تاند، دوشنبه، د میزان ۸مه: د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کسان وايي، چې ښاغلي کرزي او ملګرو یې سږ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په قصدي ډول رایه نه ده کارولې.

د حامد کرزي نږدې ملګری او پر اساسي قانون د څار کمېسیون پخوانی مشر ګل رحمان قاضي تاند ته وايي، حامد کرزی له سږنیو ټاکنو سره مخالف و او له همدې کبله یې خپلو ټولو ملګرو پرېکړه کړې وه چې ولسمشریزو ټاکنو کې به رایه نه کاروي.

نوموړی وايي، ده خپله هم ځکه رایه نده کارولې چې د ده په وینا خلکو عملا دا ځل ټاکنې په خپل کم ګډون تحریم کړې او حکومت د سولې فرصت شاته وغورځاوه.

د حامد کرزي د دفتر یوې رسمي سرچینې بیا تاند ته تایید کړه چې حامد کرزي او ملګرو یې په ټاکنو کې رایه نه ده کارولې.

د حامد کرزي د ټیم هغه کسان چې رایه یې نه ده کارولې، په سر کې یې حامد کرزی، ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، عبدالکریم خرم، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد مقبل، بسم الله خان محمدي، یونس قانوني، اسماعیل خان، زلمی هېوادمل، حامد ګیلاني، عطا محمد نور، شهزاده مسعود، احمد الله علیزی، باچا خان ځدراڼ او نورو عملا په قصدي ډول خپلې رایې ونه کارولې.

دغه راز په حامد کرزي پورې تړلیو رسنیو ویسا ورځپاڼې، مسیر ورځپاڼې، کابل نیوز ټلویزیون، افغانستان ټایمز او نورو رسنیو یې هم د ټاکنو د ناکامه ښودلو او پر ضد یې د تبلیغاتو بشپړې هڅې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي تر دې دمه بریښنايي تذکیره هم نه ده اخیستې.

پر هغه تور دی چې د نظام د یو شمېر مخربو کړیو طرفداري کوي او د هغوی د خوشالولو لپاره ځینې کارونه کوي چې د اساسي قانون او ملي ګټو خلاف وي.

خو حامد کرزي بیا په وار وار ویلي دي چې د افغانانو خیر او د افغانستان ملي منافعو ته په پام خپل سیاستونه مخې ته وړي.

نوموړي څو ورځې وړاندې ټاکنې بحران پاروونکې وبللې او زیاته یې کړه هغه وخت به ټاکنې پایله ورکړي چې افغانستان ازاد وي.

2 thoughts on “د کرزي ټیم د خپل جوړ کړي نظام پر ضد، نه یې تذکرې اخیستې نه یې رایې ورکړې”
  1. یو ځای مي لوستي وه چي که دي د چا په اړه مالومات ترلاسه کول غوښتل خو نه دي سوه ترلاسه کولای نو اسانه لار یې داده چي د نزدې ملګرو په اړه یې مالومات ترلاسه کړې او په اړه یې پرېکړه وکړې.
    ښاغلی کرزی هم هغه څوک دی چي خلک یې د مخ او شا په پیداکولو پسې سرګردانه دي نو اسانه فورمل دا دی چي ملګري یې وکتل سي او د هغه په ړنا کي د کرزي په اړه هم پرېکړه وسي.
    د کرزي د ملګرو مطلق اکثریت غله، قاتلین، زورواکي، فاسدین او د ملي منافعو دښمنان دي.نو لهذا کرزی هم باید د دوی په ډله کي وشمېرل سي او د نظره وغورځول سي

  2. وایی حامد کرزی په ټاکنو کې برخه نده اخیستې.
    د هر عمل پای او نتیجه مونږ ته دا په اثبات رسوي چې زمونږ پرېکړه پرځای وه او که غلطه .
    د حامدکرزي او ملګرو فیصلې یې دا وښوده چې جناب کرزی یو خام سیاستمدار دی.
    دوی په تېرو پنځلسو کلونو مطلق العنانه واکمنۍ کې د نژدې زر ميلیارده دالرو نړیوالو مرستو په ترلاسه کولو سره یو حلقوي سرک په ټول افغانستان کې جوړ نشو کړای .
    د دوی په وخت کې بریدمل اسمعیل خان د هرات پخواني والي درې زره میلیونه دالره خپل جیب ته واچول ، بسم الله خان ته د پشقل فروش لقب ورکړل شو. د دوی لومړي مرستیال احمدضیا مسعود 52000000 دوه پنځوس میلیونه دالره د خپلې غلا سهم دوبی ته انتقال کړ. د کابل بانک چور او مشران یې زنداني شول .
    د دوی په ملګرو د قبرونو زرګونه میلیونه د برښنا کرایه پاته ده ، جنګسالاران یې بیا تقویه کړل او ملوک الطوایفي نظام یې بیا راژوندی کړ …..

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *