محمد يونس احمدزی

محمد يونس احمدزی


‎د نړۍ زياترو هېوادونو د کرونا وايروس په رامينځته کېدو سره مالیاتي مراعت اعلان کړی دی چې د هېواد اقتصاد او کوچني ماليه ورکوونکي يې له لږ زيان سره مخ شي.


آيا موږ هم لاندېنيو مراعتونو ورکولو ته اړ يو:


۱- ټولو حکمي اشخاصو ته دې درې مياشتې زيات وخت ورکړل شي چې د ۱۳۹۸ مالي کال کلنی مالياتي اظهارليک له اضافي ماليې پرته د ۱۳۹۹ کال د چنگاښ يا سرطان مياشتې تر يودېرشمې نېټې پورې تحويل کړي.


۲- هغه سوداگريز جوازونه يا لايسنسونه چې د تېر کال د سلواغې يا دلوې مياشتې له لومړۍ نېټې د ۱۳۹۹ لمريز کال د وري يا حمل مياشتې تر وروستۍ نېټې يې وخت پای ته رسېدلی وي او بيا نوي کولو ته اړتيا ولري، له تمديد پرته د شپږو مياشتو لپاره د پخوا په څېر په گمرکونو، بانکونو او نورو سوداگريزو معاملو کې د اعتبار وړ وگرځول شي.


۳- د درملو او خوراکي توکيو له پلورونکيو پرته دې کسبگر او اصناف د ۱۳۹۹ مالي کال د دويمې ربعې د ماليې له ورکولو څخه دې معاف وگرځول شي.


۴- له سوداگريزو خونو سره دې په همغږۍ د بېوزلو هېوادوالو لپاره د زکات بسپنې يا فنډ په نامه اکاونټ جوړ شي او زياتو بسپنه کوونکيو ته دې د مالياتي ورکړې مراعت ورکړل شي.

– دا چې سوداگر په پراخه کچه د کرونا وايروس په له مينځه وړلو او بېوزلو هېوادوالو ته د گړنديو خدمتونو په ترسره کولو کې فعال واوسي، د ټول هېواد په کچه دې مالياتي بررسي د درېيو مياشتو لپاره پر ټپه ودرېږي.


۶- هغه مالياتي تطبيقي احکام (له ممنوع الخروج پرته) چې د کب يا حوت مياشتې له پېنځلسمې نېټې راهيسې تطبيقېدونکي دي، د چنگاښ يا سرطان مياشتې تر لومړۍ نېټې دې د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي په پار بې اعتباره وگرځول شي.


۷- هغه شرکتونه چې د مالياتي ادارو پر تصميمونو قناعت نه لري، د څلوېښت سلنې پر مالياتي ورکړې دې مالياتي شخړه حل کړل شي.


۸- طبي توکي (سامانونه، درمل او د وايروس يا عفونيت ضد مايع) دې له هر ډول گمرکي محصول او ماليې څخه معاف شي.


۹- ټول وارداتي او صادراتي شرکتونه دې د نږې يا خالصې گټې د شل سلنې ماليې پر ځای د پلور له ټول ټال يا د فروشاتو له سرجمع څخه ۰،۴ سلنه ورکړي او له بررسۍ او نورو پوښتنو او گروېږنو څخه دې معاف کړل شي او د نورو شرکتونو د موافقې پر مهال ټول حکمي اشخاص له دې مراعت څخه گټه اخيستلی شي.


د بېلگې په ډول، هغه شرکت چې پېنځه ميليونه يې د کال ټول ټال پلور وي، په گمرک کې پر عايداتو باندې د ماليې پر مخکې ورکړې (پېش پرداخت) سربېره دې شل زره (۲۰۰۰۰) افغانۍ نورې پر عايداتو باندې د مالياتو په ډول تحويل کړي.


پورتني وړانديزونه زما شخصي نظر دی او زما په ادارې پورې هيڅ تړاو نه لري او همدا راز په دې کې تاسې هم زياتونې او وړانديزونه ورزياتولی شئ


د تعرفو او مالیې په پورته کولو نه خزانې ډکې شوې او نه هم اقتصادي پیاوړتېا راغلې
څومره هم چې ګمرکي تعرفه کمه شي د قاچاق مخه نېول کېږې یواځې هغه اقلامو باندې باید تعرفه لوړه شي چې صحت ته ضرر ولري او یا هغو اموال چې ېواځي ایلیت کلاس یې استعمالوي او یا هم هیواد کې تولیدېږې خو بیا هم له بېرون څخه واردېږې.


که حکومت د سپما لارې چارې وسنجوي بهتره به وي اوس که د براېم جان الکوزي ، غازې نواز تڼې د ېوې مېاشتې معاش ، تېل ، باډې ګارډ دسترخوان او نور مصارف محاسبه کړو شایدد۵۰۰،۰۰۰ زره افغانۍ شي داسې په زرهاوو بستونه ایجاد شوي چې هیڅ اړتېا ورته نشته خو مصارف یې له خزانې دي.


هر وزېر ، مشېر ، معین ، رئیس ، قوماندان ، رجال برجسته ، وکیل، سناتور….. او نور ایلیت کلاس داسې مصارف له خزانې لرې چې په هیڅ صورت د زغم وړ نه دي استثنا به وي.


د لوړ پوست هرې نوې ګمارنې سره رنګمالي د مېز، کوچ، چوکېو اخیستل کمود بدلول …. او نور حتمي وي دداسې خرېدارېو مخه نېول پکار دي.


په داسې حالاتو کې چې خزانه تشه وي په هغو مالېو کې نرمښت راوستل په کار دې چې له تېرو ډېرو کالونو حکومت فیصله کړي وي او سوداګر پرې قناعت نه لري که نرمښت وښودل شي هم به عواید راټول شي او هم به د سوداګر سرګرداني ختمه شي.


د تولیداتي فابرېکو د صنعت کار او وارداتي تاجر تر منځ په مالیاتو کې باید واضح فرق راشي دا چې صنعت هیوادوالو ته د کار زمېنه برابروې او له حکومت د بې روزګارۍ بوج کموي او په نهایت کې د نشی ، جنایو او ترورستي پیښو مخه نیسې.


دا چې ټولې ادارې رخصت دي نو د دسترخوان خرچ دې د ېوې مېاشتې لپاره بند او په راتلونکو میاشتو کې دې ۱/۴ مه برخه ورکړل شي.


له درېم بست پورته چارواکو میاشتنئ تنخواه دې د ېوې میاشتې لپاره نېمه ورکړل شي او په راتلونکې کې دې یو عمومي cost cutting طرحه جوړه او تطبیق شي.


ادارې ته زېنتې اقلام اخیستل تر راتلونکي مالې کال بیخي وځنډول شي
سیاسيونو ته باید د باج کچه نیمایې شي او په نهایت کې بیخي قطع شي
د هیواد له بهر څخه د هغه سفارتونو او نماینده ګېو تړل چې اړتیا یې نشته

One thought on “د کورونا اغیزی د افغانستان په عواید او مصارفو”
  1. دا چی یو معتبر رسانی ده ومی غوښتل چی له خپل ایمل سره سسکریب کړم
    په مننه سره

ځواب ورکول Wais ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *