پرون شپه مې مهترلام ښار کې له يوه پخواني ملګري سره وه . دا ملګرى مې په وروستي ځل د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو کلونو کې چې کابل پوهنتون کې محصل و، ليدلى و.
د شپې له ډوډۍ خوړلو وروسته مو د کمپيوټر په سکرين د رفيق شينواري په خواږه غږ کې د امير حمزه شينواري غزلونه واورېدل او بيا مو د ليوني فلسفي غني خان کلام د سردار علي ټکر له خولې واورېد.
ملګري مې ويل : ته خو هم شعر او شاعرۍ کې ګوتې وهې، دا غني خان ولې ملايانو پسې بد وايي؟ دا ګناه نه ده ؟
ما ويل : زه د غني مدافع وکيل نه يم ، خو دا کار يواځې هغه نه دى کړى ، رحمان بابا چې خپله لوى ديني عالم و هم ملايانو باندې نيش وار کړى ، د فارسي ژبې کلاسيکو شاعرانو چې خپله ملايان وو، هم دا کار کړى او علامه اقبال په شعرونو کې هم دا خبرې شته خو د هر چا انداز جلا دى .
ما ورته د بيلګې په توګه:
د هغه په لور يې سترګې وي ختلې چې په لاس کې سرسايه وي يا زکات
واعظان که اين جلوه بر محراب و منبر ميکند چون به خلوت ميروند ان کار ديګر ميکنند
زمن بر صوفي و ملا سلامي … او… بيتونه د بيلګې په توګه وړاندې کړل.
ملګري مې ويل : علما د انبيا وو ورثه دي ، د دوى په شان کې ګستاخي ګناه ده.
ما ويل : دا حديث شريف شاعرانو هم اوريدلى ځکه هغوى هم علماو وو، خو د هغوى هدف ټول ملايان نه دي ، منظور يې ريا کاره او هغه تش په نوم ملايان دي چې د اسلام له سپيڅلي دين څخه سم برداشت نه لري ، کنه ټولو ملايانو پسې خبرې کول خو رښتيا هم ګناه ده.
بحث اوږد شو، خو کومې پايلې ته ونه رسېدو.
که څه هم څادر مې پر مخ کش کړى و خو تر ډېره خوب نه راته، چې څنګه مې سترګې ورغلې، د لاوډ سپيکر شور شو او بيا په لوړ اواز ترنم شروع شو، فکر مې کاوه ، کمپيوټر چالان پاتې خو هغه هم ګل و.
بيرون ووتم ، د نږدې جومات _چې د ګڼو کورونو منځ کې دى _ له لاوډسپيکره غږ راته ، ساعت ته مې وکتل څلور بجې لا نه وې شوې.
نعتونه يو په بل پسي په لوړ اواز غږيدل.
لږ وقفه په کې راغله او بيا شروع شول، ملګرى مې هم راويښ شو، هغه چې د شپې د سردرد ګولۍ خوړلې وه ، بيا يي دردونه شروع شول، سر يې دواړو لاسونو کې نيولي و ، خو نعتونه هماغه شان چالان و.
شايد کسټ به ختمه شوې وه ، يو غير مترنم او ايکو داره اواز کې وويل شول : د دوکان پته ياده ساتـئ! ياده ساتئ! ، کباړۍ بازار شاته …. پېښور ښار.
ملګري مې سر راپورته کړ او بيا يې ورو وويل: زموږ هره شپه همدا حال دى، په دغه شان ملايانو والله که يو شاعر هم ملامت وي.
محمد نعمان دوست ، مهترلام ښار
د وږي ٢١مه ، ١٣٩٠
دوست صاحب!
دا یواځی متصوف شعرا ندی چی دعلماوو نه سرټکوی ، لدی نه چی دوی وارثان د انبیاء علیهم السلام بلل شوی –همدا مطلب هم احادیثو بیان کړی چی ډیر دروند مسؤلیت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم بل ځای کی فرمایی: فساد العالم فسادالعالم.
او همداسی قرآنکریم فرمایی:
مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا
حضرت سعدی د همدی آیت مفهوم داسی افاده کوی
علم چندانکه بیشتر خوانی – چو عمل درتو نیست نادانی
نه محقق بود نه دانشمند – چارپایی برو کتابی چند
آن تهی مغز را چه علم وخبر- که برو هیزم است یا دفتر
او دا هم افاده کیږی چی یوازی ډګری هم څوک وارث د انبیاء نشی ګرځولی
او نور کثیر آیات او احادیث شته چی علما وو مسؤلیتونه ورکی روښانه او غفلت یی تباهی بلل شوی لکه د یو حدیث شریف مفهوم داسی را یاد دی چی که د امت ،امرا او علما فاسد شی نو اسباب د تباهی د ټول امت برابریږی او نور ډیر…
تاسی کوری زموږ دوه مسلمان ګاونډی چی موږ وژنی او شرارت کوی او منطقه او نړی یی نا امنه کړی هغه علما د شریر حکومتونو او استخباراتو سره ملګری او د دین په لباس کی شرارت کوی چی استخبا رات یی استعمالوی نو دی ډول علماوو ته ورثة الانبیاء نه بلکی هغه خلک دی چی فساد او شر خپروی خو لباس او نوم یی دینی دی چی دا له خدای ،رسول او امت سره خیانت دی.
ورثة الا نبیاء هغه علماوو ته ویل کیږی چی د امت ، سلامت او عزت غواړی، دمؤمنانو ترمینځ د جګړی په صورت کی بلاوقفه صلح کوی او د امت لپاره شر نه غواړی او د امت صادق سپاهی او خادم وی او د امت د قضایاوو په اړه اوله خبره کوی، دنباله رو او بی غیرته نه وی او نور ډیر میړنی او شجاعانه خصوصیات اونور عالی سجایاوی.
کلاب انفس او د اتخباراتو سپیان نه تنه علماوو ته توهین حتی انسانیت ته توهین دی او هغه چی دمکرویان پیښی غوندی ماشومان ،ښځی، او ملکبان حلالوی دوی باندی بیا سپی هم شرف لری او داسی کار سپی هم نکوی ځکه
ومن لم یحکم بما انزل الله فاولائک هم الکافرون