تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له هغه پرېکړه لیک سره موافقه وکړه چې پر اساس یې د سوریې د حکومت پرضد له پوځي قوې څخه کار اخیستلو ته اجازه ورکول کېږي څو د سوریې رژیم له کیمیايي وسلې څخه نه کار اخیستلو ته مجبوره شي.

د لوېدیځو مطبوعاتو د راپورونو له مخې، دا پرېکړه لیک د امریکا مځکنیو ځواکونو ته د جنګي عملیاتو اجازه نه ورکوي او د هر ډول اقدام لپاره یې ډېر تر ډېره  ۹۰ ورځې وخت ټاکلی دی.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د پرېکړه لیک له متن سره تېره شپه ناوخته وروسته له دې موافقه وکړه چې د ورځې یې پر دې موضوع بحث وکړ.

پرون د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له کانګریسه غوښتي و چې د سوریې پرضد د محدودو پوځي عملیاتو پرېکړه لیک تصویب کړي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميټې استماعیه غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، نړۍ متحده ایالات څاري چې ایا دا هېواد به ظاهرا په سوریه کې د کېمیاوي وسلو د حملو په وړاندې، د ده په وینا پر وجدان حملې ته څه ډول ځواب وایي.

کري وویل، په دې کار کې ناکامي به تروریستان، ایران او شمالي کوریا زړور کړي. د دفاع وزیرچک هیګل وویل، پوځي حمله به وکولای شي چې د کېمیاوي وسلو د حملو په ترسره کولو کې د اسد د رژیم وړتیا کمزورې کړي.

کانګرس به راتلونکې اونۍ پرسوریې د پوځي اقدام په اړه رایې واخلي.

واشنګټن وایي، د اسد رژیم د اګست په ۲۱ د دمشق په لمنه کې کېمیاوي ګاز کارولی چې له ۱۴۰۰ زیات کسان یې وژلي دي.

2 thoughts on “د کانګریس کمېټې د سوریې پرضد له پرېکړه لیک سره موافقه وکړه”
  1. دمسلمانانو خاتمه راروانه ده پریوه ملک یرغل دالقایدی پبانه پر بل ملک داټمی موادو په خاطر اوپربل ملک حملی هم اټمی موادو بهانه کول دی تاسولږ فکر وکړی په افغانستان کی یی څوکړه اوپه عراق کښی څه روان دی اوس دمصر واردی ټول عمر لعین پرداسی ملک حمله کوی چی هغه ډیر کمزوری وی دالعین دایران سره ډیر ضور وواهه خوهیڅ یی ترلاسه نکړه

  2. ستاسو حبری ۱۰۰٪ حقیقت لری الله دی ده لعین په خپل عذاب کی گرفتاره کړی
    ده دی فقد دمسلمانانو سره ورانه ده دوی غواړی چی چیرته مسلمانان دی هغوی ختم کړی
    انشا الله الله به دوی ده تباهی سره مخ کړی مونږاونور ټول مسلمانان به ده الله نه ده سوال کوه
    چی دوی الله تباه اوبرباد کړی الله دی دی دی ته ښه ورځ نه ورکوی الله دی دوی ځلیه کړی

ځواب ورکول mohammadi safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *