په تور پړوني کې پوښلې ميرمن له خپل ماشوم او يوبنډل کاغذونو سره، چې دا يې د خپلې بې وسۍ او حق غوښتنې وړانديزونه بولي، اوس په دې خوارۍ ده، چې څنګه د خپل ژوند لورى معلوم کړي، سپوږمۍ وايي د ولسي جرګې پخواني غړي سره يې واده هم حيرانونکې کيسه وه .

  خپلوانو وتښتوله او څه موده وروسته يې سر دامن خونې ته ورسېده، د امن په خونه کې پرې څو وارې دجنسي تېري هڅه وشوه، خو د خپلې شکنجې په بدل کې يې ځان وژغوره، هغه دامن په خونه تور لګوي، چې د مافيايي کړيو په ولکه کې دي.

  سپوږمۍ وويل له ځورونې او تېريو وروسته يې لار پيدا کړه، چې عدلي او قضايي ادارو ته عريضه وکړي، د دوى کورنۍ عريضه وکړه او کبير رنجبر ونيول شو، رنجبر زه خپله مېرمن وبللم او زما کورنۍ هم په  دې خوښه وه، چې داسې وشي او په خپله کولتوري ټولنه کې دهغې په خبره له ” پېغوره” خلاصه شي.

 هغه وايي دوه مياشتې يې وساتلم او بيا يې پر لويه لاره خوشې کړم، اوس چې له رنجبره زوى هم لرم، حيرانه يم چې څه وکړم؟ په محکمه کې يې ميرمن شوم اوبهر ګدارګره.!

     زما سره دنکاح په پلمه هغه له بنده خوشې شو، خو وروسته يې ماته د يوه انسان ارزښت هم رانه کړ، سپوږمۍ وايي حکومت دې عدالت وکړي، که ما کوم جرم کړى وي، ماته دې سزا راکړل شي او که رنجبر ناعدالتي کوي سزا دې وګوري، مېرمن سپوږمۍ وايي د خپل ماشوم زوى راتلونکي ته انديښمنه ده، هغه وايي زه دې ووژل شم، خو ددې ماشوم د ژوند لپاره، خو دې څه وشي، سپوږمۍ ګواښ کوي که دولت يې غږ وانه وري، وسله مخاليفينو ته به ورشي او ترې به د عدالت غوښتنه وشي.

ملي باور ورځپاڼې ښاغلى رنجبر وموند، کله چې ترې د موضوع په تړاو پوښتنه وشوه ويي ويل:” دا زما فاميلي موضوع ده، دې کې څوک کار نه لري” خو ملي باورد خبريالۍ داصولو له مخې بيا وپوښت، دسپوږمۍ اداعاوې، چې موږ يې لرو ناسمې دي؟

 نوموړى خبرو ته چمتو شو او ويي ويل، چې دا زما د بدنامۍ يوه هڅه ده، دپاکستان د اي ايس اي په ګډون ځينې خلک زما د بدنامۍ لپاره لګيا دي، رنجبر خپله پخوانۍ نيونه د لوى څارنوالۍ اونورو عدلي او قضايي ادارو دسيسه ګڼله، د هغه له خولې ده چې دا فاسد نظام غواړي زما شخصيت ووژني.

   کبير رنجبر ونه ويل، چې ددغه مېرمنې سره يې چلند څنګه دى او ريښتيا يي هم بې برخيلکه پرېښې که نه ؟

 باور دوې ورځې پرلپسې مو د لوى څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي وپوښته، هغه د ورځې په رسمي ساعتونو کې تيليفون نه ځوابوه او  وروسته به يې پلمه داوه چې خبريالان بايد د دولت وياندويانو سره په نارسمي وختونو کې اړيکه ونه نيسي .

  شل کلنه سپوږمۍ په لومړي ځل رسنيو ته د يوې قرباني نجلۍ په ډول راڅرګنده شوه او لوى څارنوالۍ پرده د جنسي تېري په تور د ولسي جرګې پخوانى غړى کبير رنجبر ونيوه، کبير رنجبر وروسته محکمې ته وويل، چې سپوږمۍ يې مېرمن ده او تور پرې د ده سياسي رقيبانو د شخصيت وژنې په نيت لګولى و.

14 thoughts on “باور ورځپاڼه : د کبير رنجبر مېرمن ځان ته سزا غواړي”
  1. سلامونه او نیکی هیلی!
    ما به فکر کولو چی کبیر رنجبر یو واقعی هیواد پاله دی هغه یوه ورځ له یک تلویزون سره مرکه وه هغه یی په نامه کی کومه کلمه کمه کړه ده په ډيره غصه ورته وویل دا زما مکمل نوم ولی نه اخلی ما دوکتورا کړی ما هغه کړی او ما دغه کړی ځان یی سم فرعون کړ خو کله می چی د سپوږمی خوارکی کیسه ولوستله نو سخت خفه شوم زه خو د موضوع له ټولو اړخونو خبر نه یم خو که چیری خبر همداسی وی لکه سپوږمی چی وایی نو زما ورته دا مشوره ده چی له طالبانو د د عدل غوښتنه وکړی په دی دولت کی د داسی غریبو خلکو غږ چندان نه اوریدل کیږی څو وخت مخکی یوه بله پيغله چی د عدالت غوښتنه یی کوله د ننګرهار په ولایت کی څارنوال او قاضی ورته ګنډي خلاصی کړی وی او د واده غوښتنه یی درینه وکړه تر څو چی ولسمشر پری خبر شو که سپوږمی طالبانو ته ورشی نو یو څه به ورته وکړی یا به دا مړه کړی او یا به یوه بله مناسب د حل لاره پیدا کړی.
    مننه

  2. رنجبر صیب، په آی ایس آی باندې زمونږ حق تورونه هم تر پوښتنې لاندې مه راوله. خېټور

  3. هلکه دلاوره، که په ریښتیا دومره دلاور یې خپل نوم دې ذکر کړه، د ملا دلاور نوم مه ذکر کوه. وایي چې ملا شهاب الدین په تېر رژیم کې د څو ښو کسانو له جملې نه یو وه، او دا د هغه نوم بدی دی ځکه چې ستا خو املا او انشاء داسې دي لکه خر او سپی، یو له بل نه منډې وهي 🙂

  4. یاره خېټوره دا خو دې دلاور ته ښه خبره وکړه باید هیڅ څوک د بل له نومه سو استفاده ونکړي. او رنجبر صاحب ته مې دا عرض دی چې ځان ته ډاکټر هم وايې نه پوهېږم چې په څه کې به دې ډاکټري کړې وي خو بیا هم د یوې پوښتنې پیغلې له ژوند سره دې لوبې وکړې او کوې یې. الله دې تا په سمه لار برابر کړي او خدای دې دغه پیغلې ته اجر ورکړي.
    او الله دا د امن کور په خیر کړي چې جوړ د امن د کور په نوم دې خو چې د دې خور کېسه مې واوریده نو غوني مې زیګ شو چې دولت کې د خلکو سرومال او ناموس خوندي ندې نو خلک ملامته ندي چې د دولت مخالفینو ته پناه وروړي او خپلې ستونزې ورباندې حل کړي

  5. زه د سپوږمۍ سره واده کولو ته چمتو یم او زه یی صرف د الله د رضا لپاره او د یوې افغانې د ژوند ژغورولو لپاره ورسره کوم.

  6. سلامونه
    والله به هيجا باندي اعتبار نشته
    دي رنجبر خو به دتلوييزون به برده داسي غتي غتي ويلي جي تا به ويل بل نشته همدا دي
    اوس خبره به باكستان او أي اس أي أجوي
    باكستان سره زمونك نوري غتي دعواي دي

  7. زه سپین ګیری او بوډا رنجبر ته وایم چه دافغانستان اوپه تیره بیا دپښتنو نوم مه شرموه، ددغی لانجی یوحل پیداکړه، اوهم درنجبر کلیوالو اوخپلوانو ته وایم چه ددغی ستونزی دحل لاره ولټویی که چیرته دغه سړی ډیر بوډا وی، نودغه خور په خپله خوښه په کلیوالو اوخپلو خپلوانو واده کړی.

    په اخرکی وایم چه خدای دیی هیڅوک داسی نه شرموی لکه رنجبر چه وشرمیدو.

    م .افغان

  8. که غواړی چه ښه خاوند پیدا کړی نو په دی ایمیل کولای شی اړیکه ټینګه کړی

  9. زه فکر کوم چی دغی ایجلی په زوره په رنجبر ځان تاوان کړیدی که هغه د زړه له تله د دی سره مینه لرلی نو اوس به یی د سر په سترګو قبوله وای خو بیا هم زه وایم چی رنجبر دی نه ځان بدناموی او نه قوم که چیری دا خپله ښځه قبوله کړی وی نو نفقه یی په د حق ده چی باید ورته یی ورکړی نور خواهشات دی یی هم پوره کړی تر څو هم پدی دنیا کی سرلوړی اووسی او هم په هغی دنیا کی یی غاړه د الله پاک په نیز خلاصه اووسیږ

  10. سلام ټوله افغانوته
    دا یوه معلومداره خبره ده چی اوس د انجونو په ژوند بازي کیږي . مګر د پوښتني څوک یی نسته ، چه هر اورګان ته غریضه ور وړي هغه یی اول ځل لپاره پښو او لاسونو ته ګوري که ښایسته وي . نو د هغوي څخه هم ولاکه ولاړه سي . نو اوس حقوق بشر چیري دی . زه خو وایم چي هر انسان که نر وي او که ښځه . خپل د عمل سزا به هم ژوندوني او هم په قیامت کی ویني .

  11. ښاغلی رنجبر صیب !! زه دا منم چی اوس به د زړه نه غواړی چی له دی ښځی سره باقی ژوند وکړی نو بیا د افغانیت او اسلامیت تر چوکات د باندی مه وزه !! ته د افغانستان د ولسی جرګی یو وکیل یی د تا لپاره ډيره بده خبره ده چی میرمن د بی سرپرسته له خپل بچی سره ګرڅي خیرات ټول کړه ګدایی وکړه خو میرمن ته د کور ورکړه او ارام ژوند ورته جوړ کړه تر څو د زوی په صحی ډول تربیه شی او په میرمن پسی د مطبوعات خبری ونکوی زما وړاندیز د خپل وررو د واړاندیز په شکل ومنه !! مننه

  12. زما د ښاغلی نه دا پوشتنه دی کله جی رنجبر تاسره واده وکړه یا یی جی هرسه وکړه ولی د همغه وخت خبل اوز لوړ نکړه هغه وخت کی نومو ړی وکیل وه کله جی نوموړی د وکالت نه خلاص سو یعنی دوهمه دوره کی وکالت تر لاسه نکره تا هم خبل اوز را ویسته

ځواب ورکول ذبیح الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *