مرکچيان: عصمت الله زهير او صادق ژړک
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴
(یادونه : د محترم لایق صاحب سره دا مرکه په کال ۲۰۰۸ء د پېښور په حیات اباد کي د صوفي جمعه په کورکي د عصمت الله زهير او صادق ژړک له لوري سوې ده چي په لومړي ځل په (لمبه کوټه ) کي چاپ سوې ده ، د دویم ځل لپاره یې د بدلون اخبار په مرسته لوستونکو ته وړاندي کوو )
زهیر: لایق صاحب که د خپل ادبي ژوند په اړه څه راسره شریک کړې؟
لایق صاحب:زه خو کوم ادیب هم نه یم خو متصادفاً په افغانستان کي تقریباً موږ ټول دغسي وو، حتیْ دغه لوی کسان چي زه هغوی ته اعتقاد لرم لکه الفت صاحب، بېنوا صاحب، حبیبي صاحب دوی به هم داسي ووچي په تصادفي توګه هغه مینه چي د غرېزې په حیث په پښتانه کي له ژبي او ادب سره موجوده ده ، هغو به تبارز وکړ، او دوی به پرې شروع وکړه وروسته به پسې کتابونه سول ، لوی سوه مشهور سول او په افغانستان کي هم سیاسي زمینې مساعدي سوي :
وې چي دغه محرومه او یتیمه ژبه دي هم یو ځای ولري زه هم دغسي یو خود پرورده سړی یم ، زما پلار فاضل سړی وو ، لوی سړی وو ، کله کله لما نه چي دا ژورنالستان پوښتنه کوي چي تا دا زدکړه چیري کړې ده ؟ او ته د دا مسائلو سره څنګه اشنا سوې ؟ زه هغوی ته وایم چي زما تر ټولو لویه یونیورسټۍ د خپل پلار حجره وه چي هغه خپله یو روحاني سړی وو، لاکن په دغه وزیرستان کي د امان الله خان په وخت کي د دې انګرېزانو سره هغه تقریباً لس کاله پرله پسې د وزیرستان د مبارزینو په قطارونو کي وجنګېده او دلته یې چي کوم سپین ږیري خلک لا پاته دي لا یې هم یادوي او انعکاس لري نو هغه هم په دیني مواردو کي او هم په قومي مواردو کي چي د پښتنو ټول دودونه او دستورونه وریاد وه، خپله هم د هغو یو سپین ږیری وو ، او هم په اسلامي مسائلو کي چي ده ژوند ټوله د هغه لپاره وقف کړی وو، د ده له کړکۍ نه د دې مسائلو سره اشناسوم، د ما په یادیږي ده راباندي د رشید بیان کتاب لوستی وو، چي زموږ په کلي کي به د ځینو داسي کورنیو چي هلته به د علم و معرفت سره څه اشنایي وه، موږ خو قبایل وو، دا شیان په موږ کي کمزوري وو، نو دا رشید بیان به اکثره انجونو لوست ما باندي هم پلار لوستی وو، چي دا ولوله ، دا ښه شی دی او د رحمان بابا دیوان مي هم یادیږي چي په ما یې ولوست ، او په فارسي کي یې په ما باندي د حافظ دیوان ولوست او داسي پوخ یې راباندي ولوست چي اوس هم زه کوم مثال څه شی راوړم، د حافظ شعر مي خولې ته راځي ، دغسي له ادبیاتو سره زه اشنا سوم، بیا چي کله زه ولاړم په درس مي شروع وکړه او پلار راوستم په مکتب کي یې واچولم ، او بیا مي مکتب تر شپږم صنفه پوري ووایه ، او بیاد شریعاتو یوه مدرسه وه هغې ته ولاړم ،له علم سره له خلګو سره له عالمانو سره اشناسوم، او ما خپل لومړنی شعر د مکتب په درېیم صنف کي ولیکه، او په یو مکتب په یو کنفرانس کي مي ولوست، او زه هغو استادانو ډېر تشویق کړم، او زما هغه شعر او د دغه کنفرانس رپورتاژ د انیس په اخبار کي چاپ سول دا چي هغه کال اوس لمانه هېر دی ، خو زه د مکتب په درېیم صنف کي وم نو داسي کوم خاص شی چي زه په هغه باره کي وویلی شم یا ما په ادبیاتو کي چي وروسته مي البته د ادبیاتو فاکولته هم ولوستله ، ورغلم خو هغه داسي نه وو چي زه دي په خپله خوښه ورغلی یم، زه یو بدنصیبه سړی وم،چي د سیاست په رابطې کي به همېشه له ښوونځي نه وروسته په مدرسه کي هم زه له دوولسم صنف نه اخراج سومه او بس هرچیرته به چي تلم ، د هغه ځای نه به یې ایستلم ، شړلم به یې البته ښه نه دي لږ، چي د ځان صفت کیږي ، زه هیڅ وخت په خپل ژوند کي دویم نمبر مانه دی راوړی ، زه همېشه د خپل کلاس اول نمبر سړی وم ، میله یې هم نو یو شی لیکې ، دا ډېر ښه لیکې ، خو زه تر اوسه هم نه پوهیږمه چي هغه به ښه وي که به نه وي ښه، پرې لګیایم .
زهیر: محترم لایق صاحب دا وخت کوم ادبي کارونه تر لاس لاندي لرې او په اینده کي کوم کارونه په نظر کي لرې ؟
لایق صاحب:زه خو اصلاً چي کله مهاجر شوم په درې نوي کي زه ولاړم آلمان ته او هلته ومنل شوم ، ډېر جنجال یې نه درلود، او په هغه ځای کي چي د دې د پاره چي دا د مهاجرت عمر پر ځان لږ اسانه کړم، نو ما ادبیاتو ته مخ ور واړاوه، او خپلو سیاسي ملګرو ته مي وویل چي ما خو د سیاست حق ادا کړی دی او هغه دا هغه زموږ هاهو چي سر ته نه رسیده ، شاید چي زموږ په روشونو کي به نواقص وو، زموږ په ذات کي به نواقص وو، او واقعیت هم دغسي دی چي موږ یو ملت په ځان پسې سرګردانه کړ، لاکن هغه لاري چي موږ باید خلاصي کړي وای ، موږ خلاصي نه کړای سوې ، موږ خپل اولس ته پړ یو موږ د افغانستان ټولو خلکو اولسونو ته پړه یو او موږ پښتنو ته خصوصاً چي د هغوی د ژبي او د ادبیاتو د فرهنګ کار مخامخ را د غاړي وو، هغو ته بیخي ډېر ملامت یو ، نو هلته زه بیا پر دې کښېناستم چي دا لیکه او دا لوله ، ماسعیه وکړه چي د خپل جهل سره مبارزه وکړم ،هغه څه چي مي نه دي زده ، هغه په ازادو مطالعاتو کي خپل کړم ، نو یو څه کتابونه مي را ټول کړه، په دباندنۍ دنیا کي دا منابع چي موږ د هغه نه کسب فیض کوو یا فیض ترې اخلو هغه کتابونه هلته نسته ، په دې اواخرو کي له ایران یا ځینو ژوندیو شرقي هیوادونو نه چي هلته آثار را رسېدل د هغو نه مي استفاده کوله ، د پښتو څپه ډېره ضعیفه را رسیږي ، د پښتو په ژبه کي اوس هم هغه فرهنګي منابع او مواد چي باید وای او باید وي هغه ډېر محدود دي.
موږهم په خپل وخت کي ونه سو کولای د جنګونو په وجه چي دغه مسلې ته او دې موضوع ته فکر وکړو، یا په دې عمل کي وکړو ګام اوچت کړو، نو بیا یو څه کتابونه د دوستانو اشنایانو ملګریو په بین الملل کي ځیني دوستان سته چي خارجي خلګو کي ځیني دوستان وو، اشنایان وو د هغوی په کومک باندي څه کتابونه راټول کړل نو زه هغوی ته کښېناستم ، نو شعر خو داسي یو شی دی چي زه یې اکثره چي لیکم د هدف او د مقصد په حیث یې نه لیکم، کله چي ډېر تنګ سم ، دا ماته یو داسي شی دی لکه یو شوقي د موسیقي چي موسیقي اوري ، زه که د بل چا شعر هم اورم دغسي خوند پرې اخلم، خپل هم چي پرې لګیایم ، دغسي خوند پرې اخلم ، یو تفریح ورسره کوم، نو بیا خو په هغه مطالب او مقاصدکي ښه مطالب او مقاصد راسي او ښه شعري تصویرونه او په هنري لحاظ باندي هغه اراسته او پیراسته شی وي ، نو سړی پرې خوشالیږي چي دا به خلګو ته خیر ورسوي ، نو بیا زه چي طبعاً په ادبیاتو کي هم له سیاست نه ځان نه سم خلاصولای هغه په فارسي کي یو متل دی ، چی از کوزه همان تراوت که دراوست ، له منګي نه هغه شی راڅاڅي چي پکې وي ، چي نه یي پکې هغه خو نه ترې راڅاڅي ، نو هغه شعرونه هم کله داسي سي چي زه یې لیکم او سیاست پکي داخلیږي ، هغه سیاست خپل موافقین او مخالفین لري او ماته هم یو فضا د شخړي د بحث او د صحبت را پیدا کوي ، نو کتابونه خو مي داسي منظم نه دي خپاره سوی خو یوکتاب مي په نوم د سپرغکي په سویډن کي ځیني کسانو چاپ کړ، او هغه په یو داسي یو اتحادیه کي چاپ سو، د پښتو اثر دی چي هغه د ازبکانو فرهنګي اتحادیه ده، زیاتره پکي دوی دي د سمنګان خلګ دي ، د هغوی دي کور ودان وي ، دا کتاب یې هم چاپ کړ او د بادبان کتاب زما چي یو وخت په فارسي کي چاپ سوی وو، هغه هم دې اتحادیې دویم ځل چاپ کړ، او هلته یې وویشه نور کتابونه دلته نسته ، زما زړه غواړي چي هغه کتاب دلته په پېښور یا په کوټه کي چاپ کړم او د پښتنو لاس ته ورسیږي هغه ځکه چي زما مخاطبین اکثراً پښتانه دي چي دا ژبه لوستلای سي او استفاده ترې کولای سي نور ما ډېر آثار لیکلي دي اوس زه فکرکوم چي دلته راغلی یم او مخصوصاً په دې فرصت کي به زه چي د شعر په عرصه کي ماڅه لیکلي دي ، په برخو،برخو کي یې د کتاب په توګه چاپ کړم او نور کارونه تحقیقاتي علمي ادبي کارونو ته مي څه مخ ور واړاوه، نو د پښتو په فولکلورونو باندي ما ډېر کار کړی دی، په لنډیو باندي چا راته وویل چي دا چاپ کړه ، لاکن یو د هغوی حجم ډېر زیات دی او بل دا چي یوار یې څوک ولولي ، ولیدل سي ، وڅېړل سي ، د دې په نواقصو باندي زه پوه سم او بیا چي یې د کتاب په حیث چاپوم ، زه آماده یم او چي کله عزرائیل وخت راکړي ځکه چي زه اوس زوړ یمه ، ترخپل حق مي زیات عمر کړی دی ، پښتانه اکثراً هیڅ وخت دغه عمر ته چي زه رسېدلی یم نه رسېږي ، متوسطاً ډېر کم خلګ دغه عمر ته رسېږي او بیا زه خو په داسي خلګو کي وم چي د کورنۍ په لحاظ موږ یو ښه اقتصاد، یو ښه ژوند هم هیڅ کله نه درلود، ډېر عمر مي کړی دی او زه خو وایم چي عزرائیل به کله غږ کوي چي موږ خدای ته ووایو چي موږ حاضر یو څه چي تا امانت راکړی وو هغه بیرته در سپارو او که عزرائیل څه وخت راکي انشاالله وتعالیْ یو څه به نور هم وکړو، او په ادبیاتو زه به یې اوس څه درته اجزا شمارمه، خو هره موضوع چي زما توجه جلب کړي پرابلمونه ډېر زیات دي په ادبیاتو کي زه په هغه کار کومه ، او زیاتره په آخر د مهاجرت کي زما فارسي برخه کار محدوده سو، او زما د پښتو په ژبه باندي کار ډېر پراخ سو، او دلیل یې دا وو چي انصاف هم دغسي دی ، ځکه چي پښتو ژبي د پاره ډېر کم کار سوی دی ، زه نه وایم چي زما په کار به ټولي نیمګړتیاوي حل سي ، خو زه یو څاڅکی یم په دریاب کي هغه د یو څاڅکي په حیث غواړم خپله وظیفه اجراکړم .(نوربیا…)
هههه لایق صاحب بلا کانی دی را وکړی
چی وزیر وی تاهم پشتو نه ویله او په دفتر کی دی د پشتو دلیکلو ټایپ لا نه درلوده
اوس دا خبری ځکه راته کوی چی پشه دی په خپل پرتاګه کی ونشته
د مولا روی ته وګوره دا خپلو اولادونو ته ووایه چی په خپله ژبه ونه شرمیژی
دا نور پشتانه به خدای مهربانه دی یوڅه لا وکړی
لایق صا حب ته دهغه چا په صف کې ولاړ وې چې د اسلام او پښتو جرړې یې و ایستلې او د هغوی لخوا پیل شوې لړۍ تر او سه هم دوام لري.