تاند- د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په کابل ښار کې د یو شمېر ځانمرګو د نیولو لپاره عملیات کړي دي.

د ملي امنیت چارواکي وايي چې د کابل د شمال لوېدیځ په یوه کور کې ځانمرګو ځاله جوړه کړې وه چې له هغه ځایه د برهان الدین رباني د تلین پر مراسمو د حملې لپاره پلان جوړ کړي.

د دوی په وینا په دې عملیاتو کې، چې تېره شپه یې په قمبر څلورلارې کې وکړل، یوه ځانمرګي چاودېدونکي مواد وچاودول.

د ملي امنیت د یوې سرچینې په وینا دوی لا هم د نورو ځانمرګو د نیولو لپاره پلټونکي عملیات کوي.

په همدې حال کې د کابل مرستیال امنیه قومندان جنرال محمد داوود امین وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت څو تنه ځواکونه ژوبل شوي دي.

ده د ټپیانو دقیق شمېر ونه ښود او نه یې هم د ځانمرګو د نیونې یا مرګ ژوبلو په اړه څه ووویل.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې لږ ترلږه درې ځانمرګي وژل شوي دي. د دوی په وینا یوه ځانمرګي ځان الوزولی خو دوه نور د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې د دوی د تاکتیک په نتیجه کې د کابل د ادارې ګڼ عسکر او پولیس وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

مجاهد ادعا کړې، وروسته له دې چې استخباراتو د طالبانو یو موبایل سیټ کشف او پېژانده، دوی د پل د غلطولو لپاره په یوه کور کې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد له موبایل ټېلفون سره کېښودل او وضعیت یې له لېري څخه څاره چې امنیتي ځواکونه ورشي او دوی چاودېدونکي مواد منفجر کړي.

One thought on “د کابل ښار په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې”
  1. سلامونه هيوادوالو

    پاكستان د وحشي طالب په چيره كي رسماً د افغانانو سره په جنگ دي ، الله ج دي ورته افغانان قوي كي امين

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *