23 سپټمبر 2013- کابل، افغانستان

د افغانستان برښنا شرکت او د ترکیې د FEKA Construction Industry and Trade Inc کمپنۍ ترمنځ د کابل ښار د سویل لویدیځې برخې (دشت برچي او ارغندې) د برښنا رسونې د پروژې تړون لاسلیک شو.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به د قلعه محب، چهل دختران او دشت برچی ۴۰۰۰۰ کورنۍ د برښنا له آسانتیاو څخه برخمنې شي.

په یادې پروژې کې د برښنا د منځني ولتاژ ۱۴۵ کیلومتره مزی، د ټیټ ولتاژ ۳۵۰ کیلومتره مزی، ۱۶۵ ترانسفارمرونه او ۴۰۰۰۰ پیریدونکو ته د برښنا د ویش د شبکې ډیزاین، د اړینو موادو چمتو کول، نصب او مونتاژ شامل دي.

د پروژې ټول مالي لگښت ۴۸.۲۶۷ میلیون امریکايي ډالر دي چې د افغانستان دولت سره د آسیايي پراختیایي بانک له وړیا مرستو څخه ورکول کیږي. پروژه به له ۳۰ میاشتو کاري ورځو وروسته د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې چی د 1395 لمریز کال له لومړیو شپو او ورځو سره سمون خوري، ګټې اخیستلو ته وسپارل شي.

برښنا د تيارو رڼا کوونکې

One thought on “د کابل ښار د سويل لويديځ سيمو ته د برښنا رسولو د پروژې د تړون لاسليک شو”
  1. هیله ده پښتون میشتو سیمو خلک هم د بریښنا ترلاسه کولو لپاره هڅې او تلاشونه وکړي، ترڅو دا ابوجهل د جهالت له خره را ښکته او د مچلغو، کنړ سیند او نورو بندونو د جوړیدو لپاره لاس په کار شي

ځواب ورکول نور الرحمن شیراني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *