نجیب الله آزاد

د نوي حکومت د سلو ورځو پوره کیدو او د ولسي جرګې یو لړ بابولالې او له قانون څخه ناخبري خلک د حکومت په وړاندې بې باوره کړي. د ولسي جرګې هغه غړي چې ولسمشر اشرف غني یې په ملي خیانت تورن کړ اصلاً خپله ستر خیانت کوي چې د ولس د استازو په توګه د سپینیو او بربنډو څرګندونو څخه ډډه کوي.

بلې خوا ته بیا پښتون ډیر بې باوره، په خپل کارنا پوه خو د بل په کار متخصص قام دی. د حکومت لخوا ولسي جرګې ته د کابیني په ورپیژندلو کې ځنډ په نوم د سیاسي چارواکو د ګردي میزونو او د عام ولس د ټولنیزو پاڼو بازار تود کړی او ولسمشر اشرف غني یې خپل سیاسي نقد ټاکلی. دا سمه ده چې نوی حکومت په خپلو لومړیو سلو ورځو کې د کابینې په جوړښت کې پاتې راغی لاکن دا ټوله پړه پر ولسمشر اشرف غني نه سو وراچولی او نه هم نوموړی د دې متل ( خدای دې هغه پخوانی کنفکش وبخښي) په تله تلی سو. ولسمشر اشرف غني هغه مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره پرتله کیدی سي کله چې نوموړی هم پرله پسې دیارلس کاله ولسمشر پاتې سي.

د ولسمشر اشرف غني لویه تیروتنه د نوموړي خوشباوري وه، نوموړی ارګ ته تر ننوتو مخکې په دې اند و چې نوموړی به ګواکې د یوه خپلواک هیواد ټولواک مشر وي، خو افغانستان یو استعمار سوی هیواد دی چې بې له نړیوالې په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو مرستې د خپلو چارواکو د یوې ورځې د معاش ورکولو توان هم نه لري. ولس او ولسمشر هغه مهال باید پوه سوی وای کله چې د ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان برخلیک وټاکی خو ولسشمر غني د هغه مصلحتي تړون د لاسلیکیدو وروسته هم سر خلاص نه کړ او په واک کې شریک پر عبدالله عبدالله یي د هیواد د جوړونې اعتماد وکړ. تر دې مخکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پوره دیارلس کاله د مصلحتي مشر په توکه تورن و لاکن دا هم د یادونې ده چې حامد کرزی په ارګ کې په یوه رسمي هوډلیک نه و تړل سوی چې په دفتر کې داسې یو داسې څوک ولري چې آن د پخلي پر سر هم چنې ور سره ووهي.

د طلوع ټلویزون او د دوی په څیر نورې رسنی خو طبعي ده چې په نوم د سرویګانو په ادرس ولس له ولسمشر اشرف غني څخه بې باوره کوي او د هر څه پړه پر نوموړي وراچوي لاکن یو ځل هم د اجرایه رئیس عبدالله عبدالله نوم نه اخلي، څوک چې د دې ټولو ناخوالو او ستونز اصلي لامل دی، آیا دا د منلو او زغملو ده چې شپږ وزیران دې یوازې د یوې ولسوالۍ څخه وي او کاش چې دوی د تخصص په اساس راتلی نو زه ډاډمند یم چې ولسمشر غني به شپږ نه بلکه ټوله کابینه د یادې ولسوالۍ څخه منلي وای. دوی به تل په خپلو څرګندونو کې د وردک ولس غندی چې په کابینه کې پینځه وزیزان یوازې وردک وو، لاکن هیڅ کله یې هم د دې حقیقت یادونه و نه کړه چې یاد پینځه وزیرانو څخه دوه هم د کوم ځانګړي ګوند سره تړاو نه درلود بلکې ټول د خپل تخصص پر بنسټ ګمارل سوي ول او بیا وردک د شمیر او سواد په اساس تر دوی سل سلنه دي.

د ولسمشر اشرف غني هغه کړنې چې نوموړي پکښې ځان خپلواک او ټولواک احساسوی هیڅ څوک یې یادونه نه کوي، د بیلګې په توګه د جنرال عبدالرشید دوستم سیاسي حرکات، نوموړي په خپلو لومړیو ورځو کې وتوانید چې د طیب اردغان په څیر یو ولسمشر افغانستان ته په سفر کولو او د ډیرو سیاسي او ټولنیزو مرستو ته قانع کړي، د مخالفینو په وړاندې د شلو زرو مسلح کسانو چمتو کول، د ولسمشر اشرف غني بهرني سفرونو او لاسته راوړنې، د ټولې کابینې په یوه ځل سرپرست او بې صلاحیته کول تر څو د فساد پر وړاندې لومړي ګړندي ګامونه واخیستل سي هغه څه و چېولسمشر د ولس په زړونو کې لا ډیر ځای وموند. د کابینې سرپرست او بې صلاحیته اعلانول دهغه پلان له مخې و چې نوموړي باید په لومړیو پینځه څلویښت ورځو کې د نوې کابینې په جوړښت ب پلان پلي کړی وای لاکن د یاد مثبت حرکت پر وړاندې د مرداري اصلي موږي اجرایه رئیس د تل په څیر خپلو شخصي ګټو ته پر ملي ارزښتونو لومړیتوب ورکړ. ژوندۍ بلیګه یې د کندز د والي ګمارنه ده، د یاد ولایت لپاره د محمد عمر ساپي د والي په توګه د ګمارلو فرمان د ولسشمر له خوا په ۰۶ – ۰۸ – ۱۳۹۳ سیمیزو ارګانونو ته د اجراتو لپاره استول کیږي خو په دوهمه ورځ د اجرایه رئیس لخوا سیمیزو ارګانونو ته ټیلیفوني زنګ وهل کیږي چې د یاد فرمان اجرات باید وځندول سي ځکه چې په دې هکله د نوموړي سره مشوره نه ده سوې، د یاد والي ګمارلو پوره پینځه دیرش ورځې ونیولې ترڅو چې اجرایه رئیس قانع سو. نو د کابینې په جوړښت کې به د اجرایه رئیس چنې او جان کیري ته د ورځني ټیلفوني اړیکو شمیر یوازې ده ته پخپله معلوم وي.

په دې توګه، د کابینې په جوړښت کې ستر خنډ د اجرایه رئیس دی، د نوموړي کړنو ته په کتو ښایي نوموړی ځان مسئوول څه چې افغان هم نه بولي او برعکس د ولسمشر اشرف غني پر ځای هر افغان مشر باید د عبدالله لخوا د کابیني د جوړونې خنډ او ځنډ وګرځي.

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هیله

4 thoughts on “د کابینې په جورښت کې د مردارۍ اصلي موږی/ نجیب الله آزاد”
  1. نجیب الله جان ازاد وروره خدای دې خوشاله اواوږد ژوند درکړې!ډیره ښه او پر ځای لیکنه موکړیده. خو خدای دې پښتانه په ځان او دخپل بلرنې ټا ټو بې (ګران افغا نیستان) په ګټه اوتا وان پوه کړې. ۱۰۰٪ در سره موافق یم.او په سلو کې سل د دامریکا دبهرنیو جارو دوزیر زوی عبدالا مریکا (عبد الله عبد الله) مسو ل او ملا مت دی.په معذرت سره چې کامپیوټر مې فنې عوارض لرې او لویه لیکنه نشې تیرولای. نور څه وروسته

  2. پرون مې دازادۍ راډیو ته غوږ نیولی وو تقریبا ۹۸٪ افغانانو وروڼو چې به ټلیفون وکی همدغه خبره یې کول چې یا یې ډاکټر غنې ملا متوی او یا به ویل چې داغه دواړه(اشرف غنې او عبد الله) دی دواک څخه لیرې شې او دریم څوک دې را شې او حکومت دې جوړ کړې.زه دډیر وخت څخه تجریبه لرم چې په دغه راډیو یې پروګرامونو کې دګران هیواد مخالفین هم برخه اخلې. خو ډیره برخه دغه سا ده هیواد وال وه .
    خو هیچا هم ونه ویل په ټلیفون کې چې ګرم اومسول هغه څوک دی چې دجان کیرې په زور یې چوکۍ نیولې ده. غیر دیو میلمه څخه چې غه هم دری زبا نه وو(دمشعل پو هنتون استاد سخې محمدې) هغه اشا رتا وویل چې یو سړې دڅو زره کیلومتره لیرې څخه راغلی…………..نور بیا

  3. خو زموږ یو وروردامین جان بسمل په نامه دجرمنې څخه هغه سپینې خبرې وکړې.خو یوه مشوره یې وډاکټر صا حب غنې ته ورکړه چې : ښاغلی غنې دې واک واجرا ییه ريس(عبد الله) ته پریږدی. زما په اند دغه ډیره ښه مشوره ده. ځکه پر دغه ډول به زه فکر نه کوم چې ډاکټر غنې دجان کیرې دلاس دالې څخه کا روکړې.زما په اند ډاکتر غنې دې په ټلویزیونې وینا کې ټوله حقایق وملت ته څرګند اوښکا ره کړې.

  4. ټول هغه څه چې په دې ۱۰۵ ورځو کې تیر شوي با ید بیله کوچني تحریف او اغماض څخه د ملت مخې ته کیښودل ښي تر څو ملت پخپله قضا وت وکړي چې ملا مت څوک دۍ؟ پیله دې بله لار نشته له ملت څخه د حقا یقو پټول بدې پا یلې لرلۍ ښي

ځواب ورکول بلال وثق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *