عبدالحق سمون

  (Cricket Glossary  د کرکټ وييګوټی

يادونه: ټولو ته معلومه ده چې زموږ د هېوادوالو له کرکټ سره ځانګړې مينه ده او سبب يې دادی چې زموږ ملي اتلانو په لږ وخت کې ډېر څه لاسته راوړي دي. دا هم څرګند دي چې زموږ زيات شمېر هېوادوال د کرکټ له ځينو اصطلاحګانو سره نابلد دي. له همدې کبله مې ملا وتړله چې د کرکټ يوشمېر اصطلاحګانې پښتو ته راوژباړم. ښايي زما په ژباړه يا رااړونه کې ځينې پښتانه هماغسې د انګلېسي په څېر ستونزه ولري، خو ددې لپاره چې دا کار مې سم او کره شي، ستاسو مرستې ته اړتيا لرم. هغه څه چې زما په ژباړه کې نيمګړي، ناسم يا بې مانا وي، په ډېر درنښت هېله کوم راسم يې کړ. يو ځل بيا وايم چې په هيڅ توګه خپل کار بشپړ نه بولم او تاسې راسره په سمولو او کره کولو کې مرسته وکړ.  مننه

وييونه او ماناګانې يې:

دړه (Bat       توپ اچوونکی (Bowler      توپ وهونکی (Batsman

ډګر ساتونکی (Fielder        ټک (Shot   اچونه (Delivering

ځنګېدل (Swinging                        ډګر (Field   ميدان (Ground

څرخول (Spin           سوکه توپ اچوونکی (Spinner       پاڼۍ (Inning

سوځېدل (Out          پراخ توپ (Wide ball          ناشمېرلی توپ  (No ball

بغارې (Shouts       راټولېدنه (Collapse                       لوبڅار (Umpire

لنډ منډه (Run-up                       سټې (Stumps        ايرو لوښی (Urn

نرخ (Rate    هاو اېزټ (څنګه و؟) (Howzat or how was that?!

توپ نيونه (Catch)                  وچ سوځېدل (Bowled)

 

لومړۍ برخه

 

A

Across the line (د کرښې په اوږدو کې)

دا هغه ټک (شاټ) دی کله چې يو توپ وهونکی خپله دړه په افقي ډول د رااچول شوي توپ پسې ورپورته کړي.

 

Agricultural shot (کرنيز ټک يا شاټ)

دا د توپ اچونې کرښې په اوږدو کې، د توپ يو ډول ځنګېدل دي چې د توپ وهونکي له خوا پرته له کوم مهارته سرته رسېږي. ځينې وخت ددې شاټ په پايله کې د دړې له خوا د ډګر ځمکه هم زيانمنېږي.

 

Air (هوا)

کله چې يو سوکه توپ اچوونکی د څرخوونو په مرسته يو يا څو توپونه واچوي، نو ويل کېږي چې دغه توپ اچوونکی بال ته هوا ورکوي. په دوه توګه ده: الف- د ډېرې څرخوونې پر وخت يې موخه دا وي، چې د توپ وهونکي له خوا؛ د توپ تګلارې په سمه توګه د نه برابرېدنې سبب کېږي. ب- د کمې څرخوونې پر وخت يې موخه دا وي، چې د توپ د تاوونې وخت نورهم زيات کړي.

 

All out(ټول سوځېدل)

کله چې يوه پاڼۍ د ټولو يوولسو لوبغاړو په سوځېدنې، د ټپي کېدنې يا نورو دليلونو له کبله پای ومومي، دې ته ټول سوځېدل وايي.

 

All-rounder (هر اړخی)

هغه لوبغاړی چې هم په توپ وهنه او هم توپ اچونه کې تکړه وي. خو په اوسني وخت کې هغه وېکټ ساتونکي ته هم ويل کې چې يوازې په توپ وهنه کې تکړه وي.

 

Anchor (لنګري)

هغه پياوړی لوبغاړی چې په يوه پاڼۍ کې د توپ وهنې په برخه کې زيات وخت تېر کړي (يا په اصطلاح لنګر يې اچولی وي). عموماً هغه توپ وهونکي چې په 3 يا 4 ځای توپ وهنه کوي او په داسې وخت ميدان ته راووځي چې لوبغاړي ژر ژر سوځي. لنګري په دفاعي توګه کار کوي او په پاڼۍ کې تر ټولو زياتې منډې جوړوي.

 

Angler (څنډيز)

دا د ناوخته-ځنګېدلې اچونې يو ډول دی، چې په 1900 ز. کلونو کې بارټ کېنګ کاروله. کېنګ چې ښی لاسی تېز توپ اچوونکی و. نوموړي به داسې توپ اچولو چې د توپ اچونې پرمهال به يې لومړی توپ په دواړو لاسو کې نيولو او د اچونې پر مهال به يې ښی لاس له غوږ سره په ټکر کې و.

 

Appeal (غوښتنه)

د يوه توپ اچوونکي يا ډګر ساتونکي هغه بغارو ته وايي چې د توپ وهونکي د سوځونې لپاره يې لوبڅار ته کوي. زياتره وخت په لنډه توګه د هاو اېزټ (څنګه و؟) په بڼه ويل کېږي. لوبڅار تر هغه وخته چې د ډګر ساتونکو له خوا غوښتنه نه وي شوي، سوځېدل نه ورکوي، که څه هم توپ وهونکي په سمه توګه سوځېدلی وی. کله چې توپ وهونکی وچ وسوځي، نو پرته له دې چې د توپ اچوونکي يا ډګر ساتونکو غوښتنې ته سترګې په لاره وي، ډګر پرېږدي.

 

Approach (نږدېتون)

توپ ته په کتو، د يوه توپ اچوونکي خوځښت دی.  لنډ منډه هم ورته وايي. هغه ميدان چې توپ اچوونکی پکې د توپ اچوونې لپاره لنډه منډه اخلي، لکه ځينې وخت چې ويل کېږي: “لوبه وځنډېده! د توپ اچوونکي نږدېتون له چله ډک وبلل شو”

 

Arm ball (مټ بال)

هغه تېراېستونکي ناسوکه اچونه ده چې د يوه سوکه توپ اچوونکي له خوا سرته رسېږي. د يوه ښه توپ اچوونکي توپ ښايي د توپ وهونکو څخه هواته وځنګېږي (او د کيڼ اړخي توپ اچوونکي د توپ اچوونې پر مهال ښايي د توپ وهونکي پرلور وځنګېږي).

 

Around the wicket or round the wicket (د وېکټو شاوخوا)

هغه ښی اړخی توپ اچوونکي چې د توپ اچوونې لپاره د سټو (سټمس) ښۍ خوا حرکت کوي. او يا هغه کين اړخی توپ اچوونکی چې ددې سرچپه کار کوي.

 

Ashes, the (د ايرو لړۍ)

د انگلستان او اسټراليا د ټسټ لوبو لړۍ ته وايي. کله چې په 1882 ز. کال د ټسټ لوبو، په لومړۍ لوبه کې اسټراليا انګلستان ته په خپله خاوره کې ماته ورکړه، نو انګرېزۍ “سپورټنګ ټايمز” ورځپاڼې دغه ماته د انګلستان کرکټ مړينه وبلله او او ويې ويل چې ددې مړي ايرې به اسټراليا ته يوړل شي. انګريزي رسنيو په 83-1882 ز. کال، اسټراليا ته د خپلې لوبډلې سفر د همدې ايرو ترلاسه کول وبلل. دواړو هېوادو ددې لوبو د بريالۍ لوبډلې لپاره د ايرو ساتنې يو لوښی (چې ويل کېږي د انګلستان کرکټي توکو د يوې الې ايره ده) د جايزې په توګه وټاکه. دغه د ايرو لوبو لړۍ د “سپورټنګ ټايمز” د ياد خبر د غندنې لپاره د انګلستان او اسټراليا ترمنځ سرته رسېږي.

 

Asking rate (غوښتونکی نرخ)

د منډو هغه نرخ چې په دويمه پاڼۍ توپ وهونکې لوبډله يې د هدف پوره کولو لپاره په ټاکلو اوورونو کې بايد ترلاسه کړي.

 

Attacking field (بريديز ميدان)

د ډګر ساتنې هغې بڼې ته وايي چې زيات شمېر ډګر ساتونکي پکې د توپ نيونې يا د توپ وهونکي سوځونې لپاره، د توپ وهنې ډګر شاوخوا راتاو شوي وي.

 

Attacking shot (بريديز ټک)

هغه ټک (شاټ) چې په مرسته يې ژر ژر منډې جوړې شي.

 

Average (منځی يا اوسط)

د توپ اچوونکي منځی (اوسط): د توپ اچوونکي له خوا ورکړل شوې منډې (د پراخو او ناشمېرلو توپونو په شمول) تقسيم پر، د اخېستل شوو سوځونو شمېر.

 

د توپ وهونکي منځی: د توپ وهونکي له خوا ترلاسه شوو منډو شمېر، تقسيم د سوځېدنې شمېر.

By Samoon

3 thoughts on “د کرکټ وييګوټی / عبدالحق سمون”
  1. روغتیاوي ښاغلی سمون!

    هیله ده چي چاري به مو سمي وي. د ویونو رغون مي دي ولید. له میني او کړاوه مو مننه. !

    له درې میاشتي کړاوه وروسته د کریکیټ ملي ټرمینولوژي د څښتن په پېرزوینه او د ښاغلي زیار په مرسته او لارښونه بشپړه شوه.

    ژر به رسنواله شي.

  2. ستا له دې پښتني- فرهنگي مينې مننه
    خو زما تر کرونې روسته ويييپانگه تر چاپ لاندې ده؟

  3. ډاکټر ظهير او زیار صيب! ډېره مننه چې له وړاندې مو خبر کړم. د زيار صيب په څېر خلکو په شتون کې به هيڅکله هم داسې تېروتنه ونکړم. ښاغلی زيار، ستاسې وييپانګې ته تږی سترګې په لاره يم.

ځواب ورکول Samoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *