تاند- له کراچۍ څخه د تازه راپورونو له مخې وسله والو کسانو یو ځل بیا د کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر برید کړی او سخته جګړه روانه ده.

یوه پاکستاني چارواکي وویل چې وسله والو د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو د روزنې مرکز په نښه کړی دی.

د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو ویندوی غلام عباس میمن رسنیو ته وویل، وسله والو هڅه وکړه چې نن له دوو خواوو د هوايي ډګر امنیتي مرکز ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول مګر نښته روانه ده.

میمن وویل چې تراوسه پوري د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

دا حمله د دوشنبې د شپې له حملې وروسته شوې چې په ترڅ کې یې ۳۶ تنه ووژل شول او د پاکستان دغه تر ټولو ستر هوايي ډګر ته سخت زیانونه واوښتل.

د کراچۍ هوايي ډګر د دوشنبې د شپې له حملې وروسته پرون ماښام پرانستل شو.

طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل په لنډ وخت کې به دې ته ورته نورې حملې هم وکړي.

طالبانو د کراچۍ د هوايي ډګر لومړۍ حمله د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو پیلامه بللې وه.

الجزیره تلویزیون وايي چې رسمي سرچینو ورته ویلي چې دا شېبه په هوايي ډګر کې سخته جګړه روانه ده او د هوايي ډګر ټول فعالیتونه درول شوي.

د پاکستان اې آر وای تلویزیون ادعا وکړه چې افغان ترهګر هوايي ډګر ته ننوتي دي. پاکستان د وړمې ورځې د حملې عاملان ازبک بللي ول.

د الجزیرې تلویزیون خبریال د پېښې له ځایه وویل چې په جګړه کې یو شمېر کسانو ژوبل شوي او وسله والو حمله کوونکو د هوايي ډګر له زېرمه تون څخه خواړه او اوبه هم وړي دي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ نن وویل چې د خیبر ایجنسۍ په تیرا کې یې په هوايي بمبارۍ کې لږترلږه ۱۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

طالبانو د پاکستان د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

0 thoughts on “د کراچۍ پر هوايي ډګر بیا حمله شوې”
  1. په مونږ دی وکړه په تا وشه
    عسکر دی مړه په کور دی پوری شه اورونه
    پاکستان د افعانستان په تباهی کی خپل خیر لیدلو اوس زه خوشهاله یم چی دوی باندی الله ج غضب نازل کړ دوی اوس دا پړه په افغانانو باندی وراچوی اګر چی افغانانو دا کار نه دی کړی خو چی وس می ورسیګی ددی نه به سخت انتقام ترینه اخلم

  2. کر د ګلو کړه چی سیمه دې ګلزار شی اغزي مه کره په پښو کی به دې لاړ شی
    یا:
    مه کوه په چا چې در به شی په تا

    پاکستان خو خپله د طالبانو پلار دی. همدوی طالبان د افغانانو په ضد وروزل، اوس دی ځان ورته ټینګ کړي. زه د هیڅ بی ګناه په مرګ نه یم خوشحاله، خو دوی په افغانستان کی هم ډیر بی ګناه ووژل. خدای دی داسی ورځ راولی چی دا پاکستانی طالبان دی د ای ایس ای بیخ وباسی.

  3. ټینګ شه بچو
    د مارګیر مرګ آخر له مارچیچلو وی. څوک چی داسی خطرناک ماران ساتی دا به یی حالوی..
    چی بد ګرځی بد به پرځی. الله ج متقم دی . خدایه هغه چا چی زما دوه میلیونه درانه افغانان په یوه او بل نوم وژلی ، له هغوی زما د بیوزلو انتقام ډیر ژر واخلی . آمین

ځواب ورکول Bahara ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *