اتل شینواری-

په دې وروستیو کې دهېواد په نورو برخو کې د بدلونونو ترڅنګ د هېواد په یوه پیاوړې اداره چې همیشه یې د هېواد بیرغ په نورو هېوادونو کې لوړ ساتلی هم بدلونونه راغلل او دافغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ بورډ ادارې ته عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجرایوي رئیس شفیق الله عصمت ستانکزی وروپیژل.

په لومړیو کې د دانش د یوه اوږد مهاله پلان په جوړولو کار پيل کړ ځکه چې که چیرې په یوه اداره کې یو منظم پلان نه وي نو اداره په هیڅ صورت پرمختګ او لاسته راوړنې نشي لرلی.

دانش همدا ډول د کرکټ بورډ ټولو کارکوونکو ته په خپلو برخو کې د خپلو کارونو د ښه پرمخ بیولو لپاره د یوه منظم پلان د جوړیدو لارښوونه وکړه، څو کارونه په درست ډول په خپل وخت اجراشوي وي.

د ملي لوبډلې د ټاکوونکې ډلګۍ په برخه کې یې له ډیر دقت کار واخیست او پینځه کسیزه ټاکوونکې ډلګۍ یې وټاکله او یو کس بل یې د مشاور په صفت ورته وټاکه . همدا ډول کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د توپ ویشتنې له پاره یو برتانیوی روزونکی پیدا او په دنده یې وګماره چې د الله په فضل به یې په دنده ټاکل پرځای اقدام او ښې نتیجې به ترې پرلاس راشي.

یو څو نور ډیر غټ کارونه شوي چې موږ همیشه ورته سترګې پرلار وو. دوی وکولای شول چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو معاشونه لوړ کړي او هم دلوبې پرمهال دوی ته یو معین فیس دنورو اوله درجه هېوادونو په څیر وټاکه او همدا شان یې دوی ته دسفر پرمهال ورځنۍ تنخوا ټاکلي . بل غټ ګام ،چې همیشه یې موږ له تشویشونو سره مخ کړي وو ،هغه په اداره کې دپاسنیو دواړو پوستونو معاشونه دومره لوړ وو،چې هرچا به دمعاش په خاطر هم دې پوست ته زور واهه ،خو دانش او ستانکزي خپل معاشونه کم کړل او هغه بودجه ،چې له معاش څخه اضافه شوې دادارې په نورو برخو کې به یې په مصرف ورسوي .

اوس چې نړیوال جام په مخ کې دی نو ټول پوهیږو ،چې دکرکټ اداره به زیات وخت دنړیوال جام مربوط مسایلو ته وقف کړي. وروسته له نړیوال جام څخه به کرکټ بورډ داخلي کرکټ ته دومره څه وکړي ،چې څومره یې ضرورت لیدل کیږي ځکه چې پلان یې لس کلن دی او په زیاتو ولایتونو کې اوس روزنیزې اکیډمیانې او لوبغالي ترکار لاندې دي ،چې په راتلونکي کال کې به یې تربشپړیدو وروسته به زیات لوبغاړي ترې ګټه پورته کړي . موږ اوس دکرکټ بورډ اینده کارونو او پلانونو ته سترګې پرلار یو ،چې څومره به دکرکټ دودې او پرمختګ په برخه کې مفید واقع شي.

2 thoughts on “د کرکټ بورډ مسوولان د کار په موخه کرکټ بورډ ته راغلي”
  1. معلوم به شي اوس یی لا صفتونه مه شروع کوي .. مونږ پرخپله خپل چارواکي خراب کړو دومره باد ورکړو چی وروسته بیا لار نه ویني . لیږ یی پریږده وي.

  2. رښتیا وایی دومره ستاینه یی نه ده په کار. وروسته به یی همدا ته (لیکوال) مخالف وی بیا به انتقاد نشی پری کولای. دا کوم څه چی تاسو لیکلی دی له ټولو رسنیو څخه خپاره شویدی نو بیا څه اړتیا دی چی بی ځایه د یو چا صفت وکړل شی حال دا چی تر اوسه به یی هیڅ هم نه وی کړی. معلوم به شی خدای د وکړی چی رښتیا کار وکړی

ځواب ورکول Bador khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *