تاند- کاناډايي رسنۍ وايي چې په اوټاوا کې یې د افغانستان د شارژدافېر او سرپرست سفیر د زوی د جنسي تېري قضیه دې ته ځنډولې چې پولیس د افغانستان له حکومت څخه له تورن سره د خبرو کولو اجازه واخلي.

په کاناډا کې د افغانستان د شارژدافېر او سرپرست سفیر نادر یما زوی په دې تورن دی چې پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ، چې د کاناډا تابعیت لري او زده کوونکې ده، د سفیر په موټر کې دننه جنسي تېری کړی دی.

د کاناډا د نشراتي شبکې (CBC) د راپور له مخې، د نړیوال پروتوکول له مخې، د کاناډا د نړیوالو چارو ادارې هڅه وکړه چې د دیپلوماتیک مصونیت د لرلو لپاره په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت څخه د اوټاوا د پولیسو لپاره اجازه واخلي چې د افغان دیپلومات له زوی څخه تحقیقات وکړي.

د دې شبکې د راپور پر اساس په وروستیو کې د نړیوالو کانالونو له لارې له افغانستان څخه اجازه واخیستل شوه خو د افغان دیپلومات زوی یو مشهور مدافع وکیل ځان ته ګومارلی چې تراوسه پولیسو ته اجازه نه ورکوي چې له هغه څخه تحقیقات وکړي.

د کاناډا نشراتي شبکه وايي چې د تورن د نیولو لپاره اوس دوهمې اجازې ته اړتیا ده او پکار ده چې د کاناډا د نړیوالو چارو اداره بیا په دې قضیه کې ښکېله شي.

د کاناډا پولیس وايي، تر څو چې دوسیه بشپړه شوې نه وي، تر هغو د دې قضیې په اړه څه نه وايي.

د کاناډا نشراتي شبکه وايي چې په اوټاوا کې یې د افغانستان له سفارت سره هم تماس ونیوه خو سفارت له څه ویلو ډډه وکړه.

د دې قضیې په اړه پژواک خبري اژانس ویلي چې په کاناډا کې د افغانستان د سرپرست سفیر نادر یما زوی د خپل پلار په موټر کې پر کاناډايي نجلۍ تجاوز کړی دی.

دې اژانس ته باوري سرچینو ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ د میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې شوی دی.

د سرپرست سفیر زوی مهدي ارش نومېږي او اتلس کلن دی. نوموړی د دې جرم په خاطر له ښوونځي ایستل شوی دی.

2 thoughts on “د کاناډا پولیس د افغان سرپرست سفیر د تورن زوی د نیولو لپاره د افغانستان اجازه غواړي”
  1. که دا سفیر د مسلمان او د انسان زوی وی نو باید خپل زوی پخپلو لاسو د کور په زېر خانه کی وځړوی او اعدام ئې کی

  2. Let’s be fair with justice recommendation which often is an eye for an eye. Since when modern world hang a man for sexual advances ?

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *