تاند- د پاکستان تر ټولو په ستر ښار (کراچۍ) کې د امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د کراچۍ په اورنګي ټاوان (ښارګي) کې د پوځ او وسله والو مخالفانو ترمنځ د سختو ډزو تبادله روانه ده.

جګړه وروسته له دې پیل شوه چې پوځ په دې سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفانو د غونډېدو په اړه راپورونه ترلاسه کړل او د هغو خلاف یې د عملیاتو د پیلولو پرېکړه وکړه.

خو مخکې تر دې چې پوځ پر وسله والو برید وکړي، وسله والو جګړه پیل کړه.

پوځ سیمې ته د نور کومکي ځواک د ورلېږلو غوښتنه کړې ده. دوی ادعا کوي چې ۳ ترهګر یې وژلي خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

تېره شپه هم په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د برید په مهال پاکستاني رسنیو د ۳ حمله کوونکو د وژلو ادعا کړې وه خو په پای کې څرګنده شوه چې ټول حمله کوونکي ۳ تنه ول او تر سهاره یې ۶۱ پاکستاني پولیس وژلي او ۱۲۰ نور ژوبل کړي ول.

په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د داعش حمله کوونکي
په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د داعش حمله کوونکي

د کوټې د حملې مسوولیت داعش یا اسلامي دولت په غاړه واخیست. د دې ډلې خبري اژانس عماق د حمله کوونکو عکسونه هم خپاره کړي دي.

8 thoughts on “د کراچۍ په اورنګي کې د پوځ او وسله والو ترمنخ سخته جګړه نښتې”
  1. زه فکر نکووم چه دپوځ او وسله والو تر مینځ جګړه وی، بلکه دپوځ او آی اس آی تر مینځ سناریو، ډرامه اوخیالی اودمخکی څخه پلان شوی جګړه ده، دپاکستان په حساب که دغه ترهګر هم وی، خو داسی ترهګر به وی چه د آی اس آی په زندان کی به بندیان وه

    دامعنی چه آی اس آی دغه بندیان د اورنګی سیمی ته بولی دی، او هلته یی ووژل او سبا به خپلو خلکو او دنیاوالو ته ووای چه دغه دی ۴ یا ۵ او یا ۶ ترهګر مو د شپی په جګړه کی مړه کړل

    زه دلته افسوس په هغه ملکی وګړو کووم چه د آی اس آی په دغه شومو دسیسو کی له مینځه ځی

    بیا هم وایم دغه جګړه دآی اس آی او فوځ تر مینځ مخکی له مخکی پلان شوی جګړه ده، چه دیوی خوا وښایی چه دپنجابیانو په سیمو کی ترهګر هم جګړی کوی، اوهم په دیی سره د دنیاوالو فکر بل خوا ته واړوی

    خو اوس ټول نړیوال پوهیږی چه پاکستان دسرطان غټه دانه ده، اوهم دوحشت، دسیسو اوترورغټه سرچینه ده

  2. متل دی چی مه کوه په چا چی وه به شی په تا: اوس نو دی متل دلته ښه صدف وکړ،دویم دعالمانو خبری دی چی څوک دڅه سره سروکار لری دهماغی نه به مړ کیږی او دریم دنیوټن قانون دی چی هر عمل عکس العمل لری، پاکستان اوس په خپل بل شوی اور کی سوځیږی.

  3. اسلام علیکم اینکه روز گذشته در کویته و امروز در شهر کراچی پاکستان حملات صورت میگیر بنظرم این حملات را خود استخبارات پاکستان انجام میدهد چون پاکستان در انزوا جهانی قرار دارد و به تمام ترورستان جهانی در خاک خودشان جای داده اند به این گونه حملات میخواهند تا به جهانیان نشان دهند که پاکستان حامی تروریزم نیست بلکی با ترورستان میجنگد .
    عزیزالله آریا از هلمند

  4. پاکستانه همدغسې لوټي، لوټې او کنډواله شی لکه څنګه چې ستا د لاسه افغانستان برباد شوی

    1. زه فکر نه کوم چی دا دی ترهگر وی دا د پاکستان سیاست دی غواری پدی رقم د خلگو نظر له خپله زآن واروی دوی وای چی خلگ به دا فکر وکری چی په افغانستان کی دوی جنگ نه .غوری زکه ددوی خپل هیواد کی هم داسی حال دی

  5. ځانګه ځانګه اوس د فکر په ټال ځانګه
    تاته چا ویل چې د سیند مینځ ته وردانګه
    چی پری ناست یی پری کوې هم هاغه څانګه
    ( )

  6. د پختو متل دي چه واي:
    ” مه کوه پرچا چه وبه شيذپر تا ”
    15 کاله کيږي چه هميس پخپلو فيسبوکي کومينتونو کي داسي ليکم: دپاکستان سياسيون دافغانستان په هکله دوه ډلي شويدي. يوه اقتصادپوهان دي چه دېته ليوال دي چه افغانستان بايد مودرن, په خپلو پښو ولاړ او آزاد هيواد جوړشي تر ددې لنډولارو څخه زمونږ توليدات په چټکۍ سره او دکم مصرف په مقابل کي دافغانستان دلاري منځنۍ آسيا او آن اروپاي هيوادونو ته ورسېږي چه ددواړ ورونو هيوادو د حکومت او خلک دسوهلت لپاره زيات اهميت لري.
    دوهمهړډله ددوي پوځ,منحوسه او ظالمه استخباراتي ادره چه په حقيقت کي ددواړو هيوادونو دخلکي سره جفا او ظلم کوي او دپاکستان دوه,درې او څلورمخي اجيرې مذهبي کړۍ چه دوي هيڅکله نه غوښتل او نه غواړي چه خپل شان وشوکت چه هم دهر ډول اسلامي او بشري قوانينو او شريعت خلاف هم دي له خپلو لاسونو ورکړي.
    خو چه دپختو دکلاسيک متل نه وړاندي لاړ نه شم نو په ډاګه سره ويلاي شم چه د پاکستان د پوځ او آي ايس آي دغلط , مستبدانه او ظالمانه سياست نتيجه نن داشوه چه په تېرو 15 کلونو.کي دپاکستان تيت و پاشام اجيري مذهبي کړيو نن د پراخه قوت په حيث په پاکستان او سيمه کي عرض اندام کړي, په مودرنو اسلحو ملبس او د زياتي سرمايې لرونکي هم دي او دومره ې خپلو عملياتو ته زور ورکړي چه پرون په کويته کي, نن په کراچۍ کې او چه لا نور به څه کيږي د حکومت په مقابل مسلحانه عمليات کوي.
    تاسي پخپله فکروکړۍ چه دپاکستان پوځ تش په دميديا په ذريعه يو سوپر پاوړ دي خو پرون په کويته کي صرف 3 مخالفو کسانو د څه نژدې 200 پوليسو ته مرګ او زخمژوبله ورواړوله.
    اوس لا هم کافي وخت شته چه پاکستان د ” پاک ” ترعنوان او نه د پاک ترنوم لاندي له ځانه چټلستان جوړ او پخپلو کسافاتو او عفونتونو کي خوار پاکستاتيان خوار و زار او بيماران کړي. که پاکستان خپلي څومخيزه څېره په يومخيزي بدله کړي نو دهرډول سلا – مشورې وخت او فرصت لا شته خو کي داکارونکړي او خپله موخه خپلو اقتصادپوهانو ته راوانه ړوي نو انشالله چه په نژدې راتلونکو څومياشتو کي به کله چه افغانستان د کسپين له لاري اروپاسره پيوستون پيداکړي نو ددې امکان شته چه د پنجاب تريلين تريلين ټنه کېلې او نور زراعتي محصولات دومره بوي وکړي چه ټول پنجاب به دعفونت او بدبوي له کبله هم په تېخته شي.
    په درناوي. داکتر عبيدي!

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *