تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی باور لري چې د امریکا حکومت او پوځ د افغانستان په وروستیو خونړیو بریدونو او چاودنو کې لاس لري.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کرزي ته د نژدې افغان چارواکو په قول ویلي چې افغان ولسمشر باوري دی چې په لسګونو حملې، چې په ظاهره د طالبانو له لوري شوي، د امریکا له خوا تنظیم شوي څو د ده حکومت کمزوری او په افغانستان کې بې ثباتي زیاته شي.
دغو افغان چارواکو تایید کړه چې کرزی په دې حملو کې د امریکایانو د لاس لرلو په اړه کره شواهد او اسناد نه لري.
خو نوموړی باور لري چې د کابل د لبناني رستوران د برید په شمول، چې د ۳ امریکایانو په شمول پکې ۲۱ تنه ووژل شول، امریکایان لاس لري.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې دا راپور د امریکا د متحدو ایالتونو او کرزي ترمنځ، چې له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه کوي، د اختلاف د ژورتیا بله نښه ده.
په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کننګم واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د کرزي شکونه د دسیسې تیوري ښيي او له حقیقته لېري دي… «دا نه منطق مني او نه عادي ذهن او یوازې زموږ دښمن ته ګټه رسوي.»
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان پر دې موضوع د خبرو په مهال وویل:«موږ د ترهګرو او یاغیانو په وړاندې دوولس کاله هڅې کوو څو په افغانستان کې سوله او ثبات راولو. خو له دې سره سره که زموږ هڅو ته د شک په سترګه وکتل شي یا په بل ډول تعبیر شي نو دا به د هغو کسانو د قربانیو لپاره مناسبه نه وي چې د افغانستان د خلکو په خاطر یې ورکړي دي.»
واشنګټن پوسټ د افغان چارواکو په قول ویلي چې کرزی فکر کوي چې دا بریدونه د دې لپاره کېږي چې د امریکايي پوځیانو له لوري ملکي افغانانو ته له اوښتونکو تلفاتو پام په بله واړول شي. پر دې سربېره افغان چارواکو ویلي چې د کابل د لبناني رستوران حمله تر دې زیاته پېچلې وه چې وسله وال طالبان دې دا راز برید وکړای شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې د امریکا د رول امکان رد کړی دی.
د دې ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد واشنګټن پوسټ ته ویلي:«د هرې حملې مسوولیت چې موږ په غاړه اخلو، هغه موږ په خپله کوو، زموږ کسان یې کوي نه بل څوک.»
سلام علیکم! قدرمنو د کرزی د خبرو په تاید کی واېم چه هو کفارو په افغانستان کې د راتګ په لومړۍ ورځ هرقسم جنایتونه کړی دی او کوی یې. دا نه لومړۍ ځل دی او نه به اخر وی. کرزی شاید د دوی په ټولو جنایتونو نوی خبر، ځکه چه کفار هر هغه افغان ته چه له دوی سره ملاتړۍ وی په سپکه سترګه ګوری او باور په نکوی. ځما په خبره ټول هغه په دمکراسۍ غولیدلی او یا خرڅ شوی مرتد افغانان چه دکفارو سره په قتار کی ولاړدی پوهیږی،خو یا یې څه په وس کی نشته او یا هم د غلامۍ په نشه کی ډوب دی. قدرمنو زه هوای خبری نکوم . زه هم هغه خوشباوره په دمکراسی او بشردوستۍ مین افغان وم چه د خپل عمر ۲۶ کاله مې په غربی دموکراسی کی تیر کړی وو او په ډیر جرعت اوجذبه می د کفارو لمن ونیوله تر څوخپل افغانی ارمانونه پوره او پلرنی ټاټوبی ته خدمت وکړم. په همدې موده کی می سر او کار د افغانستان دجنرالانو والیانو وزیرانو قمندانانو او نورو سره وو. د شرم خبره دا ده چه په دخلکو کی هر ېو دا کوشش کولو چه څنګه به وکولی شی ځان کفارو ته نږدې کی.خو فکر نکوم چه کوم ېو به ورنیږدې شوی وی،ځکه چه بی له تلاشئ په دوی کې ېو هم زموږ کمپ یا مرکزته نشول ورنتلۍ.او بل دا چه ما په خپلو ګناه ګارو سترګو د کفارو سپیشل فورس د افغانانو(طالبانو) په جامو کی
لیدلی چه د لونګۍ نیولی بیا تر پښو پوری د کندهاریانو په کالیو پټ،د طالبانو داټسنی ورسره په ټیپ کی د عبیدالله جان کیسټ او یا د ناتونو کیسټی چالان وې. کرزی ته خه پته ده. اوس نو ځما پیشو ما ته میو میو کوی!!!!!!!!!!!
په درناوی
شپون جا نه السلام علیکم.موږ افغانا نو ته بد بختې دخپلې نا پوهۍ او بې خبرۍ څخه را پیښه ده.زموږ جنوب ختیځ ګاونډی د همدغه هیوادپه تاریخ که څوک ځان په پوه ګړې ددوی پر دغه پښتنې دوو(۲) ایالتونو ۵۴ کلونه او پر هغه نورو ایالتونو او په ټوله دهند پر لویه وچه کفارو انګلیسا نو تر ۱۰۰ کاله ډیرمسلط حکومت کړیدی. دضیاالحق دوخت خارجه وزیر صاحب زاده یعقوب خان دیوه عسکری صاحب منصب په توګه دانګریزانو تر مستقیمې قوماندې لاندې په دوهم نړیوال جنګ کې برخه اخیسې وه. او زما او ستا په اصطلاح اسلامې۷ رهبران ددغه وزیر تر امر۱۴ کاله لاندې وه.هیچا اوهیڅ مسلمان ددغه وزیر مرتد والی او دجنرال ضیا بدوالی ته اشاره وه نه کړه.مولانا فضلاالرحمان دضیا په مقابل MRD (تحریک احیا دیموکراسې پا کیستان)جوړکی سره ددغه چې دمولانا سره ددغه هیواد ۹۵ فیصده علما ور سره په ګوند کښې وه.هیچا ونه ویل چې دیموکراسې دکفا رو قانون او تګلاره ده.او تقریبا دټولې نړې اسلامې تحریکونه دهمدغه هیوادڅخه سر چینه اخلې. زموږ ۳۵ کلن جد اوجهد ولې بې نتیجې دی.ځکه ددغه هیواد تر مستقیم کمانډ لاندې دی.که ته فکر وکې اوس هم (۶۵) کاله ددوی په نام ازادی وروسته په دوی کې انګلیسې قانون چلیږې. ته درسوالله (ص) او دصحا به کرامو(رض)دغزاووکتابونه ولوله هیڅ وخت ددغسې منا فقینولکه دغه تور لینګیا نو تر تا ثیر او قوماندې لاندې نه دې سوې. دجنرال مشرف په حکومت ددوی قاضې قضا ت هندو وو. زموږ هیواد وال دپاڼ او پړانګ په منځ کې را ګیر دې یوې خوا ته کفار او بلې خوا ته دکفارو تاریخې غلام زموږ ګاونډی.هیله ده چې دځانه څخه جعلې ټا فې دکافر یا مرتد پر چا ونه وهو.او کدکافر ټاپه لګول دعالم کاردی.که څه په تیرو۳۵ کلونو موږ دځینو علما وو جعلې ټاپې ولیدلې.غر بیان لکه انګریزیان او روسان هروخت چې وې خو تلونکې دې.خو ګاونډیان تل زموږ کاونډیان دې.الله(ج) مو دې دټولو څخه په خپل فضل اوکرم وساتې.په پای کښې لاسونه ددوعا لپه کوم چې یا الله(ج) افغانان یا پوه هوښیار او یا مردارکړې
قدرمنه سلیم وروره!!! دا چه ځموږ همسایه څوک دی ټولو ته ښکاره ده، خو موږ ته ضروری نده چه ځانونه له دوی سره برابر کړو. قدرمنه!!! داسې وخت راغلی دی چه څوک د هق د اوریدو طاقت هم نلری. په خلکو د جهاد نوم بد لګی ، ځیار همدا کوی چه د خپل سیال نه په مرتدی، وطن فروشۍ،بد اخلاقۍ کی پیشقدم وی. که ګاونډ می مرتد دی نو زه ولی نوم؟؟؟ قدرمنه شکر مسلمانان یو اودا ېو لوی نعمت د الله(ج) دی.موږ کلام الله قران کریم لرو،او د محمد(ص) په شان رسول لرو. قدرمنه، داسی څه نشته چه په قران شریف کی یې لارښودنه نوی شوی.هیله می له تا دا ده چه یو واری ځما او بیا د خپل ځان په خاطر د قران او احادیثو په رڼا کی دا خپل مشران وګوره بی له کوم ژبنی قومی تعسوبه .که چیری دا نشی کولې د کوم عالم دین نه پوښتنه وکړه خو د سیاف نه یې مکوه. قدرمنه سلیم احمد خانه وروره د مسلمان په صفت اوس دا پوښتنه فرض کیږی. په اخر کی ستاسو د بریاوو په هیله
په درناوی