زرګونه مسافر د غزني دواړو خواوو ته بند پاتې دي

د یکشنبې په ورځ د ولایت مقام مرستیال والي عبدالحنان منیب د کندهاروالي په هدایت د هغو مسافرو څخه چي په دغه ولایت کي بند پاته دي لیدنه وکړه او د هغوي ستونزي یې له نېژدې واورېدې .

په دغه لیدنه کي د مرستیال والي ترڅنګ د کندهار سرپرست ښاروال، یوشمېر رئیسانو او تجارانو هم ګډون کړي وو .

مرستیال والي د خپلو خبرو پرمهال وویل : ولایتي اداره پوره هڅه کوي چي د دغو مسافرو ستونزي حل کړي، هغه زیاته کړه : د ولایتي ادارې په هڅو او د یوشمېر ملي تجارانو په همکارۍ يې دغو مسافرو ته  د درېو وختونو د ډوډۍ او د څښاک د اوبو زمینه برابره کړې ده .

نوموړي وويل : دغه لړۍ به  ترهغه وخته دوام ولرې ترڅو چي د کندهار او کابل لویه لاره د مسافرو پرمخ بيرته پرانيستل کېږي .

ښاغلي منيب همداراز زیاته کړه چي د مسافرو د روغتیا او تداوۍ له پاره یې يو شمېر د روغتیا ټېمونو ته دنده سپارلې ترڅو هغه مسافر چي ناروغه وي ورسره همکاری وکړي او تداوي یې وکړي .

همدارنګه مرستيال والي یوه پلاوي ته دنده وسپارل چي یوه ځانکړي سروې وکړي او هغه مسافر معلوم کړي چي ناروغان، ماشومان او مېرمني ورسره وي ترڅو ولایتي اداره یې د اوسېدولو له پاره د ځانکړي ځای زمینه برابره کړي او په ارامۍ سره شپې او ورځي تېري کړي .

په وروستيو کي عبدالحنان منیب د هغو تجارانو څخه ځانکړې مننه وکړه چي د دغه مسافرو سره يې د ډوډۍ په برخه کي همکاري کړې ده .

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

One thought on “د کابل- کندهار د لارې د بندو مسافرو ستونزې”
  1. دا ډېر نیک اقدام دی
    د مسافرو د ستونزو د یوې برخی د اوارېدو تر څنګ د ټولو وړونو ملیتونو تر منځ چه د مسافرو ډله ئې تشکیله کړیدی یو ډول صمیمانه فضا او ښکلې روحیه را منځته کوی
    دې مرسته کوونکو تجارانو ته دی هم خدای خیر او برکت ورکی

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *