تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷مه: حامد کرزي، استاد سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له ولسمشر غني غوښتي چې د اوس وخت لپاره دې دولتي ګمارنې وځنډوي.

دوی له عبدالله عبدالله هم غوښتي چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورکړی لس ورځنی مهلت دې وغځوي، په داسې حال کې چې د عبدالله لخوا د جوړ جاړي لپاره ټاکلی لس ورځنی مهلت تېره ورځ پوره شو.

دغه اعلامیه چې د حامد کرزي په فیسبوک پاڼه خپره شوې په کې ویل شوي چې افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې په ښه شکل روانې دي، خو یو جوړجاړي ته تر رسېدو پورې دې ولسمشر غني هم دولتي ګمارنې وځنډوي.

دغو مشرانو هیله ښودلې چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل او نتیجې ته دې ورسېږي تر څو افغانستان کې دایمي سوله راشي.

ارګ د دغې اعلامیې په غبرګون څه نه دي ویلي، خو د کابینې د دریو وزیرانو له ګمارلو وروسته نن د هرات لپاره د نوي والي عبدالوحید قتالي د معرفۍ مراسم د ولسمشر د دویم مرستیال لخوا پر ځای شول.

4 thoughts on “د کرزي، سیاف، خلیلي او قانوني ګډه اعلامیه، غني دې مقررۍ ودروي”
  1. سخت وارخطا دي دا لوی جنایتکاران سترخاینان د فساد بېشرمه منادیان چې ګنې د دوی سومبۍ ته څوکۍ خلاصې شوې، دغو نجسانو سره یوازې همدا غم دی

    حیران یم دا کرونا چیرته ده دې وخت کې، چې یوکڼډک یې د دوی په دا سوګمو ورننوتی وی، لوی ثواب به یې شوی و ههههههه

  2. غني منتخب جمهور رئيس ،اعلی سرقومندان ،د اساسي قانون پلې کونکئ او ملت ئې تر شا ولاړ دئ ، نه پوهېږم پدې دردناکو شېبو کې چې نړۍ د خطرناکې وبا له لاسه ژاړي ، کرزئ او ډله ئې ولې د دې غم ځپلي هیواد په حال نه رحميږي ؟

  3. استاد سیاف ته داحترام او د دوی مخ ته لوی دیوال!
    دا کرزی خو لکه د تروو یا شړومبو مچ یا د کورونا ویروس په هر کثافت او چټلي کې لیدل کیږی.
    د نړۍ ټول هېوادونه د خپلو ملي قوانینو ، نړیوالو پېژندل شویو نورمونو او کورنیو رسم او رواجونو له مخې خپل مشران ټاکې . په افغانستان کې هم دانتخابات ترسره شول . د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو غړیو او مشرانو د خپلو قوانینو په رڼا کې فیصله وکړه چې ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان قانوني او بریالی ولسمشر دی . بنا نور ټول ناکام کاندیدان باید ورته مبارکي ویلو ترڅنګ خپله همکاري اعلان کړي.
    اما په ډېره خواشینۍ سره پاتې ناکامو کاندیدانو رحمت الله نبیل ، حکمتیار ، احمد ولي مسعود ، عبدالله او یو شمېر نورو دا پرېکړه ونه منله او هریوه خپل ځان بریالی وښود. په دوی کې عبدالله عبدالله تر نورو ډېر سپین سترګی وخوت او د ولسمشري سوګند یې هم اعلان کړ. حکمتیار او نبیل هم داسې موقع ته ګوري خو چانس یاري نه ورسره کوي.
    کله چې قانوني انتخاب شوی دی او ولسمشر د قانون په رڼا کې د خپل هېواد زعامت په لاس کې اخلي ، کرزی بیا د خپل فکیستانی بادار په امر هرې خواته منډې وهي اوغواړي ټول ناکام کاندیدان سره راټول او د افغانستان ثبات له منځه یوسې ، د ولسمشر د کارونو په مخکې خنډشي. د افغانستان مظلوم خو هوښیار ملت اوس د پنجابیانو کرغېړنې نانځکې او د افغانستان د پوځ د نظامي الوتکو تسلیمونکي ښه پېژندلي او دا ځل به یې ټول شوم پلانونه په اوبو لاهو کړي.

  4. سلام
    ملت کوڼ نه دی او تول ملت ما او تا، تا او ما ښه پېژنی
    زما پوښتنه په سیاسی ، قانونی او دملت د ضرورت په حساب له ښاغلی حامدخان ، استاد سیاف ،یونس قا نونی دبن دمعاهدې نګران او خانه سامان ،اود کریم خلیلی څخه داده چې ددوی ګده اعلامیه او درواز ې ټکونې سهار او مازیګر د ملت د ګتو دکومې اجندا او طرحې تعریف کوی او داحق ورکول خانوته له کومه ځایه سرچشمه اخلی؟ چې دوی دا برګ پطلونی یې بیاا له لاسه نیولی ګواښوی او نازوی یې
    په اسلام ، اساسی قانون ، دملت غوښتنو ،عرف اوعرفان ، دانش او بینش او په تیره بیا دڅلورو لسیزو کږکېچ یو بغاوتګر ته ددې جوازشته چي دجوړجاړی له لاری دجان کری په دول پرېکړه دې یوخل بیا په ملت ومنل شی؟ تر اوسه په نړۍ کې دداسی مصیبت پلمې او بهانې یو فیصد مثال هم لری ؟
    مجرم مجرم دی لږ ،ډېر، برګ او ځیګ نه لری خو دغه کسان دې شیشې ته ودری او بیا دی خبله قضاوت وکړی چې څه دول خبلوتېرو اعمالوته اسلامی اعتباراو امتیاز ورکوی مګر دکابل د ښاریانو دتباهی په وخت کې ما د افشارو له لارې منډې وهلې
    …..د تاریخ شرمنده که به ورېښمو کې وپېچې بیا یې هم هغه دی فلهذا زه وایم او باور لرم چې ! قل اعوذ برب الناس……ملک الناس ….. اله الناس من شر همدا ناس دی چې دکرونا له افت سره مخ شوی
    عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
    ګرچه با ادمې بزرګ شود

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *