د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د لومړني لیست په خپرولو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پر ځنډ نیوکه وکړه، ویې ویل دا مسله د ټاکنو بهیر ته ستونزې پېښولی شي.

د انتخاباتي شکایتونو ویندوی نادر محسني نن /یکشنبه/ وویل: د شکایتونو کمیسون ته تراوسه پوري د کاندیدانو په اړه لږترلږه شل شکایتونه شوي خو د کاندیدانو د لیست په خپرېدا کې د ځنډ له کبله یې ځینو شکایتونو ته ځواب نه دی ویلی.

د شکایتونو کمیسون وايي، دوی باید لومړی پوی شي چې څوک کاندید دي او څوک د نوماندانو له لیسته وځي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویندوی نور محمد نور پرون اعلان وکړ چې ګڼ شمېر کاندیدان به، چې د نوماندۍ په شرایطو برابر نه دي، د کاندیدانو له لیسته وایستل شي.

د ناتایید شویو راپورونو له مخې د دفاع پخوانی وزیر عبدالرحیم وردک، د ترانسپورت پخوانی وزیر حمید الله قادري، سرور احمدزی، حشمت غني احمدزی، نور رحمان لېوال، نادرشاه احمدزی، ډاکتر داود احمد احمدزی او احتمالاً ډاکتر زلمی رسول د هغو کسانو په کتار کې دي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون یې د کاندیدانو له لیسته پر ایستلو غور کوي ځکه چې دغه کسان د ولسمشرۍ د نوماندانو په شرایطو برابر نه دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون یوې سرچینې د نوم د نه یادولو په شرط تاند ته وویل چې ممکن لس یا یوولس کاندیدان له لیسته وایستل شي خو دې سرچینې د هغوی نومونه ذکر نه کړل.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون ویندوی نادر محسني د شکایت کوونکو د هویت د پټ ساتلو د ستونزې په اړه وویل:څرنګه چې په قانون کې ویل شوي چې پر شکایتونو غور باید علني وي او د شکایت د اورېدو په وخت شکایت کوونکی او هغه څوک چې پرخلاف یې شکایت شوی دی، حاضر وي، د شکایت کوونکو هویت پټ نه شي ساتل کېدای.

ده په عین حال کې وویل چې که ورته څرګنده شي چې شکایت کوونکي ته جدي خطر شته، په هغه صورت کې د شکایت کوونکي هویت نه افشا کوي.

ټاکل شوې وه چې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د شنبې په ورځ د کاندیدانو لومړنی لیست خپور کړي خو د دغه کمیسون د ویاند په وینا د دوه ګون تابعیت لرونکو په اړه د بهرنیو چارو وزارت معلومات ډېر ناوخته ورورسېدل.

2 thoughts on “د کاندیدانو د لیست پر ځنډولو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسون نیوکه”
  1. زما د معلوماتو له مخې به څوارلس تنه د کاندیدۍ له حقه محروم شي،په پورته ذکر شویو کسانو سربېره، به احدي او اسحاق ګیلاني هم پکې شامل وي، د نیکمرغۍ خبره داده چې اکثره پښتانه دي، خدای دې یې نور هم کم کړي…

  2. الله دی وکړی چی پورته پښتانه د ډاکټر اشرف غنی سره یو ځای شی. او د هغه نه ملا تړ وکړی.
    شمس

ځواب ورکول بریالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *