اوس ټول افغانان پدې پوهیږي چې حامد کرزی غواړي زلمی رسول واک ته ورسوي ترڅو پدې توګه  د پردې ترشا دده او د نظار شورا واکمني نوره هم پسې وغځیږي. موثق او مستند معلومات ښيي چې کرزی ددې هدف لپاره څو مضر تاکتیکونه کاروي:

لومړی: د لوی کندهارقومي مشرانو ته یې په غوږ کې ورڅڅولې ده چې واک ته باید درانی ورسول شي او څرنګه چې زلمی رسول ګواګي درانی محمدزی دی نو تراشرف غني احمدزي چې په خټه غلجی پښتون دی غوره دی. حامد کرزی پدې پوه دی چې اشرف غني احمدزی زیاتې رایې لري او له همدې امله که نوموړی او ډاکټرعبدالله دویم پړاو ته لاره ومومي نو اشرف غني به بریالی کیږي له همدې امله کوښښ کوي چې دویم پړاو ته د ډاکټرعبدالله پرځای زلمی رسول لاره پیدا کړي. کره معلومات ښيي چې حامد کرزي څو والیانو او وزیرانو ته هدایت ورکړیدی چې د زلمي رسول په ګټه پراخه درغلي وکړي ترڅو دویم پړاو ته لاره ومومي.

تردې مهمه لا دا چې حامد کرزي خپل ورور د زلمي رسول په ګټه تیر کړ او تاسې به په نږدې راتلونکي کې واورئ چې ګل آغا شیرزی ، نادر نعیم، هدایت امین ارسلا او رحیم وردګ به هم د زلمي رسول په ګټه تیر کړي. د دې ټولو مهندسیو ترشا د حامد کرزي لاس دی اوپښتانه ورته بې ارزښته ښکاري.

دویم: غیر پښتنو او مخصوصا تاجکانو ته حامد کرزي ویلي دي چې ستاسې لپاره زلمی رسول ډیر په ګټه دی ځکه چې هغه د ژبې له لحاظه پاړسي ژبی دی او په نامه پښتون دی. تاسې د ظاهرشاه او د محمدزیو د کورنی دوران ته وګورئ ټول واک یې غیرپښتنو او مخصوصا تاجکانو ته ورکړی وو او پښتانه هسي خوشحاله وو چې پاچاهي د دوی په لاس کې ده. پدې تکتیک سره کرزی غواړي ډیرتاجکان د زلمي رسول ملاتړ ته و هڅوي.

دریم: حامدکرزي همدارنګه له شمال ټلوالې سره د زلمي رسول په برخه کې تفاهم کړیدی او هغوی ته يې پوره اطمینان ورکړیدی چې نه یوازې احمد ضیاء مسعود به د مارشال فهیم په څیر واکونه او صلاحیتونه لري، بلکه د شمال ټلوالې په ونډه کې به هیڅ کمبود نه راځي.

دهمدې هدف لپاره حامد کرزي او ډاکټرعبدالله عبدالله یو له بل سره تفاهم کړیدی چې اصلي جبهه باید د ډاکټراشرف غني احمدزي په وړاندې پرانیستل شي. ډاکټرعبدالله حامد کزي ته اطمینان ورکړیدی چې که دویم پړاو ته لاره پیدا نکړي نو په دویم پړاو کې به د زلمي رسول ننګه او ملاتړ وکړي.

که څه هم یو شمیر مطرح افغانان یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره د حامد کرزي او زلمي رسول په خدمت کې دي، خو باید پدې پوه شي چې د دوی خدمت، غوړه مالي او پښتنو ته په سپکه سترګه کتل به د هیواد لپاره د تیرو دوولسو کلونو تکرار او یوه نه جبرانیدونکې جفا وي. هرافغان چې ملي احساس ولري او په رښتیا غواړي چې د هیواد د نجات لپاره یو دخیر ګام واخلي، نو باید د حامد کرزي له توطیونه ځان خلاص کړي او دهیواد دغوره راتلونکي لپاره له ډاکټراشرف غني احمدزي سره ودریږي.

—————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

10 thoughts on “د کرزي تکتیکونه/ ډاکتر عبدالواسع قانع”
  1. ، دا هسې ببولالي دي چې د خواخوږي په انداز یې د زلمي رسول ماتي خوړلي پلویان د عامه ذهنیت د مغشوشولو لپاره خوره وي، دې لیکنې کې خو بیخي نوی شی نشته، هماغه زړې ببولالې دي چې د انتخاباتو له پیله یې ډمامې غږیږي. پریږدئ دا خبرې، خامخا اشرف غني ګټونکی دی، که څوک پرې شرط تړي هم ور سره حاضر یم.

  2. Dy ta wayee Democracy che yaw sahafee pa khabarpanra ke doomra pa beparwayae sara da olasmashar khilaf baghair da sa saboota ilzamat lagawee.Dase qalamkaree che pa Pakistan ke koom sahafi kawee agha ta moong LIFAFA SAHAFEE wayoo zaka che agha da cha pa haq ke khpal qalam pa nawarra tareeka istemalawee ao LIFAFA akhlee.

  3. ډاکټر قانع ښهچاری
    رښتیا دا دخلجو او دورانو قصی ښه په ښکاره روانی دی
    زما یو دوست چی په ټبر هوتک یا خلجی دی دده نیکه او پلار د د ظاهر شاه ترونو دکابل
    څخه پلخمری ته شړلی و
    دوه ونۍ مخکی دا خبره وکړه زما دوست کوله
    پو پلزی او ما مد زی د تاجکو سره یو ځی کیږی لکه دتل په شان
    یوازی فکستان ایران او انګلیس او امریکا د پښتو او پښتنو کامیا بۍ په خوا نه دي
    کرزیان او مامدزیان هری مامله یا هره بیه چی وې سرداری د لاسه نه ورکوې
    دوی حطا د ډیورن لاین په قصه کې هم نه دی چی سرداری د دوی د سیمی نورو پښتنو لاس ته ور نشي
    دوئ د ستر خوشحال خان ددی شعر په مانا نه پوهیږی
    درست پښتون د کندهاره تر اټکه
    سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار دی

    مننه

  4. کرزی غواړی افغا نستان کی د پوتین او میدویدیف یعنی داوسنی روسی موډول پلی کړی چی پوتین یی کرزی او میدویدیف یی زلمی رسول ده او ۵ کاله وروسته به بیا کرزی صحنی ته رادانګی.

  5. ګرانو هیواد والو
    زه د لیکوو نکی د نظر په ار تباط یو څو خبری چی ضروری د ی دهغو یا دو نه کوم

    هغه داده چی دا خو ښکاره خبره ده چی جناب کرزی د پردی تر شاه د داسی یو چا ملاتړ کوی چی هغه تر دا اوسه په اغلب ګومان د ۷۰ کلونو عمر ته به رسیدلی وی خو د خپل ځان په نا ر ینتوب اعتبار نلری نو دپاچا هیی خبر ی خو پر یږده بله مهمه او اساسی خبره داده چی ملت اوس ویښ شوی دی او په دغه لس کسه نوماندانو چی ددوی د کور نیو په شمول ټولی زر را یی نلری ملت ددوی په خامه خوله نه ده بهر را ووځی او د ملت څخه پو شتنه وکړ ی تاسی ته به معلو مه شی چی را تلونکی زعیم څوک ده انشا اله بغیر د اشرف غنی احمد زی څخه د بل چا امکا ن نشته مطمعن اوسی

  6. زما په نظر کرزی د افغانستان لپاره هغومره زهرجن دی لکه ملا عمر، دغه دوه کسه چې په قدرت کې وي او فعال وي پښتانه به ذلیل وي او تباه کېږي به. او افغانستان به د ایران او باکستان ګوډاګی وي.

  7. واړه یو دي که غلجي دي که ابدال دي – ښه هغه چي يې د زړه ښیښه صفا ده (لوی احمدشاه بابا
    ، )دغلجي او دراني بابولالي روڼاندی قشر نه سي تېر ایستلای (بې غني خان نه شل کیږي

  8. کرزی فاسد او خاين دژوند تر اخرې سلګۍ پورې دافغانستان سره له جنايته اوخيانته لاس په سرکېدوونکی نه دی.
    خو افغان يو افغان دی ،غلجی، درانی، تاجکی اوداسې نور پکې نه ځاییږي.ادافغانستان هروګړی بايد دفاسد دولت دمنګلو دخلاصون څخه اود يوې نسبتاَ ښې راتلونکې لپاره اشرف غني ته خپله رايه ورکړي.
    که په کرزي منافق او زلمي بې باکه شل کېدای نوتراوسه به يې شل کړي وای. دازمویلو بيا ازمويل دکم عقلانو کاردی.
    ملت بايد په خپله رايه ددې فاسدينو اوخاینینو په واک کې دپاتې کيدو مخه ونيسي.

  9. per taand di aafrin we chi daasi likani khpara wi.

    Daa khel likani ba dumra de Ashraf ghani lapaare gata wa na kri, balki pe hiwad ki ba de ghaljo aw doraanianoo ter manz owr bal kri.

    ka chri Gulbadin, Babrak aw Ahmed Shah Masood de khpalo gatoo lapaara de pashtanoo aw tajiko ter manz nifaaq na wai jor karay, nan warz ba pa Afghanist ki daa haal na woo.

  10. کرزی او ملا عمر د پښتنو د تاریخ تر ټولو بدنامې څېرې دي. دواړه د دغه قوم د قتل عام او تباهي اصلي مسولاین دي.

ځواب ورکول شمس معتصم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *