عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- په کابل کې د عبد الله د ملي ايتلاف له لوري اوازه خپره شوې چې په ارګ کې په یوه غونډه کې، چې عبدالرب رسول سیاف، مارشال فهیم،عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان پکې ګډون کړی و، ولسمشر کرزي غوښتنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې د ولسمشري د کاندید په توګه د عبدالرب رسول سیاف ملاتړ وشي.

ښاغلی سیاف، چې یو وخت د اسلامي اتحاد تنظیم مشر و، اوس د اسلامي دعوت ګوند مشري کوي. ده هم د ډېرو نورو په شان د خپل ګوند نوم بدل کړی دی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف غړي او ویندوی فاضل سانچارکي وویل، ښاغلي کرزي د غونډې له برخوالو وغوښتل چې په راروانو ولسمشریزو انتخاباتو کې د عبدالرب رسول سیاف ملاتړ وکړي. ټولو برخوالو د کرزي له غوښتنې سره موافقه وکړه خو یوازې د بلخ والي عطا محمد نور مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي سانچارکي همداراز وویل:«زموږ له مالوماتو سره سم، تېره اوونۍ د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې په غونډه کې حامد کرزي د غونډې له برخوالو وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د سیاف ملاتړ وکړي. ټولو یې ملاتړ څرګند کړ خو یوازې عطا محمد نور ورسره مخالفت وکړ.»

په همدې حال کې د سیاف په مشرۍ د دعوت ګوند یوه غړي داوود کلکاني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د غونډې جوړېدا تایید کړه. خو ده تاکید وکاوه چې په دې غونډه کې په دې اړه خبرې نه دي شوي چې استاد سیاف دې د ولسمشرۍ د راتلونکې دورې کاندید وي.

ده وویل چې ښاغلي سیاف یوازې د راتلونکو انتخاباتو د څېړلو لپاره د یوې غونډې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

ده زیاته کړه:«دا خبره تاییدوم چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه جوړه شوې وه، خو له دې خبرې سره موافق نه یم چې په هغې کې ولسمشر کرزي استاد سیاف د راتلونکو انتخاباتو د کاندید په توګه معرفي کړی. په غونډه کې سیاف په کابل کې د لویې جرګې په اړه خبرې وکړې.»

6 thoughts on “د کرزي له لوري د سیاف د نومونې اوازې”
  1. Za ma pa aand ya fekar ra
    Tlonkee toltakono ke zalmay khalilzad aw dr ashraf ghani ahmadzai matrah kassan dee aw aroo maroo ba doe da ayenda jamhoor rais pa sefat wa gumaral shee ..

  2. د عربي جاهلیت او دهغوی نفسیاتي ماهیت افغاني نماد، د اسلام ستر پیغمبر ص ته حدیث په نوم پورې شوي عربي جهلیاتو اول لاس سوداګر او پالونکی، د بن لادن استاد او افغانستان کې د تروریزم اصلي افغاني پیرودونکی او بنسټګر، د کابل د زرګونو بیګناه انسانانو قاتل او د کونډو او یتیمانو په وینو او بیت المال میلیاردر او … اوس قضاوت تاسې وکړئ چې وطن په کومه خوا روان دی او د ده تر مشرۍ لاندې افغانستان باید څه ډول وي؟!

  3. ډير ښه تاکتيک دی،افغانان به دا ځل په قومي ،ژبني،تنظيمي او مذهبي نظرياتو سره ټاکنو ته نه ځي.
    افغانان به په دې ټول ټاکنو کي د تاريکي او روښنايي،د جهل او پوهي،د ورانونکي او جوړونکي،د پرون او سبا،د وطن فروش او وطن دوست،د وحشت او بشريت،د ظالم او مظلوم … تر منځ ټاکني کوي.

  4. Assalamualaikum
    zama pa fikar daa tol Sara 1 dy bas mung bande lobe kawy.
    daa hagha kesa da che maa de khpal neka marhoom na awredale wa.
    hagha ba aksar daa kesa kawala wai 1 sarai kafan kash wo aw la marri (mayyet) na ba ye kafan khkalo che kala dai wafat soo no zoe ba ye da marri na kafan ham owesto au largai ba ye ham pa sha ke war chakh ka.
    no bia tre khalko pukhtana wakra che daa wale no da ba wail che da plar da para duagoe paida kaum.
    wos che karzai tlunkai dai no da sayaf pa rawasto Sara ghwary che khalaq pa karzi passe dua kawe na baddua
    wasalam.

  5. په دی ټول خبر دی چی سیاف پښتون نه دی خو په پښتنو کی یی ځان پټ کړی دی. کرزی همداسی وه کرزی غواړی په چل او دوکی سره د مغولانو حاکمیت دوام ومومی

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *