پیر محمد کاروان

مونږ متل کوو،” چې وړه خوله او لويه خبره ”  خو شعر يوازينۍ خوله او يا چوکاټ دی، چې ډېرې لويې لويې خبرې په داسې هنر، جمال او کمال پکې جوړېږی، چې نيغ په نيغه د زړونو سمندرونه په شور راولي او د خيالونو پر اسمانونو زرزريني اوبلنې  ورېځې غځوي، د شاعر هڅه تل داوي چې سمندر څنګه په کوزه کې ځای کړي او څرنګه خپل لوی پيغام په يوه کوچني بيت کې داسې حل کړي، چې په زړونو بار نه؛ بلکې په وينه کې ټول بدن ته ورسېږي . په همدي موخه شاعران د خپل پيغام په رسولو کې له يو لړ  سمبولونو کار اخلي،  سمبول د شعار مخه نيسي، او يوه موضوع او پېښه په رمز سره بيانوي، سمبوليکه شاعري تر ډېره ژوندۍ پاتې کېږي اود هرې زمانې وګړي ترې خپل پيغام اخيستلی شي .  ډېريو شاعرانو په خپل شعر کې ځيني مشهور کريکټرنه دسمبول پر ځای راوړي؛ خو ما يوازې د کاروان شاعري ددې لپاره خوښه کړې، چې ده په خپل شعر کې دوه ډوله کريکټرونه ډېر راوړي، چې يو يې قراني کريکټرونه دي ااو بل فلکلوريک او افسانوي کريکټرونه .کاروان ځکه دا دوه ډوله کريکټرونه راوړي، چې دده ټولنه همدا دوه ډوله کريکټرونه ډېر خوښوي، ددوی اند او ژوند په دې ډول کريکټرونو پورې تړلی او هره ورځ يې لولي او په ورځنيو محاورو، متلونو او اصطلاحاتو کې يې کاروي .

د کاروان شاعري له دوو لويو او نه وچيدونکو چينو څخه خړوبه ده، چې يوه لويه او سپيڅلې چينه چې کاروان ترې د خپل بڼ ګلبوټي خړوب کړي قرآن دی او دوهمه لويه او رومانتيکه چينه فلکلور . د کاروان د شاعرۍ کريکټرونه هم قرآني، فلکلوريک او افسانوي دي، ځيني نور مشهور کريکټرونه يې هم راوړي، لکه : منصور، چنګېز او  . . . چې په خپل وار به پرې رڼا واچوو .

ښاغلی بهیر
نور الله غازي یار

په شعر کې  مشهور کريکټرونه په سمبوليک ډول کارول په شعر کې قوت پيدا کوي، پيغام يې جوت اوپر زړونوپه اسانۍ سره ځای موندلی شي، شاعر چې يو څوک يادوي په مستقيم ډول د هغه نوم نشي اخيستی؛ خو دهغه پر ځای يو داسې کريکټر راوړي، چې نن دده پر ځای کار ورکړي او سبا دده په څېر يو بل کس ته هم خلک همدا بيت ووايي، مطلب دا چې سمبوليک کريکټر شعر ته ژوند وربښي، چې تر ډېره په ټولنه کې پر خولو او زړو وګرځي او په فکرونو کې ځای ومومي .

 قرآن يو داسې سپيڅلی، لوی اوهر اړخيزه کتاب دی، چې که ورته هر فنکار سر ورښکاره کړي، د خپل فن د پاره به پکې بې شمېره پاخه مواد ومومي، همدارنګه د شعر او شاعر لپاره هم پکې بې شمېره رنګونه، تصويرونه، تشبيهات اوموضوعات سترګکونه وهي، د قرآن هر يو کريکټر ځان ځان ته يوه کېسه لري، ددغو کريکټرونو کېسې که څه هم په زرګونه او سوونه کلونه پخوا تېرې شوي او قرآن د عبرت لپاره راخيستي؛ خو  همدي کريکټرونو ته ورته کريکټرونه اوس هم زمونږ په زمانه کې ژوند کوي، اوس هم د فرعون او قارون په څېر منفي کرکټرونه فعال دي، چې ځانونه د نړۍ خدايان اولويان ګني، ددوی په وړاندې د موسی په څېر مثبت اوسپيڅلي کريکټرونه هم شته، چې ددوی له ناوړه کړنو پرده پورته کوي او ددوی د خدايۍ ختمول غواړي، اوس هم يوسف، ابراهيم، نوح، بلال، ابابېل او پرېښتو په څېر سپيڅلي کريکټرونه شته او هم د نمرود، ابوجهل،  ابرهه او شيطان په څېر ناوړه اومنفي کريکټرونه .

همدا رنګه  مومين خان او ښامار، فتح خان بړيڅی، ادم خان درخانۍ، بدرۍ جماله ښاپېرۍ، ديوان او ښاپېرۍ، ليلا مجنون او . . . او س هم هره ورځ زمونږ په متلونو او اصطلاحاتو کې کارول کېږې .

د کاروان شاعري ځکه په ولس کې ژر خپره او د لوستونکوله تود هرکلي سره مخ شوه، چې خپل د شعر جوړښت لپاره يې مواد له قرآن او فلکلور نه راخيستي، د چا د شاعرۍ بنسټونه چې پر داسې دوو لويو ستنو ولاړ وي، هيڅکله به هم له نسکوريدو سره مخ نه شي

راځئ چې د کاروان  په شعري دنيا کې د قرآني او افسانوي کريکټرونو سمبولونه  ووينو، چې ده پکې له څومره هنريت څخه کار اخيستی .

لومړی هم قرآن :

پرېښتې او شيطان :

 څښتن تعالی په خپل سپيڅلي کتاب قران کې فرمايلي : ” شيطان ستاسو  ښکاره دښمن دی”، دغه دښمني يې د بنيادمانو له لومړي پلار ادمه رانېولې او تر  اخره به روانه وي، په قرآن کې شيطانان په دوه ډوله ښودل شوي، يو جيني او بل انسي چې انسانان شيطانان له جيني شيطانانو ډېر خطرناک دي . پرېښتې بيا د بنيادمانو د خېر غوښتونکې دي، لکه څنګه چې له مونږ سره شيطان پل په پل روان دی، همدا رنګه پرېښتې هم راسره دي، چې زمونږ پر مټونو ناستې دي، زمونږ ښې اوبدې کړنې ليکي . پرېښتې او شيطانان، چې دوه متضاد کريکټرونه دي، زمونږ  روزمره  ژوند ته دوره راننوتي دي، چې هر لوستی اونالوستی يې د متل او اصطلاح پر ځای کاروي، لکه :

 ښه او نيک عمله سړي ته : ( پاکه پريښته دی )

د جنګ په وخت کې : ( خدايه د خېر پريښتې پکې راټيټي کړې)

 چا نه چې کومه تيروتنه وشي : ( څه پريښته خو نه دی )

بد کرداره اوبد عمله ته : ( شيطان يې امره شوی)

چاته چې د ښوتوصيه کوي : ( د شيطان مه منه! )

پښتو متل : (کبر شيطان کاوه، ځای يې جهنم شو)

اوهمداسې نور

ګران کاروان هم له همدې کبله پريښتې او شيطانان د خپل شعر سمبوليک کريکټورنه ګرځولي، دا د يوه شاعر بريا ګڼل کېږي، چې هغه څه په خپله شاعرۍ کې راوړي، چې ټولنه يې ورسره بلده وي او يا يې زياته يادونه کېږي .

د بدر په غزا کې شيطان د کافر په شکله کې راغی او کافران يې جنګ ته هڅول او ددوی مرال به يې لوړاوه، ورته ويل به يې،  غم مه کوی، زه درسره يم، هيڅوک هم پر تاسې نشي لاسبري کيدای، ملا يې ورسره وتړله، چې کله جنګ پيل شو، شيطان وليدل، چې د مسلمانانو مرستې ته ډلې ډلې پريښتې راروانې دي . شيطان خپله ملا خلاصه کړه او په تېښته له هغه ځايه وتښتيدو، اواز يې وکړ، چې زه هغه څه وينم چې تاسې يې نه وينی! . کاران صيب هم په لانديني بيت کې پر يوې مقربې پريښتې (جبرائيل ع ) باندې غږ کوي، چې پر دې نړۍ وزرې خپرې کړه، دامن پرېښتې راوله ؛ ځکه چې د انسانيت  مېنه  د شيطانانو په واک کې ده، جيني اوانسي شيطانانو سره لاس يو کړی او د پاک انسانيت پر خونه يې غلبه موندلې ده :

شوه غلبه د شيطانانو د انسان په مېنه

لږخوخپرې کړه جبرائيله په دنيا وزرې

په اوسني وخت کې ابليس او پلويان يې دومره ځواکمن او قوي شوي، چې هر څه ددوی په لاس کې دي، زور، دولت اونور وسايل، دوخت شيطانان هغه څوک چې لکه د پرېښتو په څېر پاک او سپيڅلي وي او له دوی سره په ناوړو کړنو کې لاس ونه لري، د هغوی د منځوي کولو او له اصلي سحنې نه د ويستلو هڅې کوي، چې د ټولنې له فکره يې وکاږي اوټولنه د ځان محتاجه وګرځوي . ښاغلی کاروان پر نړۍ غږ کوي، چې دانن چې زه بې نومه يم، ددې لامل دادی،  چې د شيطانانو سره په صف کې نه درېږم، زه د پرېښتو پر خوا ولاړ يم،  په دې کې نه خپل نو غواړم اونه نښان :

ته د ابليس پر خوا ولاړ يې نوم دې تل يادېږي

زه بې ګمنام چې يم ولاړ د پرېښتو په طرف

په لاندې بيت کې شاعر خپلې ټولنې ته يو پيغام وړاندې کوي، چې تاسې د چا په ظاهري جامه مه تېروزی، بايد له پوهې کار واخلی، علم  زيات کړی؛ ځکه علم او پوهه داسې څه دي، چې د زړونو سترګې پرانيزي، بيا به خپل مشر او رهبر په غړولو سترګوټاکئ، کاروان دخپلې ټولنې ناپوهۍ اوله دې سره  عقيدوي اړخ ته پام کړی، زمونږ خلک دومره عقيدوي  دي، چې شيطان ورته د پرېښتې په جامه کې راشي هم،  دوی يې په ورين تندي هرکلی کوي؛ ځکه خو يې دښمنان هم هر کله خپله جامه سپينه اغوندي، چې شيطاني خويونه يې پکې پټ وي . کاروان د همداسې يو چا يادونه کوي، چې په اصل کې شيطان دی؛ خوجاهلان او بې علمه کسان ورته په درنښت قايل دي او د پغمبر وارث يې بولي :

سپين لباس د پرښتو ابليس اغوستی

جاهلان وايي وارث د پيغمبر دی

زمونږ په هيواد کې هر کله د وخت د شيطانانو له خوا د غشو (مرميو) بارانونه وريدلي دي، د هيواد پاکلمنې او د پرېښتوپه څېر پېغلې پکې شهيدي شوي دي، چې په ماتم يې د ګلونو جنډې هم ځوړندي دي؛ ځکه چې همدغه ګلونه به همدې پاکلمنو پيغلو خپلو څڼو ته راشوکول :

د شيطان غشو کړې شهيدې پاکېزه پرښتې

ګلونو ځوړندې جنډې کړې  د ماتم د لاسه

کله چې څښتن تعالی شيطان له خپل دره وشړه او لعنتي شو؛ نو وی ويل چې زه به هم ستا بنده ګان له سمې لارې واړوم، له څلورو لوريو؛ مخې، شا، له ښي او کېڼي خوا به پرې حملې کوم . پرېښتو چې دا واوريدل، پرېشانې شوې، څښتن تعالی ته يې وويل : ای لويه خدايه! شيطان لعنتي خو انسان څلورو لوريو ته ښکېل کړ، يوازې دوې لارې ورته پاتې دي، ښکته او پورته . څښتن تعالی ورته وويل : څلور لورې د شيطان او دا دوې لارې  يې زما، شيطان دې پرې څلور لورو ته حمله کوي، چې کله لاره ترې ورکه شي، سر دې پر ځمکه په سجده ولګوي او لاسونه دې پورته د دعا لپاره اوچت کړي، زه يې مرستندوی يم . د کاروان په هيواد کې شيطانانو ځالې جوړې کړي دي، پر سپيڅليو وګړو له هر لورې حملې کوي،  بې حياپلويان يې د هوس خنداګانې کوي، نه پاک سبحان پېژني اونه عرفان، شاعر چې ددوی دا ډول کړنې وويني؛ نو د پرېښتو په څېر معصومو اود ښاپېريو په څېر ښکليو پېغلو باندې وېرېږي؛ نو ځکه لوی خدای ته  لاسونه لپه کوي او د بيټ نيکه په څېر وايې :

لويه خدايه! لويه خدايه!

د هوس خندا خو اورې!

د دېوانو ابليسانو

د بې خدايه بې عرفانه

بې حيا بوالهواسانو

لويه خدايه! لويه خدايه!

لاړه لاړه

د پاکۍ زمانه لاړه

د معصومو ښاپېريو

پرښتو پرده دې لاړه .

***

او يا دا چې :

زما صابره خدايه ته لا اوس هم ورته ګورې

چې تښتي له ابليس نه پرښتې په منډه منډه

د شاعر  په سيمه کې دومره شيطانان دي، چې د خپل فقير د دعا پر ډک کچکول هم وېرېږي،  چې هسې نه شيطان يې ترينه چور کړي، پرېښتو ته وايې، چې تر عرشه يې په زور له شيطانانو تېر کړئ :

پرښتو تېر يې کړئ تر عرشه له شيطانه په زور

ډک د دعا کچکول دې چېرې نشي چور د فقير

په لاندې بيت کې شاعر په تېښته دی، په لومړۍ نيم بيتي کې خدای (ج) ته وايي، چې دشيطان په څلور لارې کې مې پرېنږدې، چې شيطان کږه لاره راته وښيي،  غلط لاس راکړي او په ورکو لارو سر شم، په دوهم بيت کې بيا په هر چا بې باوره ښکاري، خلک ورته ټول شيطانان ښکاري او دی قسم وراچوي چې خدای ته وګوری،  دانسانيت لاره راته وښايئ :

خدايه د شيطان په څلور لارې کې مې پرېنږدې

خدای ته ګوره کوم خوا د انسان کلي ته لارې دي؟

کاروان صيب په لاندې بيت کې هغه مغرور چارواکې يادوي،  چې پر سرونو يې له غروره خولۍ کږې ايښي دي غرور چې د شيطان خاصيت دی، په دې کږو سرونو کې هم د شيطان کږې ډلې ناستې دي، شيطاني فکرونه پکې ګرځي؛ نو ددې علاج دادی چې دغه سرونه په کږو غشو ورسم شي، لکه د پښتو يو متل چې دی : کږه خوله په سوک سمېږي :

د کوږو خولۍ سرونه په کږو غشو ورسم کړئ

په کږو سرو کې ناستې کږې ډلې د شيطان دي

شيطان له نوح (ع) سره په کښتۍ کې سپور شو، نوح(ع) ورته وويل: کوز شه له کښتۍ نه د خدای دښمنه! شيطان ورته وويل : زه په پينځو شيانو خلک تبا کوم، له دې پينځو نه درته دوه ښايم؛ خو له کښتۍ مې مه کوزوه! نوح(ع) ورسره ومنله، شيطان ورته وويل : يو کينه ده، چې له امله يې زه لعنتي شوم او بل حرس دی، چې ادم يې له جنته وويست . کاروان صيب غواړي چې د همدې ملعون شيطان پر غوږونو ميخونه ټک وهي، خلک يې له حلاکته وژغوري او د زړه کور سپيڅليو پرېښتو ته پرېږدي :

د شيطان په غوږ به ټک وهو ميخونه

پرېښتو ته به په زړونو کې ځای ورکړو

***

نوح :

د نوح کريکټر ډېر مشهور کريکټر دی او دشعر لپاره ډېر اړين؛ ځکه چې په نوح پسې ډېر څه تړلي، لکه : بېړۍ، دنړۍ غرقيدا، په بېړۍ کې کم شمېر ايمان لرونکې، ماڼو، له تنور نه اوبه راوتل، د نوح زوی او نور . . .

د نوح کريکټر په شعر کې د يو سمبول په ځای کارول په شعر کې د پيغام زور زياتوي، د لوستونکې خيال ته د نوح ټوله کېسه ورننوزي، شاعر با يد د نوح د کېسې يوه داسې برخه په شعر کې راواخلي، چې له خپل عصر اوخپلې زمانې  سره څه ناڅه تړاو ولري، په دې ډول به يې په يوه بيت کې د يوې لوې کېسې هومره مضمون  ځای کړی وي . راځئ وګورو چې کاروان د نوح کريکټر په خپل شعر کې څنګه راوړی .

په لاندې نظم کې د نوح کريکټر د يو سپيڅلي او وفادار مشر يو سمبول دی او د هيواد په توپانونو کې ښکېلې بېړۍ مشري دده پر غاړه ده، شاعر د خپل سپيڅلي مشر خاموشي ښکاره کوي، چې داسې ښکاري لکه وفات چې وي؛ ځکه چې بېړۍ په توپان کې پاتې ده، ماڼو ګان يې نهنګانو خوړلي او ابليس چې د پريښتو سپين لباس يې پر تن دی،  د بېړۍ رهبري کوي او  د نهنګانو په غوږونو کې پټ پټ څه وايې :

لويه خدايه! لويه خدايه!

داسې ښکاري نوح وفات دی

په طوفان کې بېړۍ پاتې

د نجات لنګر يې مات دی

او دمينې ماڼوګان يې

نهنګانودي خوړلي

سپين لباس د پرېښتو ابليس اغوستی

پټ په غوږکې نهنکانو ته څه وايي .

په لاندې بيت کې هم نوح د يو سپيڅلي مشر په مانا راغلی، چې دده په نه شتون کې  غدارن ماڼوګان بېړۍ پر نهنګانو پلورې :

ماڼوګان يې خرڅوي پر نهنګانو

د بې نوحه بېړۍ څه سپيره لنګر دی .

ابابېل او ابرهه:

 د يمن مغرور واکمن ابرهه يو داسې کس و، چې غوښتل يې د خدای کور( کعبه) ورانه کړي او خلک خپلې لويې کليسا ته، چې ده په صنعا کې د القليس په نوم جوړه کړې وه راوبلي او په دې ډول مسيحيت خپور کړي . همدا و، چې په (۵۷۰ ـ ۵۷۱ )ميلادي کال له شپيته زره مجهز فوځ سره چې پيلان هم ورسره مله وو، پر کعبه هجوم وروړ؛ خو چې کله کعبې ته نږدې شول، خدای پرې ( ابابېل) مرغان راولېږل، چې په مښوکو کې يې د (سيجيل) کاڼې وې، پر اصحاب الفيل يې دغه کاڼې وورولې، چې ټول فوځ لکه خوړل شوي واښه (کعصب مآکول) وګرځول شول، چې دښتې ددوی پر مړو ډکې شوې . سوره فيل هم په قرآن کې په دې موخه راغلې چې د قريشو سردارانو ته پيغام ورکړي، چې د محمد(ص) له ځورولو لاس واخلئ، ګنې پايله بو مو د ابرهه او دهغه د لوی لښکر په څېر وي .

 د ابابېل او ابرهه کېسه هم د شعر لپاره ډېر څه لري، لکه : د کعبې ورانول، پيلان، د ابابېل مرغان، د ابابېل د مښوکو کاڼې، د ابرهه د لښکر هلاکيدل او . . . چې دا هر څه يې په شعر کې د سمبول پر ځای کارول کېږي . شاعران هم هڅه کوي، چې خپل مخاطب ته تر ټولو قوي او منل شوی استدلال راوړي، چې د مخاطب پر زړه اوخيال ژور اغېز وشيندي.ابرهه  او ابابېل  د شعر مهم کرکټر ونه دي او پېښه يې دشعر يوه مهمه موضوع . هرشاعر ابرهه اوابابېل ته د خپل خيال له کړکۍ نه ګورې،  د وخت پساد خوررونکو اويرغلګرو ته هر وخت دا کېسه وريادوي .

کاروان صيب ازادۍ غوښتونکو او سپيڅليو مجاهدينو ته د ابابېل سمبول کارولی او يرغلګر ته د ابرهه .   په لاندې بيت کې د يو چا بې وسي ښيي، چې له کعبې (وطن) يې د ابرهه او د ابرهه په څېر پيلان راتاوشوي دي، او د دوی سجدې په تېزۍ (منډه منډه) د ابابېلو لټون کوي :

پيلان د ابرهه دي له کعبې نه راتاو شوي

لټون د ابابيلو کړي سجدې په منډه منډه

وايي ابرهه چې کله طائف ته رانږدې شو؛ نو د بني ثقيف قبېله وويريده، چې هسې نه ابرهه زمونږمعبد(لات) وران نه کړي، يو هيئت يې ورولېږه ورته وی ويل، چې زمونږ بتخانه مه ورانوه، ته چې د کوم عبادت ځای لپاره راغلی يې هغه په مکه کې ده . زمونږ معبد مه ورانوه، مونږ به دلارښوونې لپاره درسر څوک ولېږو، ابرهه ددوی غوښتنه ومنله بني ثقيف قبېلې د ابو رعال په نوم يو کس ورسره ملګری کړ، نوموړی کس چې کله مکې ته نږدې شو په لاره کې مړ شو، وايې عربو به تر ډېرې مودې پورې دده قبر دده د خيانت له کبله په تيږو ويشتو او بني ثقيف قبېلې ته به يې هم په سپکه سترګه کتل .

په لاندې نظم کې هم د خپل ولس يو ګوډاګي او وطن پلورې ته اشاره شوې، چې دهيواد خپلواکۍ غوښتونکو  (ابابېل) ته لومي غوړوي، ابرهه او پيلانو ته يې لارې پرانيزي، چې تنکي زړونه د پيلانو تر پښو لاندې کړي، او په وطن کې تالان ګډ کړي چې د سپيڅليو وګړو سپيڅلي کړه له منځه يو سي او خپلې شومي ارادې پکې پلې کړي :

سېل د ابابېلو ته دې لومې غوړولي دي

لاره ابرهه ته جوړوې چې پېلان راولې

ډېر به تنکي زړونه د پيلانو تر پښولاندې کړې

ژوبلې به سجدې کړې په کعبه به تالان راولې .

***

دوام لري

2 thoughts on “د کاروان د شعر سمبوليک کريکټرونه/ نورالله غازي يار”
  1. غازي یار صاحب ښایسته لیکنه ده.
    نثر دې ښکلی او هنري دی.
    که دا ځینې املايي تېروتنې یې سمې کړې، نور به هم ښایسته شي:
    منځوي / منزوي
    سحنې / صحنې
    تېروزي / تېروځي
    حرس / حرص
    کاڼې / کاڼي مفرد یې کاڼی دی او دا مذکر نوم دی

  2. مقاله باندې خواري شوې. مګر په کې ياد شوي کرکټرونه يو هم سمبوليک نه دی. درست حقيقي کرکټرونه دي. بله خبره دا ده چې له تکرار سره خپل ماهيت بايلي او کليشه ځنې جوړېږي. کاروان په “چنار خبرې کوي” نظم کې چنار کلمه د خپل جنګ ځپلي او غمځپلي هېواد له پاره سمبول کړې او نوښت يې کړی. خو تر هغه نظم پرته يې چې هر چېرته بيا “چنار” ذکر کړی، نو وګڼئ چې سمبوليکه افاده نه ځنې کېږي. په استعاره او تلميح د سمبول ګومان نه دی په کار.

ځواب ورکول سليم سباوون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *