تاند- داعش تروریستي ډلې په ننګرهار کې د سې شنبې د ورځې د خونړۍ – بې رحمانه حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې تروریستي ډلې پخپله اعماق ویبپاڼه کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
د ننګرهار د کامې ولسوالي په پروني برید کې، چې د ولسي جرګې لپاره د کاندید عبدالناصر مومند د انتخاباتي کمپاین په غونډه کې وشو، ۳۵ تنه شهیدان شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼی وايي چې مومند ژوندی دی.
افغان چارواکو پرون د شهیدانو شمېر ۱۳ او د ټپیانو شمېر ۳۰ تنه ښودلی و خو وروستي معلومات ښيي چې ۸۵ تنه شهیدان او ټپیان شوي دي.
اسلامي دولت یا داعش تروریستي ډلې سږ کال په ننګرهار کې بې شمېره تروریستي بریدونه کړي چې په لړ کې یې په سلګونه تنه شهیدان شوي یا ټپیان شوي دي.
سعودي غربستان، ترکیې او پاکستان دا برید په کلکه غندلی دی.
SAUDIA ARABIA/TURKEY&FUKISTAN ALL THREE ARE SAPORTER OF TERRORISM AND THEY INVOLVED IN TERRORIST ATTACKS .