ښوونځی

دا دوه کاله د پوهنتون په ژمنيو رخصتيو کې د ښوونځي يو شمير زده کوونکو ته د ښوونځي ځيني مضمونونه تدريسوم، د زده کوونکو مورنۍ ژبه پښتو ده خو ډېر کم يې په ښوونځي کې په پښتو ژبه زده کړې کوي. هغه زده کوونکي چې په پښتو ژبه په ښوونځي کې زده کړې کوي، زما درس ورته د هغه زده کوونکو په پرتله چې په دري ژبه زده کړې کوي، ډير ګټور تمامېږي. ځکه دغه زده کوونکي چې ښوونځي يې په دري دي، زه بيا هم ورته په پښتو تدريس کوم، چې ډېر ښه يې زده کوي، خو کله چې د ژمنيو رخصتيو نه وروسته خپلو ښوونځيو ته مخه کوي،  بيا يې هغسې خونده نه وي کومه  چې يې په ژمي کې وه.

زما له ډېر ټينګار او د دوی د کورنۍ له مشرانو د سره د مشورې او دوی ته د قناعت ورکولو نه وروسته، دوه زده کوونکي پښتو ژبې ښوونځي ته تبديل شول. دغه زده کوونکي اوس له خپلو درسونو ډېر خوشاله دي، په دري ژبو ښوونځيو کې چې د نالايقه زده کوونکو له ډلې څخه وو، اوس په خپلو ټولګيو کې د لوړو نومرو خاوندان دي.

خو زما نور ګڼ زده کوونکي چې لا تر اوسه په خپله مورنۍ ژبه زده کړه نه کوي، د پلرونو او کورنۍ استدلالونه يې بيا دا دي چې په پښتو ژبه زده کړه دوی ته هيڅ ګټه نه رسوي ځکه په ټولو دفترونو، پوهنتونونو او ګڼو نورو ځايونو کې دري کارول کيږي.

خو داسې کورنۍ او پلرونه د خپلو اولادونو، ژبې او قوم راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي.

ماشومان چې نوي په خبرو راځي، نو لومړی د مور او د کورنۍ د نورو غړو له ژبې سره بلديږي، چې هماغه يې بيا مورنۍ ژبه ګرځي. خو کله چې د زده کړې کولو ټاکلي عمر ته رسېږي، نو د خپلې مورنې ژبې نه پرته په بله ژبه زده کړې ورته لويې ستونزې پيدا کوي. هغوی ددې پر ځای چې زده کړه وکړي نو مجبور دي چې اول هغه په دوی تحميل شوې ژبه زده کړي او بيا خپلو نورو عادي زده کړو ته ادامه ورکړي. چې دا دواړه کاره په عين وخت کې ناممکن ښکاري. ځکه په لومړنيو کلونو کې زده کوونکی د مورنۍ ژبې نه بغير له بلې ژبې سره اشنايي نه لري او که لري يې هم ډېره کمه وي، چې په هغه وخت کې په بله ژبه زده کړو څخه هيڅ استفاده نه شي کولی، بلکې په روحي تکليف يې هم اخته کولی شي. په ډېرو ستونزو او له ډېرو ناکاميو وروسته چې ځان پورته ټولګيو ته ورسوي، نو د ټيټو ټولګيو په مضمونونو کې به ددوی ستونزې هماغسې په ځای پاتې وي. چې بالاخره يو تنبل او نالايقه زده کوونکي په توګه به ټولنې ته وړاندې کېږي.

کابل چې د نفوسو له لحاضه زموږ د هيواد لوی ولايت دی، د زده کړې زمينه پکې د نورو ولايتونو په پرتله ښه برابره ده، خو اوسيدونکو ته يې په مورنۍ ژبه د زده کړې ستونزې لا هماغسې موجودې دي.

تقريبا شپږ يا اووه کاله وړاندې په کابل کې پښتنو زده کوونکو ته په خپله مورنۍ ژبه زده کړې په نشت حساب وې.  له هغه وروسته چې د پوهنې وزارت پښتنو زده کوونکو ته هم په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه مساعده کړه او د پښتنو لپاره يې ځانګړي ټولګي جوړ کړل، اوس هم وينو چې ډير لږ پښتانه زده کوونکي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي.

چې لاملونه به يې په لاندې ډول دي:

—       په دولتي اوغير دولتي ادارو کې د پښتو ژبې کم استعمال: په مختلفو دولتي او غير دولتي ادارو او دفترونو کې عريضې او مکتوبونه په دري ژبه دي. زياتره پښتانه هم عريضې په دري ژبه اړونده ادارو او مراجعو ته وړاندې کوي، دوی فکر کوي چې پښتو عريضه به مسترد شي او په دري ژبه د عريضې ليکل په دوی کې د يو رواج بڼه موندلې. او همداشان مکتوبونه هم د اداراو او دفترونو لخوا زياتره په دري ژبه صادريږي.

—       لوړو زده کړو کې د پښتو ژبې نه شتون: د کابل زياتره لوړو زده کړو دولتي او خصوصي پوهنتونونه او موسسې خپل درسي کاريکولم په دري ژبه کاروي، چې پښتانه زده کوونکي هم مجبور دي چې دوی سره دا زده کړې پر مخ يوسي.

—       د چاپيريال اغيزې: کابل د افغانستان هغه ولايت دی، چې مختلفو ژبو او قومونو خلک پکې ميشت دي. پښتانه هم د دري ژبې تر اغېزې لاندې، زياتره خپل ماشومان دري ژبو ښوونځيو ته ليږي.

—       د کورنيو ناپوهي او بې پروايي د خپلو اولادونو په اړوند: پښتني کورنې د خپلو بچيانو د زده کړې په  اړه له ناپوهۍ او بې پروايې ډک عمل کوي، دوی له دې امله چې خپلو اولادونو زده کړې ورته ډيره اهميت نه لري، نو په هر ښوونځي کې يې که داخل کړي، پروا يې نه کوي. يا دا چې دوی په دې نه پوهېږي چې په مورنۍ ژبه زده کړه زموږ ماشومانو ته څومره مهمه ده. دغه ستونزه د ټولو ستونزو په پرتله ډيره د پام وړ ښکاري.

که دولت او د پښتو ژبې فعالان د پښتنو زده کوونکو دغې ستونزې ته  جدي پاملرنه ونه کړي، نو  راتلونکی به يې ډېر له ننګونو او چالشونو ډک وي.

3 thoughts on “د کابل ښوونځي او د پښتنو زده کوونکو بدبختي/ احسان الله غازي يار”
  1. Ghazi Yar Saheb, dera manana. Moj pashtana bayad khpalo awlado ta pa Pashtu jaba de talim sharayet brabar kro. Tol pashtana bayad aryze aw maktobuna pa pashtu walyky, tar co pashtu de daftar jaba kro.

  2. په مورنۍ ژبه زده کړه د ټولو حق دئ خو حق په غوښتلو لاسته راځي ، تر څو چې پښتانه دولتي مشران مرسته ونکړي او خلک ېې ونه غواړي لدې حقه به محروم اوسو ، خو اصل خبره داده چې د پښتون او پښتنو کشتۍ مخ په ډوبیدو ښکاري ، لوړو زده کړو اود خارج بورسونو اود کانکور آزموینې ېې ښه مثالونه دي

  3. دیره مننه وه قلو دی برکت شه هیله ده که دا زمونژ ناپوه پشتانه لیژ شانته خدای پوهه کڑی دستاسی غوندی پوهه خلکوته مونژ ضرو ت لرو انشالله هرشی به خدای سم کڑی که لیژ کار وشی د پشتنو د اتفقاق په هیله

ځواب ورکول Mossen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *