امریکايي پوځیان

د نن سبا د خبرونو سرټکي دا دي: امریکا له افغانستان څخه د خپلو ټولو پوځونو پر ایستلو غور کوي، طالبانو خپل دفتر په قطر کې تړلی او هند هم د افغانستان حکومت ته د وسلو له ورکړې انکار کړی.

دا ټولې خبرې تصادفي نه دي او د حامد کرزي ادارې ته دا ښودل کیږي چې لږ فکر وکړي او ځان د ډاکټر نجیب له برخلیک څخه وساتي، خو کرزی د داسی ټیم په منځ ککې راګیر شوی دی چې اوس یې ورنه خلاصون د ده په ژوند مهال ښکاري او موږته یو ځل بیا دا خبره ثابتوي، چې خپل عمل د لارې مل دی.

څوک چې په غلو ټوپک سالارانو او وطن پلورونکو خپل قدرت ساتی، پایله به یی همداسی وی، لکه نن چې کرزی صاحب ورسره مخاخ دی، چې یوی خواته پاڼ دی او بلی خواته یی پړانګ دی.

که امریکا خپل ټول عسکر د افغان حکومت د فساد او بی کفایتی له کبله له دی ملک وباسی، دا ملک به یو ځل بیا په هغه سرنوښت اخته شی، لکه څنګه چې د روسانو له وتلو ورسته اخته شوی وو، د طالبانو جهاد به هم د تنظیمی جهاد په شان بی ځایه او ناحقه وخیژی. موږ به یو ځل بیا د خپلو ګاونډیو چې هر یو یی زموږ له پاره د یوه قصاب حثیت لری، تر چاړی لاندی شو او دا ځل به چاړی تر زموږ تر هډوکو هم تیره کړی.

زه نه پوهیږم چې د نړۍ ابر قدرتونه په سر کی امریکا د افغانستان غوندی یوه سوالګر او ورسته پاته هیواد ته څه اړتیا لري او ولی باید خپل پوځیان دلته ووژنی؟ او دا خبره هم د غور وړ ده، چې د ښاغلی حامد کرزی حکومت په څه شی دومره نازیږی، چې له امریکا سره ډغرې وهي؟ هغه د امریکایی لیکوال خبره کرزی پر هغو لاسونو چې ده ته ډوډوۍ ورکوي، خوله لګوی او پر ځان خپل رزق په خپله دروی.

ښاغلی کرزی د دی له پاره چې له پاکستان سره مقابله وکړی، هند ته مخه کړه، خو هندوان هم دومره بی عقل نه دی او د ده هغه خبره یی ښه په یاد دی، چې ویلی یی وه که څوک پر پاکستان حمله وکړی، موږ به له پاکستان سره ودریږو. ځکه نو یی ښاغلی کرزی ته داسی ځواب ورکړ، چې اوس لاره ورباندی ورکه ده، چې له چا او کوم هیواد څخه مرسته وغواړی، ځکه دی سړی هیچاته هم روغ زړه نه دی ور پرايښی (خپله خوله هم کلا ده او هم بلا). له یو خوا ناری وهی، چې زموږ دوښمن پاکستان دی او له بلی خوا که څوک د ده پر دوښمن حمله وکړی دی له خپل دوښمن سره دریږی او د خپل دوښمن دفاع کوی، دې ته وایی افغانی غیرت!

طالبان چې په دی دولسو کلونو کی خبرو ته نه حاضریدل او چې حاضر شول نو د افغان حکومت له نخرو سره مخامخ شول. طالبان په دی پوهیږی، چې امریکایان او غربیان به تر قیامته دلته نه وی او په کومه ورځ چې غربیان له دی ملک څخه وزی، هغه ورځ به د دې حکومت ورستی ورځ وی! انا للّله هی و انا الیه راجعون.

حاکم ټیم په سیاسی منطق کی صفر وړی دی، او سیاسی مخالفان له دې حکومت څخه هوښیار ځکه ښکاری، چې هم له حکومت سره دی او هم سیاسی مخالفین دی میم زرما ټوله یی زما.

که په ۲۰۱۴ کی ټول امریکایی پوځیا ن ووځي او انتخابات هم په همدې کال تر سره شی، نو دا به د دې ملک لپاره د دنیا د نقشی څخه د نابو دی ورځ وی او هغسی قومی او ژبنی دوښمنی به را منځ ته شی، چې هغه د چا خبره د وینو لښتی به وبهیږی، نو مخکی له دې چې اوبه تر ورخ واوړی او هر څه ګډوډ شی، کرقول والا مشر ته په کار ده، چې که يې تر خپلی خولۍ لاندی که یوه څه عقل هم پاته وي، په کار واچوی او نور د خپل غله ټیم خبره ونه منی ځکه د ده ټیم به د حساب او کتاب په صورت کی لمړنۍ بایلونکی وی، نو ځکه له خبرو او سولی څخه په ویره کی دی او په خپله ږیره کی له ورایه ورته خس ښکاری.

3 thoughts on “د کرزی صاحب د حکومت ناهیلی / عبدالله خان”
  1. عبدالله خانه وروره اول چې د کرزی سره کوم کسان دي یا پر راټول دي دا دده په خوښه نه بلکې د امریکا په خوښه ناست دي که بې کفایته دي که با کفایته او دوهم دا چی امریکایان صرف سیاسی فشار پر کرزی راوړی چی توافقنامه ورسره امضا کړي دا هسی مانوری دی چې کوی یې ته یې غم مه کوه کرزی ښه سنګر ورته نیولی هغه خپل په وینا کی هم ویلی وه چې مونږ د سند په لاسلیک کی تلوار نه لرو مونږ خپل غوښتنی لرو دوی خپل اوس هم خبره د امریکی د وتلو نه ده خبره دلته یو پر بل خپلی غوښتنی عملی کول دی

  2. عبدالله خانه وروره
    ستاسی د لیکنی څخه یو نړی مننه کوم یو سړی چا کلی چی نه بریښودو هغه وویل اس می د خان کره وتړی
    کرزی صیب هم خوری سابه او پسکی د پلاو اچوی نو داسی کله کیږی

  3. عبدالله خانه اوس مهال د امریکا سره د امنیتي سند پر ځنډېدو پر ولسمشر حامد کرزي زیات فشارونه تپل سوي دي چي دا ټوله ته معلومه ده چي غوا توره او شیدې یې سپیني دي ، امریکا غواړي د خپلو فشارونو په نتیجه کي ددوی په خوښه سند لاسلیک سي خو حامد کرزی برعکس غواړي د افغانستان د ملي ګټو ساتلو په چوکاټ یو داسي امنیتی سند لاسلیک سي چي سراسر ګټه یې افغانانو ته ورسېږي ، خو یوه خبره کوم چي د امریکا د فشارونو په لړۍ کي یې ستاسو لیکنه یوه کړۍ ده ځکه هغوی د بېلابېلو لارو غواړي افغانستان تر ډیرو فشارونو لاندي ونیسي خو دا زه په زغرده وایم چي نر حامد کرزی د هغوی د شومو اهدافو په مخنیوي کي زیات رول لري ، هیله ده چي سر دي خلاص سوی وي .

ځواب ورکول ابو حذیفه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *