تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د امریکا د کانګرس ۲۲ غړو د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو او دفاع وزیر مارک ایسپر ته په سرخلاصي لیک کې له طالبانو سره د سولې تړون په هکله انديښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو ژمنې له درواغو پرته هیڅ نه دي.

په دې لیک کې طالبان جوړجاړي نه منونکي بلل شوي او ویل شوي چې دغه ډله یوازې د امریکايي ځواکونو وتل غواړي، تر څو یو انحصاري اسلامي امارت جوړ کړای شي.

په لیک کې له امریکا غوښتل شوي چې طالبانو ته دې له افغانستان څخه د بشپړ خروج ژمنه نه ورکوي، ځکه د کانګرسیانو په وینا طالبان له القاعده سره اړیکې لري او له هغوی سره خوا په خوا جګړه کوي.

په دې لیک کې له واشنګټن غوښتل شوي:
– له طالبانو سره هر ډول تړون باید عمومي نشر شي او پټ پاتې نه شي.
– حکومت نه شي کولی چې طالبانو ته د ترهګرۍ ضد ډلې نوم ورکړي او د امرکیا امنیت وګواښي.
– له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد د اطلاعاتو او استخباراتو هیڅ ډول ګډ مرکز نه جوړېږي.
– افغانستان کې باید د امریکا د ګټو سره مناسب سرتېري پاتې شي، د بشپړ خروج هیڅ ژمنه دې نه کېږي.
– طالبانو سره باید هر ډول هوکړه په دې شرط وشي چې دغه ډله به ټول القاعده مشران امریکا ته سپاري.
– د طالب بندیانو ژر تر ژره خوشې کېدل باید شرط نه وي.
– پر القاعده او حقاني شبکه دې بندیزونه دوام پیدا کړي.

دا به داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر ویلي وو له طالبانو سره تړون به کاملا مشروط وي او لومړیتوب به یې په کې دا وي چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل نه شي.

ټاکل شوې چې امریکا او طالبان سبا شنبه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړي چې ورسره به په کابل کې هم د امریکا، ناټو او افغان حکومت ګډه اعلامیه کې له افغانستان څخه د نړیوالو مرستو په دوام ټینګار وکړی.

One thought on “د کانګریس ۲۲ غړو پمپیو او ایسپر ته طالبانو سره د سولې تړون په اړه خبرداری ورکړی دی”
  1. مخکی می هم ویلی او اوس هم وایم چی د امریکا د دولت او کانګریس ضد و نقیض څرګندونی دا ښایی چی دوی سولی لپاره هیڅ ډول ژمنتیا نلری ځکه کچیری دوی له طالبانو سره جګړی ته ادامه ورکوی نو په قطر کی یو کلنه ناسته دی څه په معنا او د هغوی مصارف له کومه کیږی

    کله چی افغان ولس او افغان دولت ورته وایی چی پاکستان د طالبانو او حقانی شبکی کلک مالی او نظامی ملاتړی هیواد مګر همدا کانګریس او سپینه ماڼی ورباندی غوږونه کاڼه کړی خدای مو تل همداسی کاڼه لره او ژر تر ژره مو خدای د چین په شان په کرونا افتی مرض اخته کړ چی افغان ولس مو له عذابه او ظلم څخه خلاص شی

    ځکه امریکا د طالب په نوم دلته عام ولس بمبار کوی مګر هغه طالب مشران او جنګیالی چی د کوټی شورا او پیښور شورا کی شتون لری او ټوله نړی پری خبره ده ګونګ دریځ نیسی یعنی نړی ته داسی ښایی چی افغان ولس او افغان دولت درواغ وایی مګر کله چی دوی زیاتره طالب مشران له بګرام خوشی کوی پخپلو جنګی طیارو کی تر کوټی شورا رسوی یعنی دا پخپله ددی شاهدی ورکوی چی پاکستان او امریکا یو د بل ملاتړی دی یعنی امریکا دلته او هلته انسان وژنی لپاره راغلی ځکه خو د نړیوالی جنګی جرایمو محکمی مخه نیسی ترڅو نړی د دوی ۱۹ کلنی وژنی په اړه معلومات پیدا نکړی مګر کچیری دا ولس ژوندی وی او نړیواله ټولنه هر وخت راشی نوټول نړی به د همدی افغانستان د نشراتو شبکو له لاری د امریکا په ظلم باندی راپورنه جوړ او نړی ته وښآیی چی دوی بل قاتل ملګری پاکستان یعنی پنجاب هم دوی سره نظامی او تخنیکی او استخباراتی مرسته کړی کچیری سوله په حقیقی ډول راشی نو پاکستان سره به هم افغانان د تیر ۴۰ کلن کړی ظلم او زجر پوښتنه که هغه په لر پښتنو باندی وو یا بر پښتنو باندی شوی د نړیوالی محکمی په شتون کی وشی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *