نړيوال جام کې لوبېدل نه تصادف و او نه هم د کوم چا ځانګړې لوريېنه وه. نه مو هم ددې چارې لپاره رشوت ورکړی، نه مو چاته واسطه کړې او نه مو هم چاته په سوال او زاريو خوله چينګه کړې وه. هڅه مو کړې وه او د افغاني مېړانې او همت په مرسته مو د لوبېدو حق ترلاسه کړی و.

د کرکټ نړيوالې شورا سره په ټوليزه توګه 106 غړي هېوادونه ثبت دی. له دې ډلې 10 هېوادونه يې بشپړ غړيتوب لري او د شورا د هر راز سهولتونو څخه برخمن دي. د افغانستان په ګډون 37 هېوادونه د دويمې درجې غړيتوب لري او پاتې 59 نور يې د درېمې درجې غړيتوب لري. دغه هر يو هېواد په هر لحاظ له افغانستانه پرمختللی دی.

له 10 بشپړ غړو هېوادونه څخه پرته (چې دوی په اتومات ډول د لوبېدو حق لري)، پاتې 96 هېوادونه نړيوال جام کې د لوبېدو لپاره يو لړ سيالۍ ترسره کوي. او په همدې سياليو کې ښې ځلېدونکې لوبډلې نړيوال جام ته لاره پيداکوي.

د 96 هېوادونو له ډلې څلورو هېوادونو، افغانستان، آيرلنډ، سکاټلنډ او عربي متحده اماراتو د 2015 ز. کال د کرکټ نړيوال جام کې د لوبېدلو حق ترلاسه کړ.

افغانستان د متحده اماراتو، آيرلنډ او سکاټلنډ په څېر پياوړی اقتصاد نه لري. د دوی په څېر ښکلي او په نړيوال معيار برابر ميدانونه هم نه لري. د دوی د لوبغاړو په څېر سهولتونه هم نه لري، او لنډه دا چې د دوی په څېر سوله هم نه لري. د 10 بشپړو غړو هېوادونو سره خو يې هډو د پرتله کولو توان هم نه لرم!

که ځير شو نو ويلی شو چې په تش لاس دې ځای ته رسېدلې يو. که معجزه نه وي، نو له کرامته هم کم کار نه دی!

ځينې پياوړي هېوادونه؛ لکه: نيپال، هالنډ، برموډا، کينيا او نور مو شاته پرېښودل او له دوی څخه زموږ لوبډله ښه وبلل شوه چې نړيوال جام ته وټاکل شوه. د يادونې وړ ده چې کينيا په 2003 ز. کال د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته هم وتلې وه. خو افغانستان په پرله پسې توګه له ماتې سره مخامخ کړې ده.

دا زموږ لومړی ځل و چې نړيوال جام کې د لوبېدو حق ترلاسه کوو. په حقيقت کې هغه واټن چې ځينو هېوادونو په پېړيو او ځينو په شلګونو او سلګونو کلونو کې ترلاسه کړی، مونږ د لسو کالو نه په کمه موده کې ترلاسه کړی.

نړيوال جام کې مو اوس ګډون وکړ، ګټه مو هم وکړه او ماته هم. د خوشحالۍ ځای لا دا چې په لومړي ځل لوبېدو مو يوه لوبه هم وګټله.

په ټوليزه توګه په جام کې ډېر ښه ولوبېدو. د کاناډا او برموډا په څېر شرموونکې او رېکارډ جوړېدونکې ماتې مو ونه خوړې. له هره اړخه مثبت و. ډېر څه مو زده کړل او ډېر څه مو ترلاسه هم کړل.

هغه هېوادونه مو هم وډارول او خپله وړتيا مو ورته وښودله چې موږ سره لوبېدل به ورته شرم ښکارېده.

هغو چې ويل به يې اسټراليا، جنوبي افريقا، نيوزيلنډ او يا نور هېوادونه تېز توپ اچوونکي لري، يوازې د چينايي آلو په مرسته هغوی تېز ثابت شول، خو موږ د عمل په ډګر کې ثابته کړه چې په حقيقت کې موږ تېزه توپ اچوونه کوو. د همدې خبرې د ثبوت لپاره مو په تېزه توپ اچونه يو بېټ مات کړ. ځينو تصادف وګاڼه، نو بل بېټ مو هم ورمات کړ!

په ملاقونو مو هم خلک هک پک کړل. حميد حسن اوس هم د نړيوالو لوبغاړو په مغزو کې ملاقونه وهي.

لوړې شپږيزې مو هم ووهلې. د نيوزيلنډ ناپيير ميدان په ودانۍ به هغه توپ اوس هم پروت وي چې د نجيب ځدران پر بې رحمه بېټ لګېدلی و. د سميع الله شينواري مرمۍ څلوريزې هم خلکو وليدې. سنګاکارا پر نورو د سليزو رېکارډونه جوړ کړل، خو حميد حسن داسې وسوځاوه چې ټول عمر به يې هېر نشي! سليزه خو لا پرېږده، 8 منډې يې هم ونکړې!

موږ په خپلو لوبغاړو وياړو، زمونږ شمله يې په نړيوالو ډګرونو کې هسکه وساتله. دا زموږ لوبډله ده، هم يې په ماته خپه کېږو او هم يې په ګټه خوښۍ کوو. د ملي لوبډلې په وياړونو بايد سترګې پټې نه کړو. هيڅوک دا حق نه لري چې د ملي لوبډلې پسې سپکې سپورې وکړي. په لوبه کې ګټه او تاوان راځي. د نړۍ سترو هېوادونو سترې ماتې کړي، رېکارډونه پرې جوړ شوي. (د شيطان غوږونه دې کاڼه وي!) پر موږ خو تر اوسه کوم شرموونکی رېکارډ نه دی جوړ شوی.

– رېکارډ انګلنډ لري چې په جام ګټلو پسې يې سترګې سپينې شوې!

– رېکارډ سکاټلنډ لري چې د 1996 ز. کال راهيسې په نړيوال جام کې لوبېږي، خو يوه بريا هم نه لري!

– رېکارډ بنګله دېش لري چې په نيمه پايلوبې پسې يې سترګې راووتې او هيڅ جادو او منتر يې کار نه ورکوي!

– رېکارډ پاکستان لري چې تر اوسه پورې يې د هند پر ماتولو تبليغيانو، سنتو او نفلو هيڅ اغېزه نده کړې!

– رېکارډ نيوزيلنډ او جنوبي افريقا لري چې تر اوسه پورې د کرکټ پياوړو لوبغاړو په لرلو سره هم د نړيوال جام پر ګټلو بريالي شوي ندي!

– رېکارډ د ويسټ انډيز لوبډلمشر “جيسن هولډر” لري چې يوازې په دوو اوورونو کې يې 64 منډې ورکړې. د يو ورځنيو لوبو تر ټولو دوه چټکې سليزې هم پر همدوی جوړې شوي دي.

– د چټکو 50 او 150 منډو رېکارډ هم پر همدې ويسټ انډيز جوړ شوی.

– رېکارډ هغه خلک لري چې د ډېر فشار له کبله ترې په ميدان کې پرتوګونه ووتل!

By Samoon

2 thoughts on “د کرکټ ناراضه ورونو! / عبدالحق سمون”
  1. زموږ ملی لوبدله زموږ ملی ویاړ دی خو موږ د انصاف خلک نه یو پخپله مو هیڅ د لاسه نه دی خو د نور څخه ډیر څه غواړو. زما په نظر همدومره هم بسنه کوی چه وړاندی د مخدره مواو په قاچاقبر او تروریست پیژندل کیدلو اوس په لوبغاړی پیژندل کیږو. دا چه زموږ ملی سرود په میدان کی ږغول کیږی او ملی بیرغ مو رپول کیږی دا ځموږ د همدی ټیم ستره لاسته راوړنه ده . موږ پری ویاړو. د یو څو نااهلو کسانو په بدو کامنټونو باید زموږ د ټیم قهرمانان خپل زړونه مات نکړی دوی باید پوه وی چه زمو په زړونو کی ځای لری ،که لوبه ګټی یا بایلی، په هر زموږ ویاړ دی. ژوندی او بریالی دی وی

  2. د ویاړ ځای دی او مونږ په هر حال په خپلو لوبغاړو ویاړو محترمه تاسی خو زیاته تبصره کړی ده زه د هغه خلکو لپاره چی په افغان ملی لوبدلی بد وایی همدومره وایم هر کله چی یو ۲۰ کلن ځوان د ۱۰ کلن او یا ۵ کلن ځوان سره په غیږه ورولی نو سوک به سملولو کیږی نو ددوی ځواب به دا وی چی ۱۰ کلن او ۵ کلن ځوان او که بیا ورته ووایی که چیری همدا ۱۰ کلن او یا ۵ کلن ځوان دا ۲۰ کلن ځوان څملوی نو بیا سنګه نو د هغه جواب به دا وی چی دا به دیر پیاوړی شخص وی نو د افغان ملی لوبدلی مثال هم د ۱۰ کلن یا ۵ کلن شخص دی او مقابلی لوبدلی د ۲۰ کلن ځوان حیثیت لری الله ج دی وکړی چی زما په نظر شه پوه شوی اوسی مننه

ځواب ورکول Faizullah Isaqzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *