تاند- پاکستاني طالبانو د کراچۍ د نننۍ حملې مسوولیت هم په غاړه واخیست، ویې ویل چې نورې حملې هم کوي.
د طالبانو د تحریک ویندوی شاهدالله شاهد وویل، دا برید طالبانو کړی او د خپل مشر حکیم الله مسود د بدل لپاره به نور بریدونه هم وکړي.
پاکستاني پوځي چارواکي د نننۍ حملې په اړه ضد ونقیض څرګندونې کوي. په پیل کې یې وویل چې سخته حمله پرې شوې، وروسته یې وویل چې سخت دریځي یې له منځه وړي او اوس وايي چې دوو ناپېژندویو وسله والو له موټرسایکل څخه په هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو د روزنې پر مرکز ډزې وکړې او وتښتېدل.
تر دې مخکې د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو ویندوی غلام عباس میمن رسنیو ته وویل، وسله والو هڅه وکړه چې له دوو خواوو د هوايي ډګر امنیتي مرکز ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول مګر نښته روانه ده.
خو طالبان وايي چې په هوايي ډګر کې یې پر پوځي مرکز برید کړی او دا د دوشنبې د شپې د برید په دوام کې بله غچ اخیستونکې حمله ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې پر روزنیز کمپ برید شوی و خو پوځیان بریالي شوي چې سیمه تصفیه کړي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونه وايي چې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې یې د طالبانو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي او تراوسه پوري یې ګڼ شمېر مشکوک کسان نیولي دي.
Dunya News – Footage of firing on ASF academy… by dunyanews
په خیبر ایجنسۍ کې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا
له بلې خوا د پاکستان جنګي الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تيرا کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او د پاکستاني چارواکو په ادعا طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر يا ISPR د دې هېواد رسنيو ته ويلي چې د پاکستان هوايي ځواک نن/ د سې شنبې په ورځ/ افغان پولې ته نژدې د خيبر ايجنسۍ په لرې پرتې سيمې تيرا کې د مېشتو سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو او پټنځايونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٢٥ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځي مقامات همداراز وايي، چې په دغو هوايي بريدونو کې يې د طالبانو ٩ مرکزونه او همداراز د باروتو ګڼ شمېر زيرمې له منځه وړي دي.
زما جانان جانان وطنه افغان وطنه + ستا د وجود وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه ، پاکستان به اوس په خپل بل کړي اور کې انشاالله خپله سوځي په پښتو کې هغه متل رښتیا دی چې مه کوه په چا چې وبه شي په تا ، رحمان بابا وايي ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه ـ چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي
bawar wakai da tola drama da …walaka hes shai ham yee…..sirf yawa ghata drama da tv channels pa makh ke aw da khalgo da khataestalo dapara…..pakistani taliban aw isi aw pakistan hakomat da tola da yawa lass gotee de…….