میرویس جلالزی- د کابل – کندهار پر لویه لاره تګ را تګ کوونکي ټانکر چلوونکي د لارې له امنیتي حالته سر ټکوي.
هغوی وايي، دا لویه لاره ورته اوس په یوه وحشتناک کانال بدله شوې ده. په سلګونو ټانکر پر دغه لار سوځیدلي او په لسګونو چلوونکي يي مړه او ژوبل شوي دي.
د ټانکرو چلوونکي وايي چي تقريباً هره ورځ یې د کابل- کندهار پر لويه لاره د میدان وردگ ولايت د سید آباد ولسوالۍ په سیمه کي په تېلو بار موټر سوځول کيږي.
د دوی په خبره، په تيرو څو اوونیو کې وسله والو طالبانو د تيلو نژدې۵۰ ټانکرونه په دېسيمه کې سوځولي دي.
د راپورونو له مخې دغه ټانکرونه د هيواد له لوېدیځ او شمال څخه یوې او بلې خوا ته د سونګ مواد رسوي.
پر دغه لاره د غني لالا په نامه یوه ټانکر چلوونکي وویل:
(( زه د دې لارې يو ډريور یم چې له شیخ آباد څخه پر موږ جنګ شروع شو تر سالارو پوري، هلته موږ د ساتني لپاره نه پولیس ول نه پوځیان، د پولیسو د یوې پوستې په څنګ کې یې زما پنځه موټره وسوځول.))
ټانکر چلوونکي ادعاکو له چې د لويو لارو امنيتي پوستې د دوی د ټانکرونو امنيتت نه شي خوندي کولای او ښه به وای چي د دوی د کتارونو د امنيت مسئوليت بيرته شخصي کمپنيو ته وسپارل شي. پر لويو لارو باندې د نفتي موادو د ټانکرونو امنيت د عامه نظم د پوليسو پرغاړه دی.
دغه چاره هغه مهال افغان کورنیو حکومتي پولیسو ته وسپارل شوه چې په تیرو څو کلونو کې د شخصي امنیتي کمپنیو د کسانو په اړه حکومت ته شکایتونه وشول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي که څه هم د تیلو د ټانکرو د یو شمیر خاوندانو اندیښنې او شکایتونه پر ځای بولي خو ټینګار کوي چې دوی پر یو لړ داسي پلانونو کار کوي چې له مخې یې د لویو لارو امنیت خوندي کېږي.
صدیقي وایي، هڅه کوي د میدان وردګ، غزني او زابل د لویو لارو د ساتونکو قواوو ترمنځ همږغي او نژدې همکارۍ ته نوره هم وده ورکړي.
د ولسي جرګې دفاعي جرګه ګۍ هم د کابل– کندهار پر لویه لاره د تیلو د ټانکرو د چلوونکو اندېښنې پر ځای بولي او هغه يې یوه جدي ستونزه بللې ده.
د دې جرګه ګۍ یوه غړي لالي حمیدزي د ټانکرو د چلوونکو ادعاوې تر یوه ځایه پر ځای وبللي، ویې ویل، دا یوه لویه بي نظمي ده چې د ملک اقتصاد ته لویه ستونزه رسوي او باید یې ژر تر ژره مخه ونیول شي.
د کابل – کندهار لویه لاره، چې د هیواد مهم اقتصادي تیر ګڼل کېږي، هره ورځ د زرګونو هغو لاریو او ټانکرونو د تګ راتګ لاره ده چې د ملک له یوه اړخه بل ته ضروري سوداګریز توکي پرې رسول کېږي.
زما په اند دا دتعجب خبره ده ! ځکه زما په اند په پښتنو کې زموږ سترګې دتعلیم دنګاه څخه ووردګو وروڼو او دجلال اباد ووروڼو ته ده.ځکه دغو دوو ولا یتونو خلګ مترقې او اومنیت خوښونکې خلګ دې. دوې به څنګه داولسې وګړو اویا دولتې ټانکرونه سوځوې ؟ ددې کار خو دامعنا ده چې موږ درې نیمې لسیزې وروسته هم نه پوهیږو. اونه مو دګاونډیانو څخه څه زده کړه کړیده ! چې دوی څنګه وخپلو ملې ګټو ته وفا داره دې.
موږ افغانان که خدای مه کړه چې خپل عقل نلرو. دنړۍ داسلامې او یا غیر اسلامې هیوادونو څخه با ید زده کړه وکړو چې دوی څنګه خپل هیوادونه جوړوې؟ او څنګه خپل خلګ هوسا ، خوشاله اوامنیتې محیط ورته جوړوې؟
که دهیواد او هیواد والو په خلاف ددښمنانو په اشاره حرکات وکړو نو اسلام اواولس ته به خاینان یو. او په بې طرفه تا ریخ کې به زموږ نوم په زرین خط نه بلکې په تور خط ولیکل شې ! با ید دنورمحمد تره کې ……. او ګلبدین …… څخه مثبته زده کړه وکړو. ځکه ددغو اشخاصو نومونه دګران هیواد په تا ریخ کې په ډیرو بدو اشخاصو او دګران هیواد ددښمنانو دلاس پوڅو په سترګه کتل کیږې.