تاند- د کاناډا د تابعیت او مهاجرت وزیر کریس الکساندر وايي، کاناډا او متحدان یې باید د پاکستان په وړاندې ګډ او متحد دریځ خپل کړي ځکه دا هیواد د ترهګرۍ ننګه کوي او د نړۍ امنیت ګواښي.

د کاناډا د سي بي ایس نیوز تلویزیوني چاینل د راپور له مخې ښاغلي الکساندر د دغه تلویزیون په یوه ځانګړې خپرونه کې د خبرو په مهال په افغانستان کې د کاناډا د رول په اړه وویل چې په وروستیو کلونو کې یې دا حقیقت درک کړی دی چې پاکستان د افغانستان د ستونزو لوی عامل دی.

الکساندر، چې پخوا په افغانستان کې د کاناډا سفیر و، وویل:« په افغانستان کې به د طالبانو او القاعده په شان ډلو پرضد جګړه هیڅکله بریالۍ نه شي ځکه چې دا جګړه د پولې له پوري غاړې کېږي چې پاکستان یې ملاتړ کوي.»

ده همداراز وویل:«دا له دولتي ملاتړه برخمنه ترهګري ده. په پټه یې ملاتړ کوي، ورڅخه انکار کوي. حتي لوېدیځوال شناندي د پاکستان د مداخلې په اندازې هومره نه پوهېږي چې موږ ته څرګنده ده.»

ښاغلي الکساندر، چې د (he Long Way Back: Afghanistan’s Quest for Peace) تر سرلیک لاندې یې یو کتاب هم لیکلي دی، د طالبانو په وړاندې د افغانانو د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

ده په عین حال کې د کاناډا له متحدانو په کلکه وغوښتل چې له پاکستان سره مقابله وکړي.

ده وویل:«موږ ته پکار ده چې د پاکستان په وړاندې متحد دریځ غوره کړو. د پاکستان ملکي حکومت د پوځ پر پالیسۍ، ستراتیژۍ… او هر هغه څه چې پوځ او استخبارات کوي، کنټرول نه لري.

د کاناډا د تابعیت او مهاجرت وزیر وویل چې پاکستان له کلونو راهسیي له دې سره سره د ترهګرو ملاتړ ردوي چې په ښکاره د القاعده په شمول ترهګرې دلې د دغه هیواد په خاوره کې مېشتې دي او په نړۍ کې ستونزې پېښوي.

ښاغلي الکساندر وویل چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د پاکستان د وضعیت په اړه اقدام وکړي ځکه چې د دغه هیواد ستونزې د نورو سیمو، لکه سوریې او عراق له ستونزو سره تړلي دي. ډېر جهادیان او ترهګر له پاکستانه دغو هیوادونو ته ځي.

سي بي ایس وايي چې د افغانستان پولو ته څېرمه د پاکستان قبایلي سیمې له کلونو راهیسي د ترهګرو ځالې دی خو د الکساندر په وینا حتي د پاکستان د حکومت ځیني چارواکي له دې خبر نه دي چې د دغه هیواد پوځ او استخبارات څومره له دغو ترهګرو سره نژدې اړیکې لري.

ده د نیویارک ټایمز وروستي راپور ته اشاره وکړه چې له القاعد ه سره د پاکستان د اړیکو او د اسامه بن لادن پر پټولو متمرکز و.

د کاناډا د تابعیت او مهاجرت وزیر وویل چې د پاکستان حکومت به ووايي چې پر پوځ او آی ایس آی کنټرول نه لري، د طالبانو او نورو ترهګرو ملاتو په داسي سیمو کې کېږي چې حکومت پرې کنټرول نه لري او هغه سیمې د پوځ او آی ایس آی له لوري اداره کېږي. د پاکستان خلک هم نه پوهېږي چې دا کار کېږي. خو باید وویل شي چې طالبان د پاکستان د پوځ له لوري روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او تمویلېږي. او دننه په پاکستان کې هم د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلو سبب کېږي.

په افغانستان کې د کاناډا پخواني دیپلومات او د کاناډا د ځانګړو پوځیانو همږغوونکي ډیویډ مولروني وویل چې د ښاغلي الکساندر څرګندونې د کاناډا د حکومت رسمي دریځ ښيي. باید په دې لړ کې اقدمات وشي او د پاکستان پر ضد سخت دریځ غوره شي.

ده وویل:«سبا په اسلام اباد کې زموږ سفارت د عادي وخت په شان چلن نه شي کولی. موږ له پاکستان سره په همدې شکل همکاري نه شو کولی. باید یقیني کړو چې له پاکستان سره زموږ پوځیان او امنیتي ځواکونه د پخوا په شان خبرې اترې او اړیکې نه شي لرلی. موږ باید دا مسله جدي وګڼو.»

د اوټاوا پوهنتون د نړیوال امنیت او حکومتوالۍ د څانګې څېړونکي رولانډ پاریس د الکساند څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې دا به د کاناډا پر بهرنۍ پالیسۍ ژور اغېز ولري.

3 thoughts on “د کاناډا حکومت وايي، پاکستان د دولت په کچه د ترهګرۍ ملاتړ کوي”
  1. Dear Alexander,
    You are a great, honest and good person and based on your practical experience you have shared all information in the world which is 100 % truth and all politicians of the world have to know the truth and take a strict and strong decision against Pakistan government.

  2. دكانا دا دتابعيت أو مها جرت وزير كا ملاء صحيح رابور تهيه كري بايد عملي بنه غوره كري اوكه عمل بري نكوي دافغانستان او جهان سره لوي خيانت دي .

    حبيب الله جلالزوي

  3. اغلی الکساندر
    امریکا هم په دي پوههیږي خو ولي ته باید په دي هم پوهه شي چي دغه ترهګر د پاکستان له لوري تربیه کیږي او تشویقیږي بلکه اصلي منبع یی په خپله امریکا ده مالي لګښت ددي ترهګرو په خپله د امریکا له خوا ورکول کیږي
    پاکستان خو د ډمي شکل لري چي څوک ورته پیسي وخوځوي هم هغه ته ناڅي پاکستان له هغه لګښت څخه چي د ترهګرو د روزلو لپاره ورکول کیږي کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه پاکستان دهغي یواندازه فیصدي په ترهګري مصرفوي او یوه اندازه یی په خپله ښه کوي امریکا به ستا خبره بلکل ونه مني او غالب ګمان کیږي چي ستا خبري رد هم کړي
    خو بیا هم په غرب کي ته یواخيني شخص وي چي د ترهګري اصلي مبع دي روښانه کړه او یو اقدام دي وکړ
    کیدای شي چي امریکا په دي پروګرام کي له کاناډا سره مشوره نه وي کړي نور یی ټول متخدین په دي پروګرام خبر دي خو څه نه وایی پښتو کي یو متل ده وایی که څه وایی جانی کډه کوي

ځواب ورکول ((سعدالله (( دیدن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *