د افغانستان په تاريخ کي کرزى لومړى ولمسشر دى،چي پاکستان ته يې شل رسمي سفرونه کړي دي.

کرزي په کابل کي د (خداى په امانۍ ) جوړسويو مراسمو کي وويل، ګاونډي هيواد پاکستان ته يې ټول سفرونه په افغانستان کي د سولي د ټيګښت په موخه کړي، ليکن هيڅ پايله يې نه ده درلودلې.

کرزي وويل، دا سفرونه اودسولي هلي ځلي ځکه بې پايلي وې ، چي امريکا او د پاکستان استخباراتي ادارې خپلي موخي او شرايط درلودل، چي په منلو کي يې زموږ تاوان و.

“۲۰ ځلې پاکستان ته ولاړم، د سولې هڅې مو بیخي ډېرې وکړې، هېڅ پایله یې ورنه کړه، دلیل یې دا و چې: امریکا دا سوله نه غوښته، خپل اهداف یې غوښتل، پاکستان هم د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پېژندل غوښتل، چې موږ هغه ته حاضر نه وو، دویم یې د افغاسنتان د بهرني سیاست کنټرول غوښت، چې هغه ته هم موږ هېڅکله چمتو نه یو.”

تاسي پام وکړئ، چي يادو سفرونو څومره لګښت درلود، څومره وخت ضايع سوى او څومره د درواغو ژمني به له کرزي سره سوي وي؟

له دې څخه له ورايه ښکاري، چي د امريکا په ګډون نور هيوادونه په افغانستان کي سوله نه غواړي او په روانه جګړه کي ددوى مادي ګټي نغښتي دي.

دوى په دې کيسه کي نه دي، چي د ورځي څومره افغانان يو اوبل سره وژني، څومره ميندي بوري کيږي، څومره خويندي د ورور جنازې او قبر ته بغاري وهي او څومره کوچنيان خپل پلرونه له لاسه ورکوي؟

د کرزي له وروستۍ وينا څخه معلوميږي، چي زموږ په هيواد کي د ښځو، ماشومانو، دموکراسۍ او نوري د بشري حقونو نارې يوازي شعارونه دي او په ګټه يې نور بريتونه غوړوي او موږ افغانان ورځ تربلي د پرديو هدفونو قرباني کيږو.

افغان مظلوم ولس تل دا نارې وهلي ، چي دلته راغلي تش په نامه دسولي ټيکداران په خپله د جګړې نغري ته پيلوزي ور اچوي، خو خلک يې نه مني.

افغان مظلوم ولس تل ګاونډي هيوادونه غندلي، چي دلته يې جګړه د اسلام ترنامه لاندي د خپلو ګټو په موخه توده ساتلې، خو لاتراوسه يې يو زيات شمير ساده خلک نه مني.

نور نو بايد په حکومت کي ګډ او له حکومت څخه مرور ټوپک په لاس وروڼه په دې پوه سي، چي پر دغه هيواد او مظلوم ولس هيڅوک مين نه دى او نه له يوې او بلي غاړي سره مرستي د خداى لپاره کيږي.

تر ټولو ښه خبره داده، چي افغانان د پرديو په غوړو خبرو تير نه وزي او په رښتيا سره د افغانستان د جوړېدو لپاره يو اوبل ته دافغانيت لاسونه ورکړي.

په دې کي د ټولو هيوادوالو خير او زموږ د شهيدانو، کونډو، يتيمانو، معلولانو، بورو، ورارو او … ټولو ځورېدولو ارمانونه نغښتى دي.

دا خبره پرکور او له کوره دباندي سياست پوهانو په ثبوت رسولې ده، چي په افغانستان کي سوله، کراري، خندا، سمسورتيا او د ټولو افغانانو په خوښه يو ټينګ مرکزي افغان حکومت هغه وخت راتلاى سي، چي په جګړه او مخالفت کي ټول ښکېل افغانان د خپلو هيوادوالو خبرو ته په لوړ زغم غوږ ونيسي او يوازي د افغانستان او مظلوم افغان د سوکالۍ لپاره لستوڼي راپورته کړي.

0 thoughts on “د کرزي ٢٠ ناکام سفرونه/ ابراهیم سپېڅلی”
  1. According to the law every government official must disclose his/her financial status when assigned for a job. If Karzai is honest person he should tell the nation, how much money he had before becoming the president and how much money he has now, how much money came from Iran and what happened to that money.

  2. زما نه یادیږی چه پاکستان دافغانستان رښتینی دوست پاتی شوی وی، دشاغلی کرزی دحکومته خو پوره نشوه، خو مونږ نوی حکومت ته خواست کوو، چه یوه داسی خصوصی کړنلاره جوړه کړی چه په څه سیستم مونږ پاکستانی پانجابیان دپښو غورځولای شو.

  3. I don’t know the politic,and not intrasting,the only things that we can promot Afghanistan is to get education and work honistly to our country afghanisatn.
    don’t think about panjab and pakistan just work hard and try to get higher education.

    many thanks

ځواب ورکول khalil rahman popal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *