تاند- د لوړو زده کړو وزیر وايي چې د کابل پوهنتون معترض استادان نن / دوشنبه/ له ولسمشر کرزي سره د خپلو غوښتنو او اعتراضونو په اړه خبرې کوي.
د لوړو زده کړو وزیر عبید الله عبید، چې د استادانو او محصلانو له سختو نیوکو سره مخامخ دی، پرون مشرانو جرګې ته احضار شوی و چې د محصلانو او استادانو د شکایتونو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.
عبید چې په ایران کې تر سفیر کېدو مخکې ولسي جرګې د وزیر په توګه د اعتماد رایه نه وه ورکړې، د مشرانو جرګې غړیو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه:«هماغه راز چې د افغانستان کورني او بهرني دښمنان نه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي په پوهنتون کې هم نه غواړي چې چاپېریال امن وي.»
ده د کوم هیواد یا ډلې نوم وانخیست.
دا په داسي حال کې ده چې د کابل پوهنتون استادان د ټولو ستونزو پړه د لوړو زده کړو پر وزیر اچوي. دوی پر عبید تور پوري کوي چې نه یوازې یې د کانکور په ازموینه کې پراخو درغلیو ته لار اواره کړه بلکې د پوهنتون وروستۍ لانجې هم د ده د مداخلې په وجه دي.
ټاکل شوې ده چې نن شاوخوا اتیا استادان له ولسمشر کرزي سره خپل شکایتونه شریک کړي.
دوی غوښتنه لري چې د لوړو زده کړو قاونون دې تصویب شي، د پوهنتونونو خپلواکي دې خوندي شي، د پوهنتونونو په چارو کې دې نور کسان او هیوادونه لاسوهنه نه کوي او تر ټولو مهم دا چې د لوړو زده کړو وزیر دې لېرې شي.
په کابل پوهنتون کې له تېرو شلو ورځو راهیسي اعتراضونه او اعتصابونه روان دي او محصلان ټولګیو ته نه دي تللي.
د دوی اعتراضونه وروسته له دې پیل شول چې د پوهنتون یو شمېر هزاره محصلانو د ټولنیزو علومو د پوهنځي د ريیس او یوه استاد پرخلاف لوږتړ وکړ. د دوی د اعتصاب په اتمه ورځ د لوړو زده کړو وزارت او د ارګ استازو د پوهنځي د ريیس او استاد د لېري کولو پرېکړه اعلان کړه. دا پرېکړه په ټولو استادانو بده ولګېده او د هغوی غوسه یې وپاروله.
د مشرانو جرګې ځینو غړیو اندېښنه ښکاره کړه چې که د کابل پوهنتون د اعتراضونو لړۍ ونه درول شي او د پای ته رسېدو لپاره یې معقوله حل لاره ونه موندل شي دا ډول اعتراضونه به نورو ولایتونو او پوهنتونونو ته هم وغځېږي.
سناتورانو ټولې ستونزې د لوړو زده کړو د وزارت د کمزورتیا له کبله وبللې.
Who is the blam In Afghanistan to reached in this satuition ?
دا یو جوت او څرګند حقیقت دی چی ایران غواړی د خپلو سیاسي، کلتوري او مذهبي اهدافو په خاطر د یو څو سیاسي غلامانو تر څنګ د پوهنتون د ځوانو او احساساستي ځوانانو څخه هم ګټه واخلی، هغه څه چی دوي د پوهنتون د یو محصل په زریعه تر لاسه کوی د محقق او یا هم د خلیلی په څیر خلکو په زریعه څوک چی په افغانی ټولنه کی منفور دی نشي تر لاسه کولای. هیله ده چی ټول افغانان متوجه اوسی او هیله می له هغو افغانانو څخه څوک چی پر وطن مین او په لوړو څوکیو کار کوی داده چی دوي داسی شوم پلانونه شنډ او پرینږدی چی دا بی لاری او هیواد پلورونکی خلک بریالی شی. مننه
د لوړو زده کړو په مشرتابه کې داسې یو کس ته اړتیا ده چې ژبني او قومي تعصب و نه لري. او داسې یوکس وي چې تل د اوصولو او قواعدو پر بنسټ خپله دنده مخ ته بوځي ترځو وکړی شي دې جګړه ځپلي هیواد ته د خدمت جوګه شي او ښه او ټکړه ځوانان وروزي او افغاني ټولني ته یې وړاندې کړي
I think the best salovation of this situation is Dr.Ashraf Ghani. Strongly needed ,he must be the minister of higher education .
I think dr wadir safi is THE best person for ministery of higher education
I think this is a long protest against the prejudiced policies of the Minister of Higher Education who only wants to serve and satisfy his foreign masters and ignores the right cause of the students and loyalty to the country. This kind of people must be put in prison and should be investigated about their actions (spying) to their foreign agents who only try to destroy our beloved country and to change every things in the interest of a number of foreign gangs. In fact this kind of people are not Afghans and must be annihilated or deported to their masters. Allow students continue their studies which are urgently needed in the country and don’t allow them to waste their golden time running on the streets. The Afghan leadership must listen to the students and lecturers demands and immediately put their demands into practice in order to bring peace and stability to the University and cut hands of those who disrupt normal teaching process and love foreigners than their own countrymen.
Thanks