریخي ځایونو د نومونو بدلون او دغه ډول د ځینو کسانو په نومونو يادول پرته له شکه په راتلونکي کي ستونزي پیداکوي.

افغان حکومت، افغان روڼ آندې او سیاسي ګوندونه باید چي په دغه ډول حساسو او نازکو مسایلو کې له ډیر احتیاط او غور څخه کار واخلي.

—————————————

د لیکوالو نظر خامخا د تاند د دریځ ښکارندويي نه کوي.

7 thoughts on “د کابل پوهنتون نوم کرزي د ځان له پاره پټ ساتلی/ نظرمحمد مطمئن”
  1. مطمئن صاحب! حقیقت دی، کشکي کرزی یو با تدبیره سړی وای، ټول افغانستان یې همداسي ګډ و وډ ک کړی، رباني پر یوه غونډۍ ښخوي فهیم پر بله غونډۍ، کشکي کرزي یو هوښیاري کړې وای د وزیرانو په شورا یې یو هدیره تعین کړې وای چي مشهور خلګ پکښي دفن کېدلای، په دې شکل سره به د کابل ښار نه چټل کېدلای د همدغو غونډیو پرسر یې ښه پارکونه یا ښکلي مسجدونه جوړ کړي وای.

  2. پیاوړئ ، مطمـئن صيب ! تاسې ډېر ښه اود پام وړ ټکي ته اشاره کړیده خو تر ټولو مهم زمونږ د نيکونو افتخارات اود هغوی د درناوی په خاطر چې په شاهي دوره کې کوم مدالونه قبول شوی وو هغه ېې په څه ډول سپک کړل ؟ او چا ، چاته ېې ورکړل ، عسکري القابو او حيثيت باندې څومره لوبې وشوې ـ که مو په یاد وی د سترقومندان په میلمستون کې به د ډوډۍ په وخت آواز پورته کیده چې ډګرواله د میلمنو لاسونو پریمينځلو ته کوزه او چلمچي راواخله ـ خو تاريخ نه تکراريږي او حق انشاء الله ځای نیسي ، مایوسه کيږو به نه د حساب ورځ به راځي اودا به هغه وخت وي چې د خلکو واک خلکو ته په لاس ورشي ، انشاء الله

  3. ډیره ښه لیکنه ده او د افغانستان له کابینی څخه غوښتنه کوو چی پدی هکله داسی څه جوړ کړی چی هر هغه څوک چی ددی خاوری نومیالی دی د هغوی د مرګ څخه وروسته دی د هغوی پانګی وکتل شی تر څو پری له ټولو کوچنی کلینیک هم جوړیدی شی پری جوړ دی شی او ددی نومیالی نوم دی پری کیښودل شی تر څو هر هغه وګړی چی ترینه برخه من کیږی دی نومیالو ته به دعا کوی او نوم به یی تل تر تله د خلکو په ژبه او ذهن کی پاتی وی.منندوی

  4. درنو لوستونکو سلامونه
    راشی له بلې مو خبر کړم مسلمیار صاحب یې د مرګ پر وخت ویلي وه چې د فهیم پلویان د سره را ټول شي او بل کس دی د هغه پر ځای معرفي کړي چې د ولسمشر مرستیال شي

  5. وروڼوکابل ته نورکابل مه وایاست مطلق پنجشیردی خلګ یی ټول پنجشیریان دی حکومت ارګ دعلمی ځایونونومونه تپی دڅلورلاری نومونه اوداسی نورټول یی دځان کړل..متل دی وای پورچی ترسلوواویښت زیاتی وریجی غوښی خوره!!

  6. محترمه وروه، ستاسو دا ډول لیکنی بی لدی چی مشکلات راپورته کړی نور کوم پیغام نه لری، داډول لیکنو ته بی بنسټه لیکنی وایی چی کوم اساس نه لری ، تر دی مو چی خپل قیمتی وخت د یوه مولده فکر په جوړولو کی لګولی وایی په تخریبی عمل مو لګولی دی، وخت سره زر دی او په دی شیانو یی مصرفول د پوه سړی کار نه دی، هیله کوم چی هم خپله علم وکړی او هم نور علم لوری ته وبولی چی ژوند مو سم شی، مهمه دا نه دی چی پوهنتون د چا پر نام دی بلکه مهمه داده چی ایا نوموړی پوهنتون کی څه د زده کړی لپاره شته او که نه؟ د وړ نوم او ناوړه نوم فیصله به آینده نسل کوی او تاریخ به یی کوی بیا به ناوړه نومام هم لیری شی خو دا هرڅه طریقه غواړی.
    د کرزی صیب هم دومره ویاړ بس ده چی نن سبا هر مار او ملخ په ده پسی خبری کوی ، یوه ګوته یی ده ته نیولی خو خبر نه دی چی څلور ګوتی یی خپلی لوری ته نیولی دی که نه نو دومره همت خو چا په نورو رژیمونو کی نه درلود چی په کوم عادی دولتی مامور پسی خبری وکړی ریس جمهور خو پریږده اصلا رشتیا هم دی ملامت دی چی هر چا ته غوږ نیسی او د هر چا بی بنسټه خبری پر ځان وړی، دلته خو صرف یو قانون چلیږی هغه دا چی سر یی چټ او مال یی لیلام او بس

  7. دشاغلي كرزي دري ستر ملي خيانتونه تاريخ به روشانه كي. يوخيانت يي داده جي أفغانستان يي فارسي زبي هيواداعلان كه.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *