تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي؛

د کريکټ بورډ د بې‌همته چارواکيو او باهمته لوبغاړيو ناويل شوې خبرې

سرخط ورځپاڼې ته رسېدلي اسناد په ډاګه کوي چې د هېواد د کريکټ بورډ ځينې مسوولين د دې پر ځای چې لوبغاړو ته اسانتياوې برابرې کړي او د کريکټ لوبې ته پرمختګ ورکړي؛ د خپلو شخصي سليقو د پاللو په ډنډ کې غوټه شوي او د فساد پر خره سپاره، د کريکټ له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ‎

سرخط په همدې تړاو په دريو کړيو کې خپل اسناد وړاندې کوي.

 لومړۍ کړۍ؛ د کريکټ بورډ اجرائيوي ريس شفيق ستانکزی

د کريکټ بورډ د عمومي رئيس نسيم دانش او د اجرائيوي رئيس شفيق ستانکزي کارونه، لاسوهنې، په تېرو او اوسنيو دندو کې فساد او تر ټولو مهم دغو څوکيو ته د دوی راتلل د دغې ليکنې موضوع ده.

د کريکټ بورډ اوسنی اجرايوي رييس شفيق ستانکزی؛ هغه مهال چې د لوبډلې منېجر او د نوروز منګل ترجمان وو؛ د پخواني اجرايوي رييس ډاکټر نور محمد مراد له خوا د فساد او غلا په تور له دندې منفک شوی وو. د شفيق ستانکزي د منفک کولو څو لويې وجې دغه دي؛

د لوبډلې د منېجر په توګه په خپلو کارونو کې تر حده زياته سستي او ټمبلي کول.

بېلګې يې په لاندې ډول دي؛

  • له نېپال سره تر يوې لوبې مخکې ICC د افغانستان لوبډلې ته ټولې لوجيسټيکي اسانتياوې او عامل بس تيار کړی وو او هم يې لارې سړکونه د لوبډلې د انتقال لپاره بند کړي وو، خو لوبډله هغه ساعت په تمرين لګيا وه او منېجر له دې ټول جريان څخه خبر لا نه وو، حال دا چې دا مخکې له مخکې فيصله شوې وه چې لوبډله به په هغه ورځ تمرين نه لري.
  • بله بېلګه او نامسلکيتوب يې دا وو چې لوبغاړي به يې د WeChat له لارې له موضوعاتو خبرول. په دغه حالت کې به ډېری لوبغاړي د انټرنيټ د نه شتون او يا ګټې نه اخيستنې له وجې بې‌خبره پاتې کېدل. حال دا چې د منېجر په حيث به شفيق ستانکزي ته د ټلېفون مصارف ورکول کېدل او ورته ويل شوي وو چې لوبغاړي د ټلېفون له لارې خبر کړي.
  • په Asia Cup کې د ملي لوبډلې د ګډون په موخه له Malik Express شرکت سره د ټکټونو خبره شوې وه. ټوله لوبډله له کراچۍ څخه سريلانکا ته روانه وه، خو د ناوخته کېدو له امله يې پرواز پاتې شو او دغه کار کريکټ بورډ ته ۶۷۸۰ ډالره تاوان ور واړاوه.
  • د لوبډلې د منېجر په توګه د ICC د نړيوالو لوبو په دوران کې ويده شوی دی او له لوبډلې لېرې پاتې شوی دی.
  • د ټيم د سلېکشن په ناستو کې يې مداخله کوله او دا يې د ځان حق ګاڼه.
  • د لوبډلې د منېجر په توګه د خپلو مسووليتونو او حدونو هېرول او له يو شمېر لوبغاړو سره انډيواليانې ساتل، په نورو لوبغاړو ملنډې وهل او تر دې چې په ځينو مواردو کې يې له لوبغاړو سره شخړې او ښکنځلې هم کړې دي.
  • د لوبډلې بس ته تر ټولو وروسته راتلل او د رييسانو خويونه کول.
  • د لوبډلې د منېجر په توګه د لوبډلې د سفرونو، لوبو او مصارفو پر وخت راپور نه ورکول.
  • د لوبډلې له روزونکيو، په تېره بيا د لوبډلې له اسټراليوي روزونکي Peter Anderson سره سپک چلند او ښکنځل.
  • او تر ټولو مهم د کريکټ بورډ پيسې بې‌ځايه، بې‌اجازې او بې ويلو مصرفول او غلا کول د شفيق ستانکزي د منفکۍ دلايل دي.

د پيسو د غلا او بې ځايه مصرفولو ځينې موارد يې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کلونو پورې د داخلي تفتيش د راپور له مخې، په لاندې ډول دي؛

  • په اماراتو کې د لوبغاړو مساج د مصرف بيل د ۱۹۰ ډالرو پر ځای ۳۵۴ ډالره د بورډ مالي څانګې ته ورکړل شوی. پاتې ۱۶۴ ډالره بايد شفيق ستانکزی د افغانستان کريکټ بورډ مالي برخې ته بېرته راوړي.
  • په اماراتو کې د دولت ځدراڼ او شهزاد محمدي د درملو بيل ټول ۴۴۳۷ ډالره شوی دی. دغه حساب دويم ځلې بيا د هر لوبغاړي په نوم جلاجلا له کريکټ بورډ څخه اخيستل شوی دی. د دولت ځدراڼ د درملو حساب يې بيا 544 ډالره اخيستی او د شهزاد محمدي د درملو حساب يې هم ۵۴۴ ډالره نور اخيستی. د تفتيش د راپور له مخې، شفيق ستانکزی بايد دغه دويم ځل اخيستل شوې پيسې چې مجموعه يې ۱،۰۸۸ ډالره ده، بېرته د کريکټ بورډ بوديجې ته ورکړي.
  • د تفتيش د راپور له مخې شفيق ستانکزي د کريکټ بورډ په پيسو د ۳۶۷ ډالرو په ارزښت يو Apple Ipad او د ۴۰۸ ډالرو په ارزښت يې Canon Power Shot Digital Camera کامره اخيستې ده، خو د بيل هيڅ کوم درک يې نه شته، نو په دې توګه بايد دغه پيسې چې مجموعه يې ۷۷۵ ډالره کېږي، بېرته د کريکټ بورډ بوديجې ته ورکړي.
  • د تفتيش د راپور له مخې شفيق ستانکزي په وېسټ انډيز کې د ملي لوبغاړو د ورځې مصارف نه دي ورکړي او له ځان سره يې ساتلي دي. يوازې دوو لوبغاړو خپله برخه ترلاسه کړې ده. دغه د ورځې مصارف د هر لوبغاړي په سر ۵۰۰ ډالر وو او مجموعه يې ۶۵۰۰ ډالر کېږي. بايد د کريکټ بورډ بوديجې ته بېرته ورکړل شي.

د تفتيش په دغه راپور کې دې ته ورته په لسګونه نور د فساد موارد په ښاغلي شفيق الله ستانکزي پسې ليکل شوي دي.

داسې نه ده چې له کريکټ بورډ سره د ښاغلي ستانکزي نادودې همدومره وې چې څومره چې سرخط دلته بيان کړې، بلکې دا يې مشت نمونه ازخروار ده. ناويل شوې هغه يې د دې څو چنده زياتې دي.

دويمه کړۍ؛

د کريکټ بورډ مشر نسيم دانش

په ۲۰۱۱ کال کې نسيم دانش د هغه مهال د کريکټ بورډ مشر عمر زاخلېوال، د فساد او نامسليکتوب په دليل له دندې ګوښه کړی وو.

د نوي حکومت راتګ نسيم دانش او شفيق ستانکزي ته فرصت جوړ کړ. ارګ ته د نږدې ملګرو له خوا يې تر رييس جمهور غني پورې ځان ورساوه او تر څو ناستو او واسطو وروسته يې ځانونه د کريکټ بورډ د نويو رييسانو په توګه وټاکل.

دغه ډله چې دوی يې کاميابي ته ورسول، د نسيم دانش د کاروباري ژوند هغه تجاران ملګري دي چې په اماراتو کې مېشت وو او د رييس جمهور د ټاکنو د دورې نيم مصرف يې پرې کړی وو.

په دغه کار کې د رييس جمهور د سکرټر، مختار، لاس هم کم نه وو. رييس جمهور دغه خلک ډېر بې‌ريا، بې‌مقصده او ځان ته نږدې ګڼي، نو دوی ځکه ډېر ژر او په اسانۍ برلاسي شول چې د ملګري دانش او ورسره شفيق ستانکزي ارمانونه ور پوره کړي.

د ICC د Global Cricket Development مسوول Tim Anderson په يوه اي‌مېل کې د افغانستان د حکومت پر دغې حيرانوونکې او د ICC د قوانينو خلاف پرېکړې خپله حيرانتيا ښودلې او له نسيم دانش څخه يې بيا هم غوښتنه کړې چې دا واضح کړي چې د دوی ګمارنې د قانوني پروسې له مخې وشوې او که نه. د دغه اي‌مېل يوه برخه دا ده؛

!Dear Danish

These changes do, however, come as a significant surprise, as does their timing, so close to the most important event in the history of Afghanistan cricket, the ICC Cricket World Cup.

We understand that personnel changes are a natural part of all organizations, however, we strongly feel that due process should be followed in this regard.

Therefore, can you confirm that your appointment as the new Afghanistan Cricket Board (ACB) Chairman has taken in-line with the ACB’s constitution?

د ايمېل په بله برخه کې د پخولاني اجراييوي رييس د ټاکنې پروسه تشريح شوې او پوښتنه يې کړې چې ايا د نوي اجرايوي رييس ټاکنه هم په همدغه پروسه ولاړه وه؟ ICC په دغه اي‌مېل کې دا ګيله هم کړې چې ولې له دوی سره په دې ټولو کارونو کې مشوره نه ده شوې.

تر يوه بريده همدغې ډلې هم هيله لرله چې دانش او شفيق ستانکزی به د کريکټ په چارو کې تېر هېر کړي او نوي ګټور کارونه به وکړي خو نه.

د دانش او شفيق ستانکزي په فساد کې د لاس لرلو تازه موارد د هغوی پخوانی نيت راښيي. امتيازات بايد لوبغاړي ولري، چې د ستړياوو ټول بار او د لاس ته راوړنو ټول ګامونه هم په دوی پورې تړلي دي؛ خو دلته کريکټ بورډ چاغ او لوبغاړي ډنګر دي. دغه تازه موارد په لاندې ډول دي؛

  • د ۲۰۱۵م کال په نړيوال جام کې ICC د ګروپ په سطحه د هرې يوې لوبې ګټونکي ټيم ته ۴۵۰۰۰ ډالر ورکول تر څو په لوبغاړو، ټيم منېجمېنټ، روزونکيو او مسولينو ووېشل شي. د سکاټلېنډ خلاف د بريا په بدل کې افغانستان هم دغه مقدار پيسې ترلاسه کړې. په دغه لړ کې يوازې نسيم دانش او شفيق ستانکزي هر يوه ۱،۸۷۵ ډالره ترلاسه کړل. د ټيم منېجمېنټ، روزونکيو او نورو کارکوونکيو چې د ټيم د بريا تر شا يې خواري پرته وه، د هغوی پيسې نه دي ورکړل شوې.
  • انټرکانټينينټل سياليو ته د لوبډلې په غوراوي کې د شفيق ستانکزي لاس وو او د ملګرتيا او خپلې خوښې په اساس يې لوبډله برابره کړې وه. نتېجه يې هماغه شوه چې افغانستان خپله لوبه سکاټلېنډ ته وبايلله او دغې بايلې د ټېسټ لوبو پر وړاندې د افغانستان مزل د ګړنګ غاړې ته برابر کړ.
  • په بورډ کې دننه له بهرنيو اتباعو او روزونکيو سره ناوړه چلند او بې‌دليله له دندو ګوښه کول بل مورد دی چې ICC ته يې د افغانستان نوم بد کړی دی.

د دانش او شفيق ستانکزي له ګمارنې څه کم ۱۲ مياشتې تېرېږي او دغو ښاغليو په بېلابېلو دورو کې د کار او لاسته راوړنو په بهانه له نړيوال جام نه مخکې په اماراتو، په نړيوال جام کې په اسټراليا او نيوزيلېنډ، د انګلستان (سکاټلېنډ او ايرلېنډ) ويزو اخيستلو لپاره په پاکستان کې او بيا په انګلستان کې له ملي لوبډلې سره هلته دلته ۴ مياشتې تېري کړې دي. دغو ټولو هېوادونو ته د سفر د مصارفو مقدار او بيلونه موږ ته لاسته رانغلل، خو يوازې اماراتو ته د دانش د سفر، په پاکستان کې د انګلستان (سکاټلېنډ او ايرلېنډ) ويزو اخيستلو او ځينو نورو بې‌نومه سفرونو مصارف د اسنادو له مخې راسره دي او په دې ډول دي؛

  • د ۲۰۱۵م کال د مې مياشتې له ۱۱ تر ۲۳ د اسلام اباد په Marriott Hotel کې د دانش او شفيق ستانکزي د پاتې کېدو مصرف ۲۹۴۶ ډالره شوی.
  • د ۲۰۱۵م کال د مې مياشتې له ۲۳ تر ۲۷ پورې د لاهور په Pear-Continental هوټل کې د دانش او شفيق ستانکزي د يوې شپې پاتې کېدو مصرف ۸۸۳ ډالره شوی.
  • په اسلام اباد کې د ۲۰۱۵ کال د مې مياشتې له ۱۱ تر ۲۷ پورې بېلابېل ورځيني مصرفونه ۵۱۰ ډالره شوي.
  • د ۲۰۱۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په اماراتو کې د دانش يوازې د ټلېفون مصرف ۵۴ ډالره شوی دی.

د دغو مصارفو مجموعه ۴۳۹۳ ډالره کېږي او د کريکټ بورډ له بودېجې څخه ورکړل شوي دي.

بيا هم داسې نه ده چې له کريکټ بورډ سره د ښاغلي دانش نادودې همدومره و، څومره چې سرخط دلته بيان کړې، بلکې دا يې مشت نمونه ازخروار ده. ناويل شوې هغه يې د دې څو چنده زياتې دي.

درېيمه کړۍ؛

ارګ بايد څه وکړي

 اوس پوښتنه دا ده چې د دغو سفرونو نتېجه څه وه او کريکټ ته يې ګټه څه وه؟

تاسې په ملي لوبډله او يا د کريکټ په نورو اړخونو کې کوم ښکاره پرمختګ ګورئ؟

له دې ټولو پوښتنو ورها خوا د کريکټ بورډ د عمومي رييس او اجرايوي رييس په حيث په دومره غټ فساد ککړو، نامسلکي او بدنامو اشخاصو راتګ سهي پرېکړه وه؟

ايا موږ ته په کار ده همداسې بې‌تفاوته وو اوسو؟

ايا د رييس جمهور هماغه خبره دلته سر نه خوري چې هرې کليدي ادارې ته شپږ مياشتې وخت ورکوي، تر څو مؤثر کار وکړي، کنې له دندې يې ګوښه کوي!؟

ارګ او په ځانګړې توګه ولسمشر غني بايد د سرخط د دغو موندنو او اسنادو له ارزونې او په نظر کې نيولو څخه وروسته د کريکټ بورډ چارې له سره وڅېړي، د نړۍ د هغو هېوادونو له کريکټ بورډونو سره يې چارې پرتله کړي چې په سختو وختونو کې يې کريکټ ته وده ورکړې، بورډ يې ډنګر او لوبغاړي يې چاغ کړي دي.

ولسمشر کولای شي په دې اړه له ای‌سي‌سي څخه هم مالومات تر لاسه کړي.

تر دې ورهاخوا سرخط کولای شي له ولسمشر سره د ملي لوبډلې ډېری هغه لوبغاړي  او د کريکټ بورډ پخواني بهرني چارواکي کښېنوي چې تر دې وړاندې يې په وار وار هڅه کړې چې ولسمشر ته خپل ګرېوان څېرې کړي، خو چا ولسمشر ته د وررسېدو مخه نه ده ورکړې.

که ارګ اوس هم په دغه برخه کې بې‌غوري کوي، نو لېرې نه ده چې خدای مه‌کړه په هېواد کې د ملي روحیې د پياوړې کوونکيو اتلانو نښې ورکې شي او د نړۍ په ډېرو اړخونو کې به د هېواد د درې رنګه ملي بيرغ د رپيدا ډېر چانسونه له لاسه ورکړو.

په دې اړه د اسنادو عکسونه د سرخط ورځپاڼې پر فېسبوک او ټویټر پاڼو کتلای شئ.

سرخط ورځپاڼه

6 thoughts on “په کرکټ بورډ کې د فساد په اړه د سرخط ورځپاڼې انکشاف”
  1. Salaamona.
    We are circket fun.we have verey good circket players.we are proud of them.but the 2 big boss of circket are thves,what now?who will catch them?they must get punish.

  2. سلامونه
    مونږ ډیر څوان او تګړه موبغاړی لرو چی هره ورڅ په کرکیت اکادمی که نمرینونه کوی ولی دوی ته چانس نه ورکوی بلکه ددوی د بډو غوښتنه کوی چی ۱۹ کلن ټیم ته کاندید شی څخه د ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ دالرو

  3. د شرم خبره ده ! خو هغه وخت موږ پوه سوو، چي د کریکټ اداره په درغلیو ککړه ده ، چي ېي پاکستان روزنکو وټاکه ، ځکه چي همدغه د کرکیت مشرانو په کلو کلو د پاکستانې دال خوړلی،او غواړې چي خپل بادار ته ثابته کړي چي نمک حرامه ندي ، ایا افغانستان پرته له پاکستانه هم څه کولای سي؟ سوله پرته له پاکستانه نه کیږې . کریکټ پرته له پاکستان نه کیږې . سوداګیري پرته له پاکستانه نه کیږې . دا چي اشرف غنې د لوګر ولایت څخه دی ، ټول یې خپل ولایت څخه راټول کړی او هر څه چي کوي د پوښتنې کولو څوک یې نسته ، لعنت پر داسي کرکیټ بورډ چي دومره درغلي کوي، لوی څښتن تعالی څخه غواړم چي په شرمونو یې وشرمی ، امین ،

  4. هره لیکنه په لوستلو نه ارزي او هره خبره په لیکلو نه ارزي
    ښاعلی لیکوال صاحب:ددي لیکني پر ځای دي که چیري یو علمي موضوع مطالعه کړي وه تر ډیره به ستا په ګټه وه او څه نه څه ګټه به یی ټولني ته رسیدلي وای
    کنه نو په دي بی مانا شیانو ځان مه په غذابوه

ځواب ورکول Khair-ud-din ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *