ارشیف

تاند- راپورونه وايي چې د کابل په نننۍ چاودنه کې، چې لا یې څرنګوالی جوت نه دی، ۶۴ تنه وژل شوي او شاوخوا 150 تنه ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي چې ۶۴ تنه وژل شوي او 150 ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت هم د وژل شویو کسانو شمېر تر ۶۰ زیات ښيي.

پولیس وايي چې دا برید د جمهوریت روغتون په انګړ کې وشوه او انتحاریانو چاودېدونکي مواد په ساختګي امبولانس کې راوړي وو.

د پېښې اکثره قربانیان عام خلک دي خو په منځ کې یې پولیس هم شته.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې ګڼو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اوړولې ده.

په برید کې جمهوریت روغتون ته هم زیان اوښتی، او یو شمېر کسان د دغه روغتون د یوې برخې د چت د چپه کېدو له کبه مړه او ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې حمله کوونکي، چې شمېر یې دوه تنه وو، په امبولانس کې سپاره ول او په دې پلمه چې ناروغ ورسره دی، له امنیتي پوستې تېرشوي وو.

په لومړنیو راپورونو کې د ټپیانو شمېر۱۸ تنه ښودل شوی و.

راپورونه وايي چې چاودنه جمهوریت روغتون ته نژدې په نوي ښار کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې د انتیکو وسایلو په کوڅه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نصرت رحیمي پېښه تاییدوي، وايي تراوسه د چا د وژل کېدو راپور نه لري.

خو اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې ګڼ امبولانسونه د پېښې ځای ته تللي او ټپیان یې ورڅخه روغتونونو ته وړي دي.

تراوسه پورې د دولت کومې وسله والې ترهګرې ډلې د دط برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا هم معلومه نه ده چې د حملې هدف څوک یا کوم ځای و.

7 thoughts on “د کابل ښار په چاودنه کې ۶۴ تنه وژل شوي او لږترلږه 150 تنه ژوبل دي”
  1. اخخخ موږ تقریباْ ټول قفس کې هغو چرګانو ته ورته یوو چې نه پوهیږي څه وخت یې نوبت راځي، چې خریدار دوکان ته ودریږي، دوکاندار لاس قفس ته د ننه کړي، ویې نیسي او چاړه پرې راکش کي

  2. په دغه ډول وحشی طالیبانو او داعیشیانو د بمونو مور نه بلکه د اتوم مور استعمالول پکاردی، خدای تعالا دی په دغه وحشیانو د آسمانی کاڼو باران وکړی چه د یوی مخی قتل، تباه او مردار شی.

  3. د تاند محترمې ادارې ته :
    د خواشینۍ په څرګندولو سره د خبر په عنوان او متن کې دا اشتباه شوېده ، که زحمت نه وي ، مهرباني وکړي هغه اصلاح کړئ:
    « د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي چې 45 تنه وژل شوي او 150 ژوبل دي.» برعکس 45 شهیدان او 150 ژوبل شویدي.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *