تاند- د افغانستان د ولسمشر ورور شاه ولي کرزي نن په کندهار کې د ولسمشرۍ له کاندید اشرف غني احمدزي سره ملاتړ اعلان کړ.

شاه ولي کرزي وروسته له دې د اشرف غني احمدزي ننګه وکړه چې د ده د تره زامنو حشمت کرزي او حکمت کرزي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

1تر دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي یوه بل ورور قیوم کرزي، چې په خپله د ولسمشرۍ کاندید و، د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و.

د ځینو کتونکو په وینا له اشرف غني احمدزي څخه د شاه ولي کرزي، حشمت کرزي او حکمت کرزي ملاتړ هغه هڅې شنډوي چې ځینو کړیو په کندهار کې د غلجیو او درانیو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کولو لپاره کولې.

ډاکتر احمدزي د جمعې په ورځ په کندهار کې په یوه لویه ولسي غونډه کې له ګډونه وروسته له شاه ولي کرزي سره وکتل.

د کندهار د خلکو ملاتړ، چې د افغانستان په تاریخ کې تل برخلیک ټاکونکی و، د اشرف غني او نورو کاندیدانو لپاره خورا اهمیت لري.

له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د شاه ولي کرزي او د نوموړي د کورنۍ د نورو غړیو ننګه نړیوالو رسنیو منجمله وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د ولسمشر کرزي په کور نۍ کې د درز نښه بللې ده.

1وال ستریټ ژورنال په عین حال کې د اشرف غني او د ده د پلویانو له قوله ویلي چې د کندهار د پولیسو چارواکو د ډاکتر غني ډېری پلویان پرې نښودل چې په کندهار کې د جمعې د ورځې په لویه غونډه کې ګډون وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر حامد کرزي د کندهار زورور امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق ته ویلي و چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مزاحمت ونه کړي او امنیت یې وساتي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له راپور سره سم ولسمشر کرزي جنرال عبدالرزاق ته ویلي و چې د اشرف غني د انتخاباتني کمپاین هماغسي هرکلی وکړي چې د نورو کاندیدانو کوي یا یې کړی دی.

ډاکتر اشرف غني احمدزي وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي چې پولیسو د ده یو شمېر پلویان نه دي پرې ایښي چې غونډې ته ورشي.

ډاکتر احمدزي همداراز ویلي:«ولسمشر کرزي جنرال عبدالرزاق ما ته راولېږه چې دوی به هیڅ مداخله نه کوي، او مرسته به کوي.»

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې هڅه یې وکړه چې په دې اړه د امنیه قومندان عبدالرزاق نظر وپوښتي خو نوموړی حاضر نه شو.

1حشمت کرزي هم ورته شکایت وکړ، ویې ویل چې د کندهار له بېلابېلو سیمو څخه خلکو ورته ویلي چې غوښتل یې غونډې ته ورشي خو پولیسو یې مخه نیولې ده.

په کندهار کې یوه اوسېدونکي واکمن صمیم هم وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د غونډې د ځای دباندې د پولیسو پوستې ونیوه او پرې یې نښوده چې غونډې ته لاړ شي.

تر دې مخکې د زلمي رسول په ننګه هم په کندهار کې لویه غونډه جوړه شوې وه خو ګرانه ده چې د زلمي رسول د ملاتړ کې غونډه د جمعې په ورځ د اشرف غني احمدزي تر غونډې لویه وبلل شي.

One thought on “د کرزي د کورنۍ یو شمېر غړیو د اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ”
  1. پدې معنی چې په قندهار، زابل، ارزګان او هلمند کې د زلمي رسول ماته ملا لا پسې ماته شوه.

  2. عجیبه خبره ده
    غربي رسنی د اشرف غني احمدزي په ملاتړ خپرونې کوي او د زلمي رسول په زیان؟؟؟؟؟؟؟

  3. La Shah Wali Karzi na yaw jahan mananna che de Dr Ashraf Ghani mulatar ye wakar . Hamdasi la Hashmat Karzi aw Hekmat Karzi na ham dera mananna che de Dr Ashraf Ghani mulatar ye wakar

  4. له دې داسې معلومیږي چې لوی قندهار هم له اشرف سره دی او له کرزي ډیر خوا بدي دي هو قندهاري ورونه هم د حامد کرزي د پښتون ضد فعالیتونو څخه مصئون نه دي پاتې د هغوي سره هم زمونږ په شان لویه جفا شوې ده امید دی چې اشرف غني به دغه ټول شکایتونو رفع کړي

  5. سلامونه او ښی چاریی! زه فکر کووم چی ځینی ټوپکیان لکه رزاق، معلم عطا، ویسا او نور غله ده اشرف غنی دقدرت ته په رسیدوکی ده خپلی غلاوه او چورچپاول چانس نه وینی نو خپلی محدودی هڅی په لاره اچوی چی ده احمدزی ده کمپاین مخ نیوی وکی خو فکر کووم چی داسی هڅی به څه پایلی ونه لری.

    په درناوی
    مسافر

ځواب ورکول نااشنا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *