تاند- د پاکستان د کراچۍ د ګمرک مامورینو د تېرې جمعې په ورځ ۳۵۰ کیشپان ونیول.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کیشپان د (افغان کیشپ) له ذاته دي او یوه تن، چې په دې تړاو نیول شوی، ویلي چې هغه یې په کوټه کې ترلاسه کړل.
د کراچۍ د ګمرک د قاچاق د څانګې مرستیال ريیس ډاکتر علي رضا ترابي وویل«باز محمد نومی کس ته، چې دا کیشپان یې له کوټې څخه په بس کې کراچۍ ته راوړي، دوسیه پرانیستل شوه.»
ده وویل چې د ټولو کیشپانو صیحي وضعیت ښه دی، مناسب خواړه ورکړای شول او اړوندې ادارې ته به (د بلوچستان او سند د وحشي حیواناتو ادارې) ته وسپارل شي.
د پاکستان د زولوژي یا ژوپوهنې د سروې جګپوړی څېړونکی شمیم فخري وايي، دا کیشپان اصلاً له کسپین سمندرګي څخه د ایران او افغانستان او دغه راز د قزاقستان او چین لور ته تللي دي.
د ده په وینا دوه ډوله کیشپان په پاکستان او هند کې موندل کېږي چې پر کاسه یې د ستورو نښې وي او افغان کیشپان هم د پاکستان د بلوچستان په نوشکي، زیارت او کوټه کې موندل کېږي.
افغان کیشپان د دې لپاره چې نسل یې له منځه لاړ نه شي د بلوچستان د ژوپوهنې د ادارې له لوري خوندي یا محفوظ اعلان شوي دي.
محترم لیکونکی صیب، ستا کلیمات په جمله که ټول غلط دی ، لږ یی ګوری او اصلاح کوي یې بیا يي نشروئ، که چیرته مو د افغان پر ځای د افغاني کلیمه استعمال کړې وای بیا هم دومره بده نه وه اما د افغان کیلمه دومره سپکه نه ده . مننه
افغان کیشپ خاص اسم دی. دا څه بده خبره نه ده بلکې ویاړ دی. ډېر هیوادونه هڅه کوي چې د بېلابېلو حیواناتو ریښه له خپله هیواده پیل شوې ثابته کړي. مثلاً ایرانیان په یو ډول پیشو چې غربیان یې پرشین کټ بولي ویاړي.
د کیشپ ترڅنګ افغان ډاګ (تازي) هم په نړۍ کې زیات شهرت لري