تاند- په زابل ولایت کې، چې د کابل – کندهار په لویه لار کې پروت دی، یو وار بیا بده ترافیکي پېښه شوې ده.
لومړني راپورونه وايي چې په پېښه کې، چې نن سهار (یکشنبه) د زابل په جلدک سیمه کې وشوه، شاوخوا ۵۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل وايي چې په دې پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي او تر ۲۸ ډېر نور ژوبل دي.
خو ځیني شاهدان د تلفاتو شمېر ۴۰ تنه ښيي.

ټپیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د کلات او کندهار روغتونو ته وړل شوي دي.

ویل شوي چې ټکر له کندهار څخه کابل ته د تلونکي بس او له کابل څخه د کندهار لور ته د تلونکي ټریلر ترمنځ وشو چې په نتیجه کې یې په بس کې اور ولګېد.

بس د میوند ترانسپورتي شرکت دی.

د کابل- کندهار په لویه لار کې هر څه موده وروسته خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي او عموماً دا ډول پېښې د موټر چلوونکو د بې پروايي او غفلت له کبله رامنځته کېږي.

تر دې مخکې د مې په اتمه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې په ورته ترافیکه پېښه کې لږترلږه ۵۰ تنه مړه شول او ۷۳ نور ژوبل شول.

3 thoughts on “د کابل – کندهار پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۳۸ تنه مړه شوي”
  1. تر څو چي د کابل-کندهار سړک د خره لکۍ غوندي نری وی د داسی حادثو امکان سته
    یوازینۍ حل لاره دا ده چي سړک یو-طرفه کړي او بل سړک ورسره وباسي خو دا کار اسانه نه دی ځکه چي دولت مو غل دی
    که نه د کرزي له هغه شپاړس میلیونه یورو څخه خو به یی لږ په مصرف کړی وی
    خدای دی کرزي او شمال ټلوالي غلو ته سزا ورکړی

    سړک باید یک-طرفه سي او بل سړک ورسره ووزي دا یی یوازینۍ لار ده
    خدای دی ټپیانو ته روغتیا ورکړی

ځواب ورکول محمدداود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *