تاند- د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزیر داوود شاه سبا استعفا کړې خو د ده استعفا تراوسه ولسمشر غني نه ده منلې.

د داوود شاه سبا په اړه ویل کېږي چې د افغانستان د کابینې یو پاک او په عین حال زړه سواند او په کار پوه وزیر دی.

د کانونو وزارت ویندوی محی الدین نوري تایید کړه چې ښاغلي سبا ارګ ته استعفا لیک لېږلی خو له نورو جزییاتو یې خبر نه دی.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې ښاغلي سبا ولي استعفا کړې خو ویل کېږي چې ده د ولسي جرګې د غړیو په شمول د زورواکانو له لوري په خپل سر د کانونو پر لوټ اعتراض درلود او په دې برخه کې د حکومت د جدي مخنیوونکو اقداماتو غوښتونکی و.

راپورونه وايي چې سیا له هیواده بهر ته تللی او له هماغه ځایه یې ولسمشر غني ته استعفا لېږلې ده.

داوود شاه سبا په استرالیا کې لوړې زده کړې کړي او پخوا د یوې مودې لپاره د هرات والي و.

د ښاغلي سبا استعفا د افغانستان د ملي یووالي حکومت ته یو ګوزار بلل کېدای شي.

7 thoughts on “د کانونو وزیر داوود شاه سبا ولسمشر ته استعفا لیک لېږلی”
  1. سلام دوستانو په دي کي کوم خاص قضیه نشته د سبا صیب د استفا په هکله خو ولسمشر اشرغ غني تیر میاشت د وزیرانو په شورا کي د کابیني ټول غړي ته او والي صیبانو ته ویلي ده کومه باید ټول خپل کلني راپور وړاندي کي او کوم کسان چي اداري کمزور تیاوي لري د هغي نه وراندي چي د ارګ لخوا برطرف شي نو خپل استفا دي وړاندي کي

  2. سلام دوستانو په دي کي کوم خاص قضیه نشته د سبا صیب د استعفا په هکله خو ولسمشر اشرغ غني تیر میاشت د وزیرانو په شورا کي د کابیني ټول غړي ته او والي صیبانو ته ویلي ده چي باید ټول خپل کلني راپور وړاندي کي او کوم کسان چي اداري کمزور تیاوي لري د هغي نه وراندي چي د ارګ لخوا برطرف شي نو خپل استعفا دي وړاندي کي

  3. خدای دی تولوا فغانانوته هدایت دنیکی وکری او خدای دی ملی وحدت افغانستان ته راوری

  4. په دی خاوره کښی پاک خلک یا لیونیان کیږی او یا به هم ددی خاوری پریښودلو ته اړ کیږی هر هغه سړی چی په دی دوه سری حکومت کښی د کار ملا وتړی باید استعفا ورکړی ځکه د غلو او وطن پلورونکو سره به څه ډول کار وکړی او ع اوغ په دور کښی موږ ونه لیدل چی سپیڅلی سړی ده حمایه شوی وی ټول حکومت د غلو او رهزنو په لاس کښی دی د پارلمان وکیلان د یوی مخی ټول تجاران او بروکران دی ټوله ورځ یا په پروژو پسی او یا د خپلوانو په مقرریو پسی منډی وهی دوی دی موږ ته یوه لاسته راوړنه په ګوته کړی ټول ملیاردران شول ښه مثال یی عطاګی دی ولی له حکومت سره د هغی په لر ی کوولو کښی مرسته نه کوی زه حیران پردی یم چی دا زموږ خدای پرست او وطن پرست خلک څه شول یا دی الله دی خلکو ته هدایت وکړی او کنه الله دی داسی وباٌ ورته راولی چی اصل او نسل یی پاتی نشی ددی بچیان تر پلارانو غله او وط فروشه دی سم شاهی نظام راته جوړ کړی باید قدرت له یوه نسله بل ته ورکړل شی خلک نور ددی فاسد حکومت او دی فرعونانو نه وینی قی کوی

  5. دکار سری باید فرار و نه کری دوهمه مسله دا ده چی که سوک خپل کلنی راپور نه سی وراندب کولای په مخه یی شه

  6. ښاغلو : په اداره کی دایو منل شوی اصل دی که پاک اودکارسړی ویوی فاسدی اوناکاره اداری ته راشی هغه به یا ورسره فاسد او ناکاره کیږی اویا به یی داسی غورځه وی لکه یوتوپ چی دپاسه پر حساس سپرینګ راولویږی سپرینګ یی بیرته اتومات غورځوی . نوپه حقیقت کی همدا تجربه شوی اصل عملی شو . ځکه اداره معلومه فاسده ده نویابه سبا ورسره په فسادونوکی خاصتا دمعدنونو چی دافغانستان ترمځکی لاندی خزانی دی دبیرحمو چپاولګرو، غلو اوغارتګرو سره پدی چورکی مل کیږی اویابه همداسی وظیفه پریږدی ځکه تردی زیات کا رچون کوم امنیت اومصونیت یی نه لیدل کیږی نوهمدا یوه دتیښتی مناسبه لار یعنی استعفا شرافتمندانه اودعزت لاره ده . کاشکی هرڅوک اوهرمسول هم دادشرافت لاره دښاغلی دنن اوسباسرلوړی سبا لارغوره کړی .په درناوی .

  7. چې په کانونو چوراوتالان جوړ وی او په کنترول کې دولت هیڅ ونکړي اومافيا هرځای کې زورواکه وی نو داودشاه ، سبا به د څه شي راپور وړاندې کړي ؟په یوګل نه پسرلئ کيږي ، داچې ځوريږي اوڅه نشي کولای ، ښه ده چې کانونه هغه پلاراوځوی ته پريدي کوم چې دواړه وزيران تیرشوی او اوس د کانو ټیکه داران دي

ځواب ورکول Nasim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *