تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د کراچۍ ښار یوې محکمې د افغانستان د یوې استخباراتي ادارې څلور غړي بندیان کړل.

دي نیوز ورځپاڼې نن لیکلي، امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ د کراچۍ په رضوي سوسایټي سیمه کې د یوې افغان استخباراتي ادارې ۴ غړي ونیول.

د نیول شویو کسانو نومونه امان الله، عزیز، عبدالغفار او حکیم الله ښودل شوي او ویل شوي چې دا کسان د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکي دي.

د پولیسو استنطاق کوونکو محکمې ته ویلي چې څلور واړو نیول شویو کسانو د افغانستان د استخباراتو لپاره کار کاوه.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دغو افغانانو په کراچۍ کې د چا جاسوسي کوله. د محکوم شویو کسانو د قید د مودې یادونه هم نه ده شوې.

ویل کېږي چې د طالبانو یو شمېر مشران په کراچۍ کې اوسي.

One thought on “د کراچۍ یوې محکمې ۴ افغانان د افغانستان استخباراتو ته د کار کولو په تور بندیان کړل”
  1. خو د پاکستاني جاسوسانوپه پیداکولو کې د افغانستان امنيتي اورګانونه ناتوانه دي

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *