د لوړو زده کړو وزارت

تاند، دوهم تعقیب: یو هراتی ځوان احمد راشد د ۳۵۰ نومرو په اخیستلو د سږني کانکور اولنومره او د غزني دوه ځوانان یې دوهم او دریم نومره ګان شول.
د ۱۳۹۸ کال د کانکور پایلې نن چهار شنبه ماسپښین د لوړو زده کړو وزارت او د کانکور ازموینو د ملي کمېټې لخوا اعلان شوې.
د پایلو له مخې د هرات اوسېدونکی احمد راشد ولد نصیر احمد د سږني کانکور اولنومره او په ۳۵۰ نومرو د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
دغه رازد غزني اوسېدونکی سید سجادحسین ولد عبدالظاهر به ۳۴۶ نومرو د سږني کانکور دویم نومره او کابل طب ته راغلی.
ورپسې په دریم لمبر کې قاسم علي ولد خادم حسین هم د غزني اوسېدونکی دی چې په ۳۴۵ نومرو د کابل اقتصاد پوهنځي ته بریالی شوی دی.
سید شعیب ولد میرمحمد بیا د هرات هغه ځوان دی چې سږني کانکور کې په څلورمه درجه د ۲۴۵ نومرو په اخیستلو د کابل طب ته بریالی شوی او الهام الله ولد محمدالله بیا د ۲۴۵ نومرو په اخستلو سره د کابل اوسېدونکی دی او کابل طب پوهنځي ته بریالی اعلان شوی دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د سږني کانکور د پایلو د اعلان پر مهال خبري کنفرانس ته وینا کې وویل، سږ کال ۱۷۹ ۳۲۹ کسانو کانکور ته نوملیکنه کړې وه چې له دې منځه ۱۷۴ ۸۷۱ کسانو ازموینه ورکړې ده.
د نوموړي په خبره له دې منځه ۶۱۷۹۹ کسان لوړو زده کړو او ۷۱۸۷۷ کسان بیا خصوصي پوهنتونو ته ورکړل شوي دي.
د بالاکرزي په خبره سږني کانکور نه ۱۵۱۳۰ کسان د نیمه لوړو زده کړو دولتي ادارو ته بریالي شوي خو پاتې ۲۰ زره کسان بې نتیجې دي.

2 thoughts on “د کانکور پایلې: لومړي ۵ کسان هراتیان او غزني وال دي”
  1. سلام
    سلام د وطن پر هره مظلومه لویشت او پر هر مظلوم فرد
    او لږ غوندی خاص سلام پر لایقو او ځیرکو ځوانانو کوم چی په کانکور کی ئی برخه اخیستی ده او کوم چی بریالی سوی دی او کوم چی په ښو نمرو بریالی سوی دی او هغوی چی نه دی بریالی سوی د یأس او نا امیدی پر ښامار باندی ئی د بریالیتوب په هیله.
    د وطن لویشت لویشت د هر افغان یوه ملی – معنوی شتمنی ده او هر ګُلالی ځوان د ټولو وطنوالو ورور او خور ده
    هیله ده د کانکورونو پایلی او په هغی کی د بریالیو ځوانانانو بریا د ځینو ګرانو وطنوالو د احساس په نړۍ کی د ځینو منفی (سمتی – تباری )څپو د ایجاد او یاغیتوب سبب و نه ګرځی او په ضمن کی بریالی ځوانان خپل بریالیتوب د افغان مظلوم وولس د فرد فرد بریالیتوب وګڼی او د راتلونکی خدمتونو انګیزه ئی هم کاملاً انسانی- ملی وی چی مطمئناً همداسی به وی
    بله دا چی هیله ده زموږ لایق او با استعداده ځوانان د هغو خائنانه مقناطیسونو د عملئی څخه په امان وی کوم چی د ښکلو مغزونو د فرار زمینه ئی خپلو قطبونو ته عیار کړی ده او هیله ده چی زموږ ټول با استعداده ځوانان تر اته نوی کلنی پوری په همدی خپل وطن کی ځپلو خلګو ته د خدمت توفیق تر لاسه او د بی پایانه اجرونو خاوندان سی

ځواب ورکول فولاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *