د کرکې او کینې دیانت

لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

د مدرسو نقش او د اندېښنو زیاتېدل

د پانګې ډېرېدنه هغه حالت ته ویل کېږي چې د چا شتمني د هغه تر اړتیاوو اوړي او زیاتېږي او هغه ته دا وس ورکوي چې دا پانګه تر خپلو معمولي اړتیاوو ورهاخوا پر نورو چارو او پروګرامونو ولګوي. په دې حالت کې پانګه بل نوی تعریف مومي ځکه چې د خپل خاوند د اړتیاوو له بریده اوړي او داسې عنصر ته لوړېږي چې عمل کولای شي نو د دې نوي نقش پر اساس نوي منطق ته تابع کېږي.

خو نن سبا پانګه یوازې مالي شتمنۍ ته نه ویل کېږي، بلکې نور اصطلاحات لکه ټولنیزه پانګه، سیاسي پانګه، انساني پانګه، فرهنګي پانګه، دیني پانګه، معرفتي پانګه او … هم لرو چې د دې کلمې د استعمال ساحه پراخوي. دا اصطلاحات هغو تحولاتو ته اشاره کوي چې د پانګې د متعارفې مانا ورهاخوا په نورو برخو کې پېښېږي.

په دې منځ کې دیني پانګه هغه اصطلاح ده چې په یوه اړخ کې له مذهبي اقتصاد سره اړخ لګوي او دا په هغو شرایطو کې وي چې وګړي یا دیني بنسټونه له یوې خوا د خپلې خوښې ارزښتونه او مفکورې ترویجوي او خلک ورجذبوي او له بلې خوا د مالي امکاناتو په ګټلو سره خپله مالي اډانه پیاوړې کوي او په دې توګه د اقتصاد او سیاست په ډګرونو کې په یوه اصلي لوبغاړي بدلېږي.

تر دې ځایه هم اندېښنې او نیوکې شته ځکه که چېرې د دین اصلي رسالت د تقوا ښوول، د اخلاقي فضایلو ټینګول او معنوي ژوند ته د وګړو هڅول وګڼو نو د اقتصادي او سیاسي بنسټونو جوړول به څومره له دې موخو سره اړخ لګوي. د قدرت او ثروت خوی ته په کتو سره به کوم ضمانت وي چې پخپله دین د دې دوو سرکښو عناصرو په نانځکه له بدلېدو وساتي. په منځنیو پېړیو کې دا کار شوی دی او مذهبي بنسټونو په تېره بیا مسیحي هغو ځان ته لویه او پراخه دنیوي دستګاه جوړه وه.

خو اندېښنه هله زیاتېږي چې د دین بنسټپاله او نامداراګر تعبیر په میدان کې بر وي او پر نورو میدان تنګ کړي. په دې وضعیت کې نورې ټولې ډلې، ان هغه مذهبي ‌ډلې چې له دینه بل وړ تعبیرونه لري هم له خطر سره مخ وي. نو دا ډلې د ژوندي پاتې کېدو په خاطر مجبورېږي چې له ځانه دفاع وکړي او غبرګون وښيي. همدا ده چې تاوتریخوالی پراخېږي او د ټولنې نظم خرابېږي. که داسې وشي نو د وینو بهول او د غم پر ټغر د کورنیو کېنول او د ژوند بربادېدل به خامخا وي.

د افغانستان په سیاسي ډګر کې د طالبانو ظهور، هغه هم په داسې وخت کې چې چپي ایډیالوژي له پښو غورځېدلې وه، په یوه لحاظ د اوښتون ټکی ګڼل کېږي ځکه چې دې وخت کې داسې غښتلې مذهبي بنسټپاله ایډیالوژي د افغانستان سیاسي –ټولنیز ژوند ته رادننه شوه چې د طالبانو راپرځېدل هم د دې ایډیالوژۍ په ختمولو کې مرسته ونه کړه. مهمه لا دا ده چې سره له دې چې اکثره وګړي له طالبانو سره سیاسي خواخوږي نه درلوده خو د دې ډلې تر راپرځېدو وروسته چا چندانې هڅه ونه کړه چې د هغوی پر فکري چوکاټونو نقد وکړي چې پاتې ریښې یې وروچې کړي.

سربېره پر دې، دا ځل طالباني بحثونه په نورو نومونو لکه د دیني هویت د دفاع او د پردي فرهنګ د یرغل پر وړاندې د مقابلې تر نامه لاندې تاوده شول او په هېواد کې د ننه د ځینو ځواکمنو ډلو او بنسټونو له خوا له لږ نرمښت سره ادامه ومونده. دوی له داسې عصري امکاناتو استفاده وکړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې نه وو لکه ټولیزې رسنۍ، روزنیز مرکزونه، مالي بنسټونه، اقتصادي شرکتونه او … نو دا تبلیغات د وطن ګوټ ګوټ ته ورسېدل.

د افغانستان دولت چې د مشروعیت له کمزورۍ سره مخ و او په غربي قدرتونو پورې د تړلتیا تور ورپورې و، هڅه وکړه چې له دې ډلو سره لاره یوسي او احیاناً باج ورته ورکړي، بې له دې چې د دې کار اوږدمهاله نتیجه په پام کې ونیسي. چارواکو دا توان نه درلود چې تر طالبانو وروسته د یوه مډرن نظام عمومي کرښې د ملي تګلارې په توګه وکاږي چې ټولې فعالې ډلې د اساسي قانون تر چتر لاندې پر هماغه لاره پل کېږدي.

مدني ټولنې چې له مډرنې نړۍ سره د افغانستان د پیوندولو او د طالبانیزم له سختې لارې د وتلو مهمه لاره ګڼل کېده په مختلفو دلیلونو د دې پر ځای چې څېړل شوې لویې تګلارې ته مخه کړي، په ورځنیو او داسې چارو بوختې شوې چې «ډونرانو» به خوښولې. سره له دې چې د ټولنې ځینو برخو ته دا فرصت پیدا شوه چې له نویو مقولو سره اشنا شي او د تحول پر لاره ګام کېږدي خو د ټولنې د ذهنونو په روښانولو کې د مدني ټولنو د کمزورۍ په وجه، نورو ډلو ته طلايي فرصت پیدا شو چې خپله طالباني ایډیالوژي د وګړو په ذهنونو کې ورپېچکاري کړي، دغه ډلې د لیکوال په بله لیکنه کې «نرم طالبان» بلل شوې دي.

نن سبا په افغانستان کې هغه څه چې د دیني مدرسو له درکه یې د خلکو اندېښنې راپارولې دي، پخپله دیني مدرسې نه دي، بلکې هغه څه دي چې تر دې نامه خلکو ته ښوول کېږي او ټولنه د فرهنګي طالبانیزم خوا ته روانوي. ښکاره خبره ده چې په مذهبي ټولنه کې د مذهبي مدرسو موجودیت منل شوې چاره ده او څوک یې مخالف نه دي.

که دې پدیدې ته د دین له منځه او له فقهي لیدلوري وګورو، فقیهان په دې باور دي چې دوه ډوله دیني زده کړې دي او هر یو یې ځان ته خاص حکم لري. لومړی ډول یې په عقیدې پورې اړوند د خورا ابتدايي او اساسي عبادتونو او شرعي احکامو زړه کړه ده. د اهل فقه له نظره، دا ډول زده کړې د هر متدین انسان لپاره «فرض عین» دی. دویم ډول یې پرمختللې او تخصصي زده کړې دي چې د دین تر ضروري مسایلو ورهاخوا نور پراخ مسایل رانغاړي او معمولاً په دې موخه ترسره کېږي چې د فقهې، د فقهې اصول، د قران تفسیر، حدیث، عقیدې او کلام په برخو کې متخصص عالمان ورزول شي. د اهل فقه په نظر، دا ډول زده کړې «کفايي فرض» بلل کېږي او اهمیت یې د نورو علومو او فنونو لکه طب، زراعت، مدیریت، صنعت، تجارت، ډریوري، ترکاڼي، حجاري، معماري او د ټولنې د اړتیا وړ نورو تخصصي څانګو هومره دی. د دې علومو فرضیت په هماغه اندازه دی چې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره «کفایت» وکړي او په همدې دلیل کفايي فرض ګڼل کېږي. (8)

که دې مسألې ته د ټولنیزې ودې او پراختیا له نظره وګورو، د دیني مدرسو د بې درکه زیاتېدو په باب یوه اندېښنه دا ده چې د عرضې او تقاضا تر منځ یې انډول نشته. ځکه چې که په هره رشته او هره تخصصي څانګه کې د «کفایت» تر حده پورته انساني ځواک تولید شي، ستونزه به جوړوي. که دا کار د دیني تعلیم په برخه کې وشي خو څو چنده زیاته ستونزه به وزېږوي ځکه چې د دیني عالمانو مقام حساس دی.

مثلاً که له پوهنځیو د فارغ شویو ډاکترانو یا انجینیرانو شمېر د کاري محیط تر اړتیا زیات وي، تاوان به یې د هغو لګښتونو په برابر وي چې دولت یا د دوی کورنۍ یې پرې کړی دی خو په نورو کاري ‌ډګرونو کې ورته د جذبېدو زمینه تر زیاته حده مساعده وي او په دې لحاظ داسې کومه ستونزه نه راولاړېږي چې بحران یې وبولو. خو که د دیني مدرسو زرګونه فارغان تر اړتیا پورته او وزګار پاتې شي او په نورو ډګرونو کې یې د جذب امکان هم نه وي دا په دې چې د دوی زده کړې نورو کارونو ته مساعدې نه وي، نو په دې حالت کې هغه ساده پېښه چې پېښېدای شي د یوه ناراضه خو د دین په وسلې سمبال ټولګي رامنځته کېدل دي چې غوسه ناکه تګلاره به یې بحرانزېږوونکې وي. خو تر دې هم لا زیات خطرناکه دا وي چې دا وزګاره ټولګی به جنګي پروژو او تنظیم شویو بلاګانو ته ورجذب شي، دقیقاً لکه هغه څه چې په نویمو کلونو کې راپېښ شول او د پاکستان له دیني مدرسو زرګونه فارغان ناڅاپه داسې غورځنګ سره یوځای شول چې وروسته بیا د طالبانو تحریک ونومول شو او کیسه یې ټولو ته جوته ده.

که د عرضې او تقاضا له ناانډولۍ ورتېر شو، بله ستونزه دا ده چې په دیني مدرسو کې د زده کړې پروګرامونه او نصابونه سره توپیر لري. هغه کسان چې په افغانستان کې د دیني مدرسو چارې سمبالوي، د خپلو زده کړو، تحصیلي محیط یا ایډیالوژیکي تړاو پر اساس، مختلفي فکري سلیقې پالي. د دې مدرسو د طیف یو سر په قم او نجف کې فقیه ولایت ته رسېږي او بل سر یې د سعودي عربستان سلفیت ته او د دواړو تر منځ بیا دېوبندي او اخواني او د پاکستان او عربي هېوادونو ورته بهیرونو ته تمایل لیدل کېږي.

دا چې یاد بهیرونه ټول انحصار ګر دي، یو بل سره نه زغمي او سره جوړېږي نه، دا اندېښنه زېږوي چې له یوې خوا به د دوی او لږ مذهبي طیفونو تر منځ او له بلې خوا د هر بهیر د پلویانو او غړو تر منځ به له تاوتریخوالي ډکې شخړې رامنځته شي، په تېره بیا کله چې د حق او باطل مسأله رامیدان ته شي او د تکفیر له وسلې استفاده وشي، لکه هغه شخړې چې په عاشورا او نورو ورته مناسبتونو کې پېښې شوې دي.

په تاریخي لحاظ افغانستان د اسلام د حنفي – ماتریدي تعبیر یو مرکز پاتې شوی دی. دا تعبیر چې د اهل رای په مکتب کې ریښې لري، د اهل سنت په معتدلو څانګو کې حساب دی او لا تر اوسه هم د افغانستان اکثره وګړي په میراثي بڼه همدې لارې سره تعلق لري. هغه بنسټپاله بهیرونو چې اوس میدان ته راغلي دي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې ګڼې مدرسې جوړې دي، غالباً له دې مکتب سره چندانې جوړ نه دي. دا موضوع پخپله د بل ډول کشمکش سبب او زمینه ده څنګه چې همدا اوس د سلفي مشربو او صوفي مشربو بهیرونو تر منځ څه ناڅه لانجه محسوسه ده.

له بلې خوا اکثرو نویو مدرسو ته مالي مرستې له بهره او معمولاً د هغو کسانو له خوا راځي چې د افغانستان د ملي ګټو په نامه څه نه پېژني او د مرستو تر شا یې ایډیالوژیکه یا سیاسي – ایډیالوژیکه انګېزه وي. له دې لارې یو ډول سیاسي اقتصاد د رامنځته کېدو په حال کې دی چې ورو ورو کولای شي په هېواد کې په اقتصادي وړو امپراتوریو بدل شي، هماغسې چې په ګاونډیو هېوادونو کې پېښه شوې ده. په دې لحاظ به افغانستان د بلې نیابتي جګړې میدان شي.

د بنسټپالو په لاسونو کې د مالي شمتني راټولېدنه به له یوې خوا او پر دوی راټوله انساني پانګه به له بلې خوا ټولنه په داسې پېښو او تحولاتو بلاربه کړي چې سخت دردناک زېږون به ولري او پوره نه ده معلومه چې څه وړ نوزېږی به وزېږوي. خو په پاکستان، عراق او سوریه کې د فرقه ییزو جګړو له مخې اټکل کولای شو چې دا نوزېږی به ښه مرغ ونه لري او داسې به نه وي چې خلک یې زېږېدنه ولمانځي او د لویېدو هیله یې په زړه کې ولري.

د اندېښنو بله نمونه

په کابل کې د سعودي عربستان له خوا د داسې علمي – اسلامي مرکز د جوړېدلو پلان چې ویل کېږي په خپل ډول کې به په سیمه کې بې ساری وي، د ځینو خلکو په زړونو کې اندېښنې اچولې دي.(9)

د اندېښنې وجه به غالباً دا وي چې سلفي ډلو د افریقا له شماله تر منځنۍ اسیا او قفقازه پورې په مختلفو بڼو افراطیت ښییلی دی. د سلفي عقیدې په باورمندانو پورې ویل کېږي چې په لومړي سر کې خپل مخالفان تر سخت تبلیغاتي برید لاندې نیسي او په پای کې د هغوی په فیزیکي حذفولو لاس پورې کوي. د طالبانو په وخت کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د سپاه صحابه له خوا د شیعه ګانو او ان د مخالفو سنیانو عام وژنې او هغوی د کلیو او کورونو سوځول، د منتقدانو په نظر د سلفي ډلو د کړنو نمونې ګڼل کېږي.

هغه کسان چې د سعودي دولت له خوا په کابل کې د داسې مرکز له جوړولو وېرېدلي دي، په دې ډارېږي چې د نازغمونکو مذهبیانو نوی نسل به راوزېږي او پر نورو به میدان تنګ کړي. دا کار به د رقیبانو (شیعه ګان، صوفیان، دودیز حنفیان او د اخوان ځینې پلویان) غبرګون راوپاروي او د تارتریخوالي او نارامۍ اور به بل کړي. د دې خلکو په باور، په نورو اسلامي ملکونو کې، په سعودي پورې تړلي مرکزونه، غیر له دې چې د سلفیت/ وهابيتوب تبلیغ وکړي، بل څه نه دي کړي او نتیجه یې په دې ملکونو کې د زغم او تسامح کمېدل، د مذهبي سیالیو سختېدل، د دیني دښمنیو زیاتېدل او وروسته د افراطي وسله والو ډلو رامنځته کېدل او د کورنیو جګړو پیلېدل دي.

خو له بلې خوا، ځینې نور بیا د سعودي دولت دې ګام ته د یوه اړتیا په سترګه ګوري چې د قم/نجف تر حمایې لاندې له ځواکمنو بنسټونو او د ایران د استخباراتو (سپاه پاسداران) تر حمایې لاندې ډلو سره مقابله وکړي او دا عمل لږ تر لږه د «لامذهب سره بې دینه جوړېږي» په حساب، د انډول د ساتلو لپاره یوه لاره ګڼي او دا احتمال یادوي چې د دیني تعبیرونو او تفسیرونو یو ډول تعدد به رامنځته شي. دا خلک استدلال کوي چې په هېواد کې نور مذهبي بنسټونه هم د زغم او مدارا خبره نه کوي او تر اوسه نه دي توانېدلي چې په خپلو تبلیغاتو او تعلیماتو کې د ملي ګټو په خاطر له خپلو ایډیالوژیکو پولو واوړي.

اوس نو پوښتنه دا چې د ټولو خواوو ملاحظاتو ته په پام سره به داسې منځنۍ لاره پیدا کړای شو چې د افغانستان وګړو ته یې ګټه ډېره او لګښت یې کم وي؟

له دې سترګې نه شو پټولی چې د سعودي عربستان د مدرسو فارغان په سلفي او سفلي وزمو تمایلاتو اخته دي او له زغم او مدارا سره چندانې جوړ نه دي، البته ځینې استثناګانې به په کې وي.

دا به هم نه هېروو چې د سعودي عربستان د دولت د دې هېواد د نادولتي بنسټونو په سیاستونو کې توپیر شته. توپیر یې دا دی چې سعودي دولت د ګڼو نورو دولتونو په شان د ګټو د منطق پر اساس عمل کوي، نه د ایډیالوژیکو باورونو پر اساس، البته په ګڼو موردونو کې یې دا ګټې د ایډیالوژیکو پروګرامونو له لارې غوښتي دي خو خارجي سیاست یې د ایران د اسلامي جمهوریت تر خارجي سیاسته په کراتو کمتره ایډیالوژیکه صبغه لري. نو په هر ځای کې چې د شرایطو تقاضا دا وه چې د سلفیت ایډیالوژي له پامه وغورځول شي، دوی هماغسې کړي دي. په ځینو موردونو کې لیدل شوي دي چې ان د داسې کړیو او بهیرونو حمایت یې کړی دی چې د سلفي شیخانو له نظره د منلو نه دي. البته چې دا پېښې محدودي دي.

که د افغانستان دولت وتوانېږي چې انفعالي نقش پرېږدي، بیا کولای شي سعودي دولت پوه کړي چې په افغانستان کې د کړکیچ د زیاتېدو د مخنیوي په خاطر لازمه ده چې دا روزنیز مرکز دې ایډیالوژیک رنګ ونه لري. په دې چاره کې د ډاډ لپاره افغان دولت کولای شي د مرکز د تعلیمي نصاب په جوړولو کې برخه واخلي، البته لازمه نه ده دا کار د هغو کسانو په مرسته وشي چې په سعودي پورې تړلو مدرسو کې یې درس ویلی وي. د افغانستان دولت کولای شي د نورو اسلامي ملکونو لکه ترکیه، مالیزیا، مصر او … له تجربو څخه استفاده وکړي او د دې مرکز د ډیپارټمنټونو په جوړولو کې د افغاني ټولنې د اړتیاوو پر اساس مداخله وکړي.

پر دې سربېره افغان دولت کولای شي داسې لاره پرانیزي چې رسنۍ او مدني ټولنې د داسې مرکزونو له فعالیتونو باخبر اوسي او عامه افکار پر هغه څه خبر کړي چې په دې ځایونو کې تېرېږي. کولای شي دا کار د نورو مدرسو او تعلیمي حوزو په برخه کې هم وکړي چې حرکت او فعالیتونه یې د هېواد له ملي ګټو سره لا زیات هم لوري شي.

د یادو اندېښنو د کمولو لپاره ښايي لازمه وي چې د رسنیو د څارنې د بنسټ په شان یو بنسټ جوړ شي چې دنده یې د ملي ګټو له نظره د روزنیزو مرکزونو څارنه وي ځکه د مذهبي تعصبونو زیاتېدل او د متضادو ډلو د فعالیتونو ډېرېدل به په داسې جنګ بدل شي چې ډډه ځنې نه شي کېدای. خو که د عمومي باورونو رغوونکي او نظریه جوړوونکي په ایډیالوژیکو لانجو کې د دولت ناپیېلتوب او پلورالیزم بنسټیز کاندي او د ټولو فکري ډلو تر منځ سوله ییز ژوند ترویج کړي چې د فرهنګي ټولنې د زغم لمن پراخه شي نو بیا به اندېښنه نه وي.

خو دا یوازې دیني مدرسې نه دي چې د دین د افراطي تعبیر په سرچینې بدلېدای شي. ان مډرن روزنیز مرکزونه لکه پوهنتونونه او عالي انستیتیوتونه هم د داسې افراطي ایډیالوژیو لپاره فرصت برابر کړی دی او افراطي ډلو ته د سرتېرو د جذبولو زمینه برابره کړې ده. دا شی په عمل کې لیدل شوی او د صاحب نظرانو له لیده پټ نه دی پاتې شوی.

One thought on “د کرکې او کینې دیانت؛ دیني توندلاریتوب ته د تمایل د ریښو موندنه”
  1. سلام
    ديانت له کرکې، کينې ،فساد، بې ثباتي، انحصار زور او نورو فرعوني ابعادو سره سر او کار څه چې اصلا هېڅ اړيکي نه لري
    . موږ فکر نه کووچې په انساني ژوند کې دا ډول ديانت وجود ولري کوم چې په عدل، انصاف، مساوات، وروري او برابري په کلکه تاييد کوي او د انسان خير په هروخت، هر ځاى، هرکله او هر موقف کې غواړي داچې خلک ياد انسانانو خود خواهي، پاليسي او تګلاري، حکومت داري او پوزه اوچنه بدلول او هغه ته بيا دسياست نوم ورکول دديانت کا ر نه دى
    داکترزغم زما هدف د لته ستا له عنوان سره دي نه له ليکنې سره او پام ساته چې زه کومې خواته په سياسي لحاظ تکيه نه لرم او نه مې دچا خيال په دې هکله ساتلي دټولو ښه اوبد راته څرګند دي دين په مجموع کې د ابزار په څيرپه تولنه کې بايد ونه کارول شي ځکه چې خپل ارکان لري حال داچې دا نور انساني خوى او عادت، ناروغې او کمبود دي چې شاته ېې هېڅ خير نشته او بايد له کورنۍ، ټولنې او چاپيريال نه ېې ګلم ټول شي خو له بده مرغه په ديرو ټولونو کې ډيرو خلکو تجارت ورباندې وکړ چې تاسې ېې هم ښه پېژنۍ څه چې عيان دى بيان ته ضرورت نشته

ځواب ورکول ع.شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *