دا څو میاشتې چې افغانستان د تاریخ له تر ټولو حساس آزمېیښت څخه تېردونکی دی، په ملیاردونو هغه ډالر چې د کرزي د واک تر وروستۍ ورځې را روان ول، یو دم درېدلي، تل سل زره زیات نړیوال ځواکونه یو دم د جګړې له صحنې وتلي، په لسګونو زره تازه دمه اوزبک، وزیر، پنجابي او وطني طالبان د افغانستان پر خاوره را بهېدلي، هره ورځ د امریکا، اروپايي اتحاديې او نورو له مرستندویه پروژو سلګونه ځوانان بېکاره کېږي، خزانه خالي ده او لکه کرزي څخه دومره ستونزې، افلاس، بې نظمي او ګډوډي په میراث پاتې دي چې د هرې یوې سمول یې یوه دردوونکې جراحي غواړي.

په دغسې حساس وخت کې حامد کرزی د افغانستان د ملت تر څنګ نه، د افغانستان د نظام په تخریب، د بنسټونو په کمزوري کولو او د بې اعتمادۍ په خپرولو بوخت دی.

حامد کرزي، د هغه کورنۍ او لاسپوڅو دا تېر دیارلس کاله په کندهار کې د قومونو د زرګونو مشرانو ترور ته لاره هواره کړه. د هغه کورنۍ د کندهار د ښار د ځمکو د غصب په شمول د ګمرکاتو ټول عواید، د ښاروالۍ ټول عواید او په لارو کې له لاریو څخه د اخاذیو غیر قانوني عواید په خپلو اکاونټونو کې جمع کړل. د حامد کرزي د کورنۍ تر ټولو لوی خیانت دا و چې د کندهار په سطحه یې د نویو رهبریو د را څرګندېدلو مخه ونیوله، ځوانان یې محروم وساتل، او چې چا سر پورته کړل، یا یې تهدید او یا یې فرار کړل. هغوی پر نړیوالو قراردادونو خېټه واچوله او له پنجشېري حلقې سره د ایتلاف له لارې یې د قراردادونو ټول عواید لوټ کړل. حامد کرزي د خپل واک په دوران کې واک د پنجشېریانو، هزاره ګانو، پاکستانیانو او خپلې کورنۍ تر منځ تقسیم او د افغانستان ټولې دولتي ځمکې یې د بې نقشې او ناقانوني ښارګوټو لپاهر پر نوموړیو څلورو ډلو و وېشل. حامد کرزي د افغانستان ټول سرحدي ولایتونه له پنجاب سره معامله او والیان یې د پنجاب په خوښه وټاکل. د اکثرو ولایتونو والیان یې داسې افراد وټاکل چې حتی کورونه یې په پاکستان کې ول. په دې وګړیو کې د غزني، خوست، کونړ او ننګرهار والیان هم شامل ول. حامد کرزي د دې ولایتونو ترڅنګ محلي اورګانونو لوی ریاست پاکستانیانو ته ورکړ چې هغوی له دې لارې د افغانستان ټوله مهمه ډېټا پاکستان ته انتقال کړه. د هغه په زمانه کې د افغانستان ارګ د جاسوسانو ځاله وه چې یواځېنی مشترکه وجهه یې ارګ ته د ګاونډیانو د جاسوسیو پر پیسو شراکت و. د هغه په زمانه کې ارګ ته پاکستانۍ کلداري، ایراني تومان، چینایي ین، انګلیسي پاونډ او امریکایي ډالر په کڅوړو کې راتلل او له هغه ځایه د رشوت په توګه وېشل کېدلې. د حامد کرزي پر مهال د افغانستان د حکومت ۷۵ سلنه ریاستونه، معینیتونه او وزارتونه یواځې د یوه ولایت په خلکو وېشل شوي ول. دیارلس کاله وروسته د حامد کرزي د تګ پر ورځ د کابل ښار لکه ده چې په اوله ورځ تسلیم کړی و، عملاً د شمال د ایتلاف د لنډه غرو په لاس کې و. د حامد کرزي توطیو او په لومړي دور کې د اشرف غني د رأیې په تقسیمولو او د زلمي رسول په درولو حامد کرزي د افغانستان ټاکنې دوهم دور او بیا اوږده بحران ته بوتلې او افغانستان ته یې نه جبرانېدونکی تاوان ورساوه.

حامد کرزي طالبانو ته د یوه مخالف سیاسي ځواک په حیث مشروعیت ورکړ او په کابل کې یې د طالبانو د تبلیغاتي ټیم په ملاتړ په لکونو ډالر ولګول.

حامد کرزی له واک څخه تر لرې کېدلو وروسته هم د افغانستان په بې ثباته کولو، د نظام په کمزورولو او د قومي، سمتي او تنظیمي تفرقو په خپرولو بوخت دی. هغه له بیت المال څخه په لوټ کړیو ملیونونو ډالر باندې حرامونې رسنۍ تأسیس کړې. په دې رسنیو کې یې د حزب التحریر او افراطي ډلو غړي استخدام کړل، او اوس د دې رسنیو پر مټ د ملي بې باوریو پر خپرولو او د نظام د بنسټونو په کمزوري کولو بوخت دی. حامد کرزي په دې وروستیو کې یوه ډله ملایان هم تطمیع کړي چې د نظام پر خلاف دیني ناره پوره کړي. هغه له یوې خوا د نظام پر خلاف د دین ناره کاروي، له بل پلوه، په جنوب غرب سمت کې سمتي تعصبونو ته لمن وهي. د هغه ټیم په دې وروستیو کې د ایران له استخباراتو څخه پراخ منابع ترلاسه کړل چې په افغانستان کې د سعودي د پانګونو د مخالفت په بهانه کار تر واخلي.

د حامد کرزي کور په کابل کې د مافیا د هغو ښارمارانو د را ټولېدلو ځای دی چې دیارلس کاله یې د افغانستان منابع لوټ کړي او پر افغانانو یې د تېرو دیارلسو کلونو د نړیوال ملاتړ طلایي فرصت داسې ضایع کړی، لکه یو بې معنا خوب.

د حامد کرزي په کور کې را ټولېدونکي مافیایي ښاماران د یو لړ بې روزګاره ځوانانو د وجدان پېرودنې لپاره په زرګونو ډالره لګوي چې په رسنیو کې د زهر شیندلو لپاره ورڅخه کار واخلي. د دې ځوانانو شر د ده افغانانو له کوڅو نیولې د نیویارک ټایمز تر مقالو پورې هر ځای محسوس دی.

په دې ځوانانو کې ځینې هغه زرخریدې ګلزرینې هم شاملې دي چې د حامد کرزي د واک پر مهال د ارګ پر منابعو څوربېدلې. اوس چې پر دې ځوانانو د ارګ تورې پیسې درېدلي، له دې ځوانانو څخه د حامد کرزي په لاس ګډول کېدونکې بیزوګانې جوړې دي چې کله یې په یوه اړخ او کله یې په بل اړخ ګډوي او خپله سیاسي شادي بازي پرې کوي. دا سیاسي شادي بازي که له یوه اړخه د افغانستان په دې حساسه تاریخي مرحله کې د ملي باور په زیان او د دښمن د اروایي جګړې په ګټه ده، له بله اړخه، د هغو ځوانانو د شخصیت وژني، استعمال، استثمار او وسیلوي استعمال غیر اخلاقي هڅه هم ده.

————————

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی. ممکن د لیکوال نظر د یوه شخص یا یوې ډلې نظر وي.

By Editor2

7 thoughts on “د حامد کرزي سیاسي شادو بازۍ / طالب جان زړه خوږی”
  1. داچی کرزی څه وکړه او څه یی نه وکړه دا خو یوه بی ځوابه پوښتنه ده.
    داچی کرزی هیواد د خپلو جمیعتی لوچګانو سره په ګډه چور کی دا یو واقیعت دی.
    کرزی د یوی داسی کورنی څخه دی چی په کندهار کی یی ډیر خلګ پیژنی د کرزی کورنی د غلو او پایلوچانو په ساتلو شهرت درلودی نو داچی کرزی د یو مافیایی په څیر ګران افغانستان لوټ کی دا یی په وینه کی دی، د کرزی کورنی هیڅ وخت په یوه خونه کی ډوډی نه ده سره خوړلی د خپل مینځی دښمنی په خاطر نو د داسی یو کم اسله انسان څخه بل څه غوښتل ګناه ده او کله چی د جمیعت غلو او لوچګانو ولیدل چی میدان چغالی دی نو یی د کرزی په مرسته د هیواد چور ته ادامه ورکړه کرزی زموږ ګران افغانستان پر څو لوچګانو خرڅ کړی هغه چی باید محکمه سوی وای وزیران او جنرالان سول یو لوی غل او جنایت کار یی د لوی احمدشاه بابا او با پته میرویس نیکه سره مقایسه کړی او یو بی سواده ځناور یی د مارشال شاه ولی خان سره برابر کړی نو کرزی به اوس خود تخریبی فعالیت کوی دا دونه غلا سوی پیسی به دی چیری پر کار اچوی.
    افغانان باید په دی وپوهیږی چی موږ که خپل غم ونکو هیڅ څوک زموږ دردونه نه دوا کوی موږ بیخی یوازی یو ټول ګاونډیانو مو د عمرو دښمنان دی او په تیرو دیارلس کلونو کی کرزی د هیواد دننه داسی لوچګان پر قدرت کړل چی اوس موږ په هر چا رازی یو خو جمیعتی او مجاهد دی نه وی.
    که موږ نن د اشرف غنی ملاتړ ونه کو نو ډیر ژر به ټوله قدرت بیا د جمیعتی غلو او جهادی ځناورانو لاس ته ولویږی او کرزی له لکه الکاپون بیا خپله مافیا رهبری کوی.
    د یو روښانه راتلونکی د پاره نن باید ږغ پورته کو چی موږ نور دا غله نه غواړو نه په حکومت کی او نه په اولسی جرګه کی.
    د اولسواکی او جوړ افغانستان د پاره زموږ ږغ او عمل ډیر مهم دی.

  2. د کرزي د خيانتونو او فسادونو په اړه که کتابونه وليکل شي بيا به هم کم وي ، ستا هره خبره رښتيا او حقيقت ده ،
    مګر ګيله بايد د کرزي څخه و نه سي ، ځکه د کرزي تخريبي کارو ته ارګ زمينه برابروي ، په ارګ کي يې دننه ځای
    ور کړی ، پر ټولو ناخوالو او تاوانو سربېره يې د کابل هوايې ډګر د ده په نوم کړ ، اوس زموږ څخه ورکه ده چي سم
    او ناسم سره بېل کړو ٠

  3. کارزی تا دعا کوی چه بيا يو ځی کړی به ډير زيا ر – که نه وی نوی تر او سه به مو په لا هور کی څپلی ګنډلی –

  4. کرزی داسی مشر و چی د افغانستان په اداری فساد، غلا او نارامی کی ستر رول درلود او لری. ده کولی شول د ټولو امکاناتو په شتون سره یو با ثباته افغانستان جوړ کړی، برعکس غلو او بهرنی اجیرانو ته یی قدرت ورکړ.

  5. karzai is a brave leader in afghanistan kandahar is the place for emperior
    ashraf ghani government is fail from now, people of afghanistan should re elect a honest leader
    from kandahar

  6. بیا لپاره چی زان ریس جمهوری ته ورسوی داسی کوی تر سو یو زل بیا د افغانستان ریس جمهور او د افعانانو باقی سرمن وروباسی

  7. تاند مسولینو هیله ده جوړ به یاست

    په ما د پښتو ټولې خپلواکه ویب پاڼې ګرانې دي خو بیا مو زما مرکه ددې لیکنې په اړه نه ده خپره کړې او نورې مرکې خپرې شوی . ننګونه نه کوم په مینه درته لیکم چې له دې وروسته هم درې ځلې مرکې لیکم که خپرې مو نه کړې او ځواب مو رانکړو بیا د تاند په اړه خپل نزر په نورو لارو خپروم خو خداې دې وکړي چې داسې ونه شي

ځواب ورکول dr.Mujib R Rahimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *