تاند- د افغانستان د ملي امنیت منسوبانو د کابل پوهنتون یو استاد او دوه محصلان له داعش سره د همکارۍ په شک نیولي دي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې په نیول شویو کسانو کې یو مُبشر مسلمیار نومېږي، چې د پوهنتون استاد دی او داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې ته د جلب و جذب د مسوول په تور نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست همداراز وايي چې د کابل پوهنتون محصلان احمدطارق او احمدفاروق یې هم په دې تور نیولي چې د څو چاودنو په برابرولو او تنظیمولو کې یې لاس درلود.
د ملي امنیت د ریاست په وینا دوو نیول شویو محصلانو اعتراف کړی چې د ظاهر داعي، محمد معروف راسخ، مبشر مسلمیار او عبیدالله متوکل له لوري داعش ډلې ته جذب شوي وو.
د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، تورنو محصلانو منلې چې د دوی جذبوونکو لومړی سلفیت یا وهابیت ته ورمات کړي او بیا یې د داعش تبلیغ ورته کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې ابوعبیدالله متوکل یې پخوا په کابل کې د داعش د جلب و جذب د مسوول په تور نیولی و.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ د لوړو زده کړو وزارت تایید کړې وه چې پولیسو د کابل پوهنتون دوه استادان داعش سختدریځې ډلې ته د فعالیت په جرم نیولي دي.
اسلام علیکم ورحمته الله
ملی امنیت که واقعی امن راوستل غواړي لومړی دي د کابل ته په داخل شوو مهمو لارو او دروازو کی سکنري نصب کړي، افغان حکومت په تیرو ۱۸ کلونو کی یواځی په پلازمینه کابل کی امنیت ټینګ نشو کړای سره له هرراز وسلو، رینجرو، ټانګونو، الوتکو او په سلهاوو امنیتی ارګانونو درلودلو سره سره، دوي کله په یو نوم کله بل نوم، د پوهنتون استادان، علما او طالب علمان وژني، ځوروي، ربړوي، شکنجه کوي او مختلف قسمه عذابونه ورکوي، په کورونو ړندي او بی ځایه او بی مورده چاپي وهی په لکونو افغان ولس د امریکایانو، متحدینو، داعش، طالبانو او حکومت له لوري ووژل شول، بی کوره شول، بی سرپرسته شول او د ایران، پاکستان، امریکا او انګلیس د ګټو او پروژو ښکار شول هم په افغانستان او هم په پاکستان کي، ترڅو چی په حقیقی معنی سره ټولی مخالفی ډلي د خبرو میز ته رانشي، دا افغان وژنه او قتل عام به د تیرو ۴۰ کلونو په شان روان وي، د زور او جبر له لاري صلح او امنیت راوستل تش خوب او خیال دی