تاند – د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام نن په هند کې پیلیږي تمه ده چې د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ بجې او دیرش دقیقې افغانستان په ناګپور ښار کې له سکاټلنډ سره مسابقه وکړي. تر دې مخکې لومړۍ لوبه د کابل په وخت په دوو بجو د زیبمابوې او هانګ تر منځ ده.

دا نړیوال جام دوه مرحلې لری. په لومړي پړاو کې اته ټیمونه په دوو ګروپونو کې ویشل شوي دي.  په B ګروپ کې افغانستان له هانګ کانګ، زیمبابوې او سکاټلنډ سره یوځای شوي دي چې په ناګپور ښار کې به لوبې کوي.

په A ګروپ کې بنګله دیش، هالنډ، ایرلنډ او عمان یوځای شوي دي.

په لومړي نظر داسې ښکارې چې زیمبابوې او بنګله دیش چې د کرکټ اوږده تجربه لري او د ټیسټ لوبو ټیمونه لري او دا ویاړ ورپه برخه دی، دوهمې مرحلې ته ښایي ووځي.

بنګله دیش چې د یکشنبې په ورځ یې له هند څخه د شل اورونو د اسیایي جام پای لوبه بایلوده په وروستیو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د هند او بنګله دیش پیچونه ډیر توپیر هم نه سره لري. د بنګله دیش بل امتیاز دا دی چې نوي ډیر تکړه ځوانان باولران یې پیدا کړي دي. د بنګله دیش په ګروپ کې نور ټیمونه کمزوري هم دي نو له الف ګروپ څخه بنګله دیش د وتلو ډیر زیات چانس لري.

په B ګروپ کې چې افغانستان دی له سکاټلنډ سره یو ځای د دې وړتیا لري چې بلې مرحلې ته ووځي، خو په اسیایي لوبو کې د افغانستان بیټنګ ښه ونه ځلید. اوس به په راتلونکو شپږو ورځو کې معلومه شي چې افغان لوبغاړي څرنګه لوبه کوي.

له افغانستان سره په ګروپ کې زیمبابوې هم تکړه ټیم دی، خو تیرمیلادي کال افغانستان څو ځله زیمبابوې ته پرله پسې ماتې ورکړې چې په دې حساب د افغان لوبغاړو ستوری پرې بر دی.

افغان لوبغاړو د ۲۰۱۴ کال د شل اوره جام نه وروسته په ۱۳ لوبو کې ۱۱ ګټلې دي چې له دې سره یې هیلې زیاتې دي چې د نړیوال جام دوهمې مرحلې ته به لاره کوي.

په اسیایي لوبو کې د افغانستان د ټیم کمزوری اړخ ښایي دا و چې ټیم اڼډول نه و، د افغانستان په ټیم کې محمد نبي، ګلبدین نایب او کریم صادق باولنګ کاوه او د دوی ترڅنګ به یې دوه سپین باولران او دوه تیز توپ اچونکي لوبول چې په دې ډول به بیټنګ ته پاملرنه لږ شوه. اوس چې یې په ټیم کې سمیع اله شینوارې ته هم ځای ورکړی دی، ممکنه ده چې د افغانستان ټیم بیټنګ ته پاملرنه زیاته کړي او یوازې راشد خان د سپین باولر په توګه ولوبوي. البته دغه ډول انتخاب تر میدان پورې هم دی چې په ناګپور کې میدانونه څرنګه دي او د لوبې په ورځ هوا څه ډول ده. په باراني او وریځ هوا کې تیز باولنګ ښه نتیجه ښایي ورکړي او له لویه سره د هند میدانونه ورو توپ اچوونکو ته ښه دي.

د A او B ګروپونو له ډلې څخه به یو یو ټیم وځي او له اتو نورو ټیمونو سره چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي یوځای کیږي. په دغو ګروپونو کې په الف کې: سریلانکا، جنوبي افریقا، ویسټ اینډیز او انګلستان دي. په ب ګروپ کې هند، پاکستان، استرالیا او نیوزیلنډ یوځای شوي دي.

دا لوبې به د اپریل په دریمه پای ته ورسیږي او پای لوبه به  په کلکته کې ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *