تاند- د افغانستان په نوې کابینه کې د کرنې د وزارت لپاره نومول شوی وزیر په هغه لیست کې شامل دی چې انټرپول یا نړیوال پولیس ورپسې ګرځي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې محمد یعقوب حیدري، چې د کرنې د وزارت لپاره نومول شوی، په ایستونیا کې مالیه یا ټکس نه دی ورکړی او په دې خاطر دغه هیواد د نوموړي د نیولو لپاره له انټرپول څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر غني ویندوی نظیف الله سالارزي وویل چې د محمد یعقوب حیدري د نومولو په مهال په دې باب معلومات نه ول چې نوموړی د انټرپول په تور لیست کې دی.

د انټرپول په ویبپاڼه کې د ۵۲ کلن حیدري نوم د هغو کسانو په لیست کې شته چې د نیولو لپاره یې هڅې کېږي.

په نوموړي باندې په ایستونیا کې تور پوري شوی چې په ۲۰۰۳ میلادي کال یې د مالیې له ورکولو ځان تېر کړی او درغلي یې کړدې ده.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني ویندوی نظیف الله سالارزي د شنبې په ورځ وویل چې د ولسمشرۍ دفتر په دې باب بې خبره و چې حیدري قانوني ستونزې لري خو اوس په دې اړه څېړنې کوي.

سره له دې چې حیدري له ډېرو کلونو راهیسي د مطلوبو کسانو په لیست کې شامل و خو افغانستان یا له دې موضوع خبر نه و او یا ورته ویل شوي نه و.

پکار وه چې انټرپول او د ایستونیا حکومت افغانستان ته خبر ورکړای و ځکه چې حیدري د افغانستان تابعیت لري.

حیدري په خپله د شنبې په ورځ تایید کړه چې د انټرپول په لیست کې شامل دی خو پر ځان لګېدلي تورونه یې رد کړل او د هغو انګېزه یې سیاسي وبلله.

ده رویټرز خبري اژانس ته وویل:«زه د سیاسي دسیسې ښکار شوی یم. کله چې د کاروبار او سیاست دنیا ته داخل شې، دا ډول شیان پېښېږي.»

ده په یوه مرکه کې ویلي چې د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو شرکت یې درلود چې له ختیځې اروپا او روسیې سره یې راکړه ورکړه کوله.

7 thoughts on “د کرنې د وزارت لپاره نومول شوی وزیر د انترپول په تور لیست کې شامل دی”
  1. ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ.
    په پښتو کې یو مشهور متل دی چې وایې:( پکه دا لا بله سپکه). یو خو کابینه ښه په خوند ځنډمنه شوه او بیا دا پکې لابله سپکه را ووتله چې له یوې خوا هراتیان ناخوښی بریښي، له بلې خوا د عبدالله وعطا ملګري له هغوی سره په ملګرتیا پښیمانه دي، بل لورته د کرنې وزارت د نوماند وزیر نوم د انټرپول پولیسو په تورلست کی شتون لري او په پای کې سلارزی صاحب په ډېرو سپینو سترګو وایې چې مونږ خو خبر نه وو؟؟؟
    له دریو میاشتو په زیاته موده کې چې تاسې خبر نه شوﺉ بیا به تاسې له مرګه وروسته خبر شئ چې ستاسې نومول شوي وزیران په نړیوالو تورو لستونو کې دي. هیوادونه او نړیوال پولیس ورپسې ګرځي چی له قانون څخه یې سرغړونه کړې او تاسې هغه د نورې نړۍ بدمعاشان او د ګنګونو غړي د ډیرو پاسپورټونو سره سره دلته پدې مظلوم او ځوریدلي ولس راته وزیران نوموﺉ؟؟؟
    فکر کوم پدې ورځ د متفکر صاحب تفکر بیټرۍ خلاصې کړې وې؟؟؟
    یا خو د ملي امنیت د سلاکار استخباراتي پوه پوندو ته رسیدلې وه؟؟؟
    قسم په الله تعالی دی چې سخت د شرم ځای دی او باید یوازې متفکر صاحب، سلاکار صاحب او سلارزی صاحب نه بلکه ټول افغان ولس باید پدغه شان کړنه په نړیواله کچه وشرمیږي. یا خو دا ووایې چې زه چې نه شرمیږم نو شرم چېرته دی!!!
    شاباس پدغه شان تفکر، مسلکیت او له هیواد سره په مینه باندې!!!

  2. Mr Ghani after 105 days find that kind of Minister? our people every one Asked Ghani to Make Cabinet ASAP may be Ghani need more months…….But the people don’t let him more time??????

  3. متفکر صیب هو هو ویل چی په کبینه کی ځنډ پدی رغلی دی چی د کار خلک پیدا کوی او د هغوی پوره معلومات تر لاسه کوی چی کوم جرم ونه لری

  4. وجمهور صیب ددې نورو په اړه هم پلټنې وکړه چې دوی چاته مطلوب دی د شفافیت نارې خو ډیرې وهی (دا خو له سر دې پټی وروسته سورور دی(

  5. ….. خبر
    هغه انسانان چې د هېواد هديرې يې ډکې کړي دي، د اتلولۍ تر پولو ورسېدل؛ مجسمې يې وتراشل شوې؛ د هغوی په اړه څوک هېڅ نه وايي.
    هغو چې په زرګونو شخصي کورونه لوټ او غصب کړل، د چا نه دي ياد.
    هغو چې د خلکو په ناموس تېري وکړل، بښل شوي ښکاري؛
    هغوی چې په زرګونو دولتي زمکې غصب کړې او ټوله هستي یې بيت المال جوړوي او که هغه ترې واخلې، په کوم جمپ کې به سوالګر شي؛ د افغانستان د برخليک په اړه تصميم نيسي.
    هغوی چې په جنګي جناياتو تورن دي، قدرت کې سهيم دي.
    خو يو چا په ستونيا هېواد کې ټکس نه دی ورکړی، هغه د انټرپول پوليسو په وړاندې مظنون دی. اوس چې وزارت ته کانديد شوی، ټولو ته جالب ښکاري. مونږ د خپلو قاتلانو سر شپې ورځې تېروو، دا خو لا د بل ملک غل دی.
    ځينې کسانو فېسبوک کې دا خبر ډېر شير کړی، ماته جالبه وه؛ څومره هېرجن يو ،څومره ړانده او کاڼه يو.
    ستارسعادت

  6. سعادت صاحب فرق یی دادی چی مونږ کور خود بینای مردم یو. اروپاییان یو سنت هم غواړی مګر زمونږ په میلیونونو چور او چپاول کوی خو هغه بیا هیر وی. لنډ مثال یی دا د خلیفه عطا نماینده زلمی یونسی درواخلی چی د ده بادار خو دادی د چور او غصب له برکته اوس میلیونر او نژدی میلیاردر دی. د هغه په باب هیڅوک څه نه وایی.

  7. که یوی خوا ته د کرنی پر وزیر دا تور دی چی د انټر پول عسکر یی په لټه کی دی بل خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته پر نومول شوی وزیره باندی شک نه بلکی د ټولنی پیژندلو ډاکټرانو د لابراتوار په لومړنیو پلټنو یا معایناتو کی دا تشخیص شوی دی چی نوموړی وزیره سخته د ژبی ، قوم او سمتپر ستۍ په رنڅ رنځوره ده که ټولنی ته وړاندی شی نو دا چون سری ناروغی ده ټولنه به د ورګونی وبا سره لاس او ګریوان کړی.نو پدی اساس د تولنی بیژندنی ډاکټران د ولسی جرګی څخه عواړی چی ټولنی ته یی وړاندی نه کړی.
    نور معلوماتو په لاندی اړیکه کی ولولۍ
    https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=335649186641238&id=157070771165748

ځواب ورکول Hayatullah Niaz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *