حامد حقمل

د اپریل ۲۳ د کتاب نړیواله  ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له خوا په دې نوم ونومول شوه چې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځله کېږي.

د نړۍ په ګڼو هیوادنو کې د کتاب  په نړیواله ورځ خپرندویه ټولنې او  کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه  سره کار کوی او خلک د کتاب لوستلو ته هڅوي تر څو ټولنې ته د سم فکرونه وروزل شي.

ځکه پوهان وایي: کتابونه فکرونه روزي او فکرونه نړۍ ته بدلون ورکوي.

کتابونه د ناروغو ذهنونو روغتون دئ.

نو که موږ د کتاب سره مینه ولرو په ریښتیا سره چې موږ به حتمن د خپل ځان کور او هېواد د ښه راتلونکي یوه الګو وو.

راځم د کتاب نړیوالې ورځې ته چې دغه راز برتانیې او شمالي ایرلنډ ته د لومړي ځل لپاره دا ورځ له کاتا لونیا څخه راغله چې د سینت جورج ورځ بلل کېده او په دې ورځ به مینانو یو بل ته د ګلانو او نورو سوغاتونو په ځای  کتابونه ډالۍ کول.

په برتانیا او شمالي ایرلنډ کې په دې ورځ ماشومان د کتاب لوستلو ته هڅېږي د دوی لپاره په دې ورځ د کتابپلورنځيو له اړخه پراخ نندارتونونه جوړېږي او د دوی لپاره د ماشومانو اړوند او د دوی په خوښه کتابونه ورکول کېږي.

له نېکه مرغه چې په دې  وروستیو ورستیو کلونو کې یو شمېر خپرندیه ټولنو، کتابپلورنځیو او با احساسه ځوانانو له اړخه د یو مثبت رقابت له لارې دغه ورځ د مختلفو زاویو له لارې نوی نوښتونه رامنځ ته شوی.

د ساري په توګه د کتابپلورنځيو له اړخه په دې ورځ ځانګړي تخفیفونو ورکول او ترځنګ یې د مشهورو کتابونو ډالۍ د با احساسه ځوانانو له اړخه مشهورو کتابونو لیکوالانو ته ستاینلیکونه هغه څه دي چې د کتاب مینوالو په روحیه یې مسقیم مثبت اغېز کړی او د پخوا په پرتله د کتاب مینوال ورسره زیات شوي.

دغې لړۍ اوس په لیکوالانو ژباړونکو او همدانګه د کتاب په لوستونکو تر ډيره مثبته اغېزه کړې.   

له ښه  مرغهه دهېواد په ټولو ولایتونو کې اوس مهال کتابپلورنځي جوړ شوي هلته بیلابیل کتابونه، ژباړې او لیکنې ترلاسه کیږي، چې دغه نوښتونو ځوانان د کتاب لوستلو ته هڅولي حتې د باسواده ځوانانو تر څنګ یې بې سواده ځوانان هم دې برخې ته هڅولي او اوس عملا د سواد زده کړې کوي.

خو د ځینو لاملونو له کبله زموږ یو شمېر هېوادوال شته چې له کتاب لرې او همدانګه د کتاب له  ارزښت څخه لرې پاتې دي.

۱– بې سوادي


په هېواد کې د شته جګړې زیان د نورو برخو سربیره د زده کړې  کچه سخته ځپلې ده ، زموږ د هیواد ډېری وګړي له زده کړې بې برخې دي حتې ویل کېږي چې یو تر ټولو ډير فقر چې هېواد ورسره مخ دي هغه د سواد  نه شتون دی

او همدارنګه د عامه پوهاوي نه شتون د کتاب لوستنې نه دود هغه څه دي چې د کتاب لوستونکي یې له کتاب لوستنې څخه لرې پاتې کړي.

نو همدا بې سوادي ده چې د یو شېر ځوانانو په ګډون یو شمېر نجونې د زده کړو بې برخې

۲– نا امني 
تاسو ته به معلومه وي چې چیرته چې امنیت شتون ونه لري هلته ناخوالې اوج ته رسېږي.

په کوم هېواد کې چې جنګ جګړې وي هلته پرمختګونه خوار په سختۍ پر مخ ځي، هلته د هر څه فقر موجود وي بېوزلي اوج ته رسېدلې وي کله چې اقتصاد په ټپه ودرېږي هلته به ځنګه د سواد فقر له منځه لاړ شي هلته د د نورو پرمختګونو تر څنګ کتاب هم شتون نه لري ، ځکه څوک به کتاب چاپ کړي څوک به یې واخلي او څوک به یې ولولي؟

یو تر ټولو لوی لامل د بې سوادۍ نا امني ده چې همدغه کړنو زموږ ډيری ځوانان له زده کړو لرې پاتې کړي.

چیرته چې امنیت نه وي هلته د بیا رغونې کارونه په ټپه ولاړ وي.

د ساري په توګه: چیرته چې امنیت نه وي هلته د ښوونځيو  شتون، د سړکونو، رغتونونو نه شتون هغه څه دي چې ټولنه ورسره په مسقیمه توګه ښکېله ده.

۳– بې وزلي ( غربت)  


په نورو هېوادونو کې تل د کتاب لیکوالان او ژباړونکي د کتاب د چاپ په بدل کې پیسې تر لاسه کوي، خو زموږ په هېواد کې بیا تر ډيره خلک په کتاب پیسې نه ورکوي، ځکه دوی د بې وزلۍ سره مخ دي!

ځکه دوی څخه د کورنۍ مصرف څخه پیسې نه اضافه کېږي چې په کتاب وپېري، یا هم ورته اهمیت نه لري.

د ساري په ډول: یو ځوان سره دا فکر وي چې یو کتاب په ۲۵۰ افغانۍ اخلم د دې په ځای ولې د کور له پاره خواړه نه اخلم یا ولې ۵ کیلو ګاز نه پرې ټګوم.

نو دوی ته په کتاب پیسې ورکول یو ډول اضافه مصرف ښکاري.

۴– انټرنټ
په دې پېړۍ کې  چې د ټکنالوجۍ پېړي بلل کېږي  د کتاب په په وړاندې هم مثبته او هم منفي اغېزه کوي!

اوس تر ډيره پورې د کتاب مینوال انټرنټ څخه کار اخلي او له ځينو پاڼو سایټونو کې مطالعه کوي، او ډيری لیکوالان او ژباړونکي خپلې لیکنې او ژباړې د کتاب چاپولو پر ځای ځينو انټرنيټي وېبپاڼو ته استوي او هغه یې ورته خپروي او لوستونکي یې هملته لولي.

د کتا ب په اړه د ځينو پوهانو کره خبرې !


د کتاب د ارزښت په اړه موږ هر څومره خبرې وکړو زما په اند کمې دي، ځکه کتاب دی چې په نړۍ کې یې خلکو ته د ښه ملګري په نامه ځان ثابت کړی دی اړه سلګونه خبرې شوي راځئ له نننه وروسته د کتاب لوستل پیل کړو تر څو له ځینو ګټو یې برخمن شو:
– د کتاب لوستل د ذهن په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

– بې کتابه کور لکه بې کړکیو کوټه وي.
(هورېس من)

– کتاب باید هغه تبر اوسي چې زموږ د ننه کنګل پرې مات شي.
(فرانز کافکا)

– ځینې کتابونه دي چې باید یوازې وڅکل شي، ځینې یې باید له ستوني تیر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي.
(فرانسیس بیکن)

– د کتاب اخیستل به هله ښه کار وي چې د لوستلو لپاره یې وخت هم واخیستل شي.
(شوپنهاور)

– د کتاب تر سوځولو خراب جرمونه هم شته، یو یې دا دی چې کتاب ونه لولې.
(جوزف براډسکي)

– کتابونه هغه مچۍ دي چې له یوه ماغزه نورو ماغزو ته د ژوند زړي لیږدوي.
( جیمز رسل)

– ښه کتاب واخله او ویې لوله، بهترین کتابونه هغه دي چې ډېر عام دي، د هر کتاب وروستی چاپ غوره وي خو که د کتاب د لیکوال ماغزه بند شوي نه وي.
( لارډ چسټرفیلډ)

– فکري تمرکز زیاته وي.

– استدلال، پوهې، درک، او نوښت ته وده ورکوي.

– د الزایمر(هېرېدل) او د نورو د ماغي ناروغیو مخنیوی کوي.

– شخصي او ټولنیزو اړیکو ته قوت وربخښي.

– زموږ د ټولنې پرمختګ سبب ګرځي.

– د ژوند کولو هنر را زده کوي.

– په ژوند کې د تېروتنو د کم والي سبب کېږي.

– له فصاحت او بلاغت نه برخمنوي.

– ستړیا او نا خوښي له منځه وړي او د خوښۍ سبب ګرځي.

– د روحي فشار مخنیوی کوي.

– کتابونه څومره ډېر او وخت څومره کم دی.
( فرانک زپا)

– ما هر ځای کې آرام لټولای دی خو نه مې دی موندلای، غیر له دې چې په یوه ګوښه کې له کتاب سره یوازې و اوسم.
(توماس کمپس)

– که یوازې هماغه کتابونه ولولې چې نور یې لولي، یوازې به هماغسې فکر وکړې چې نور یې کوي.
(هاروکي)

– ښه کتاب هغه دی چې ګڼې تجربې در زده کوي او په پای کې یې لږ ستړی کیږې. کله چې کتاب لولې څو واره ژوند کوې.
(ویلیام سټيرون)

– که یو باغ او یو کتابتون ولرې، هر هغه څه لرې چې ورته اړتیا وي.
( سیسرو)

– تلویزیون راته د زده کړې شی ښکاري. هرکله چې څوک تلویزیون چالانوي، زه بلې کوټې ته ځم او کتاب لولم.
( ګروچو مارکس)

– که د یوه کتاب په بیا بیا لوستو خوند وانه خلې، لوستل یې هیڅ ګټه نه لري.
(اوسکار وایلډ)

– که غواړې یو کتاب ولولې خو هغه لا لیکل شوی نه وي نو ته یې پخپله ولیکه.
( ټوني موریسن)

– کله کله داسې کتاب لولې چې تا له دې جادوګرې روحاني جذبې ډکوي چې ووایې: دا سره پاشلې دنیا به تر هغې پورې ونه رغیږي چې ټول ژوندي بني آدمان دا کتاب لوستی نه وي.
(جان ګرین)

– هغه کتابونه چې دنیا یې غیر اخلاقي ګڼي، هماغه کتابونه دي چې د همدې دنیا د شرم کارونه ښيي.

2 thoughts on “د کتاب نړیواله ورځ (د اپریل ۲۳) حامد حقمل”
  1. سلام
    دیر عالی او پہ زرہ پوری تحلیل او لیکنہ لہ بدہ مرغہ د کتاب فرھنگ ،اھمیت،او گتوری برخی زموگ تولنہ کی دیرو ستونزو سرہ مخامخ دی چی اصلا بنست نہ لری ۔شمیرہ ،چا پونہ او خپرونی پہ شمار دی کتاب د علم النسن ما لایعلم پیام راورونکی دی

ځواب ورکول ع۔ شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *